د بین ‌الافغاني خبرو ژور اختلافونه او ننګونې

د بین ‌الافغاني خبرو ژور اختلافونه او ننګونې
۱۶ سنبله ۱۳۹۸ 145 0 نظر سرخط

د بین ‌الافغاني خبرو ژور اختلافونه او ننګونې

ضمیر ساپی

په قطر کې د بندو دروازو تر شاه د امریکا-طالبانو د سولې خبرې له شاوخوا لس میاشتو چنو وهلو وروسته ایله له نهم پړاو تېرې شوې او امریکايي لوری ډېره تمه لري چې دا پروسه په بل پړاو کې را لنډه کړي، څو بین‌ الافغاني خبرو ته دروازه پرانيستل شي.

خو دویم پړاو تر ډېره له لومړي هغه له ژورو اختلافونو ډک او ننګوونکی ښکاري، ځکه اوس‌ مهال په افغان جګړه کې ګڼ شمېر لوبغاړي ښکېل دي او هر یو د خړو اوبو په دې ډنډ کې په نړیواله، سیمه‌یزه او ملي کچه کب نیونه کوي، خو د امریکا متحده ایالات او وسله‌وال طالبان د دوی تر منځ هغه مهم لوبغاړي دي چې یو یې په نړیواله کچه او بل یې په کورنۍ کچه د خپلو غوښتنو بشپړولو په لټه کې دي.

ښايي امریکايي او طالب استازي څو ورځې وروسته ظاهراً یوې هوکړې ته ورسېږي، خو عمده ستونزه د طالبانو او نورو لوبغاړیو لکه پاکستان، هندوستان، ایران، روسیې، چین، اروپايي ټولنې، سعودي عربستان، ترکیې او په تېره د افغانانو په استازیتوب د افغان حکومت او طالبانو تر منځ ژور اختلافونه دي چې د بین‌ الافغاني خبرو پړاو له ننګونو سره مخامخ کولای شي.

د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۸ مېلادي کالونو په لړ کې د امریکا او طالبانو تر منځ جدي خبرې اترې روانې وې ان تر دې چې دواړه خواوې «له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو او له نورو ترهګرو ډلو سره د طالبانو د اړیکو پرېکېدو» په اړه هم سلا شوې وه، خو وسله‌والو طالبانو له کورنیو، سیمه‌یزو او نړیوالو لوبغاړیو سره هوکړې ته نه رسېدل د دې لامل شول چې د امریکا په تاریخ کې تر ټورو اوږده جګړه نږدې دوه لسیزو ته وغځېږي.

د قطر په پلازمېنې دوحه کې د امریکا او طالب استازیو تر منځ تر خبرو وروسته د وسله‌والو طالبانو ډېر تمرکز د افغان حکومت پر مذاکراتي پلاوي دی، خو د دې تر څنګ په سیمه کې د افغان جګړې اصلي لوبغاړيو د اندېښنو غوټه نه‌ ده پرانيستل شوې.

په افغان جګړه کې هر سیمه‌یز او نړیوال هېواد خپلې ملي ګټې لټوي او دا هېواد په نړیواله کچه د قدرت مالومولو لپاره د وزلوبې ډګر په څېر ورته ښکاري. امریکا، روسیه، چین، پاکستان او ایران خو بېخي هغه لوبغاړي دي چې د خپلو غیر دولتي لوبغاړیو په مرسته یو بل ته د خپل پیاوړي مټ زور ښووده کوي چې دا هڅې نېغ په نېغه د سولې په پروسې اغېزه کوي.

که له سیمه‌یزو او نړیوالو لوبغاړیو را تېر شو، په افغان جګړه کې د دوی له ګټو سربېره طالبان په بین‌ الافغاني مذاکراتو کې هڅه کوي چې په هېواد کې یو ځل بیا د «اسلامي امارت» را منځ‌ ته کړي او دوی له پیله له امریکا سره په همدې فکر جګړه کوله چې باید په افغانستان کې اسلامي نظام حاکم شي، خو غوڅ اکثریت افغانان له دې نظامه خورا ترخه تجربه لري او نه غواړي یو ځل بیا ۹۰یمې لسیزې او د جهالت تیارې دورې ته ستانه شي.

همدا راز افغان حکومت ته بیا «جمهوري نظام» سره کرښه ده او په دې نظام کې «ولسواکي» د ټولو اقوامو او مذاهبو لپاره یو تر ټولو غوره او ګټوره لار بولي، خو طالبان بیا ولسواکي له خپل سيسټم سره په ټکر کې بولي.

تر ډېره داسې برېښي چې د امریکا-طالب خبرو په پرتله په بین ‌الافغاني خبرو اترو کې ژور اختلافونه او سترې ننګونې شته، ځکه دلته د قدرت پر سر وېش، سراسري اوربند اعلانول، د افغانستان راتلونکي سیاسي نظام، د اساسي قانون تعدیلول، بشري حقونه، له افغان ځواکونو سره د طالب جنګیالیو یو ځای کېدل، د بندیانو ازادول، د ټاکنو تر سره کېدل، د بیان، رسنیو او مذهبي ازادي، عدالت، لږګیو او د ښځو پر بنسټیزو حقونو موافقې ته رسېدل هغه جدي مسایل دي چې ډېر زیات وخت به ونیسي او ان د دې امکان هم شته چې په ځینو برخو کې بین‌ الافغاني خبرې له بن بست سره مخامخ کړي.

څومره چې د سولې خبرې شاته اچول کېږي او له عام خلکو پټې ساتل کېږي، په هماغه کچه د ولس تر څنګ جګړې هر ښکېل لوري ته د تلفاتو ګراف پورته کېږي او د دې تر څنګ په هېواد کې نورو ترهګرو ډلو په تېره داعش وسله‌والو ته د ټروریسټي فعالیتونو پراخه زمینه برابرېږي چې بیا به یې مهارول یوه بله غمیزه وي او برعکس هر څومره چې د سولې خبرې را ټولېږي په هماغه کچه تاوتریخوالی کمېږي او د افغان جګړې لوبغاړیو شوم لاسونه لنډېږي.

خو تر ټولو مهمه دا ده چې په بین‌ الافغاني خبرو کې دواړه خواوې له قدرت‌طلبي، شخصي او مغرضو ګاونډیو فرمایشونو  تېر شي او د یوه پر مختللي افغانستان په راتلونکې فکر وکړي چې کوم سيسټم او کومه ښه پرېکړه د راتلونکیو نسلونو لپاره ګټوره تمامېدای شي.

لکه څنګه چې د بین ‌الافغاني خبرو بریا د ټول ولس او راتلونکي نسلونو بریا ده، په ځینو برخو کې باید جوړجاړی وشي، ځینې غوښتنې هيڅ مطرح نه‌شي، ځینې شرایط له منځه لاړ شي او په ټوله کې هغه غوښتنې چې د څو کسانو په موقتو شخصي ګټو ور ټولې وي، له پامه وغورځول شي او پر ځای یې په داسې پر ځان بسیا افغانستان فکر وشي په سیمه کې یوه پیاوړي نظام، پیاوړی ځواک او پیاوړی اقتصاد ولري او په عملي ډګر کې ترې د منځنۍ او جنوبي اسیا د وصل مرکز جوړ شي، نه دا چې د ترهګرو ډلو خوندي پټن‌ځای.

که دا ستر لومړیتوبونه په نظر کې و نه نیول شي او په لاس راغلي طلايي فرصت کې هم خپلې شخصي او د مغرضو کورنیو، سیمه‌یزو او نړیوالو لوبغاړیو فرمایشونه ومنل شي، لکه د شوروي ځواکونو د وتلو په څېر به افغانستان یو ځل بیا په خونړیو کورنیو جګړو کې ښکېل شي، دا هېواد به یو ځل بیا لوټې لوټې شي، هېوادوال به بیا د ظالمو ګاونډیو ترحم ته مجبور شي او افغانان به له یو بل داسې ستر ناورین سره مخامخ شي چې یوه نیمه پېړۍ به له دې انسان خوړونکې بلا د خلاصون لاره پیدا نه‌ کړي او په تاریخ کې به یې پړه یوازې او یوازې د هغه چا تر غاړې وي چې په دې خبرو کې یې سترو ارزښتونو، ملي او هېوادنۍ ګټو پر ځای د سیمه‌یزو او نړیوالو لوبغاړیو فرمایشونو ته لبیک ویلی وي.

د حکمتیار مشکل

Sep 17, 2019 29

ایمل جلال ورځ دوه مخکې ملګري وصیل فیضي لیکلي و چې «ګلبدین داسې غږېږي لکه پر سر یې چې امریکا او ناټو نه، بلکې شوروي ناست وي.»

د کربوړي وژل ثواب که خطا؟

Sep 16, 2019 29

دويمه وروستۍ برخه زبیرافغان بل لور ته د دې حدیثونو مخالف کره روایات هم شته چې رسول الله يې د قتل امر نه دی کړی، حدیث کې دي؛

په ښوونيز سيسټم کې د بدلون اړتيا

Sep 15, 2019 29

ژباړه؛ محمد اغا ابراهیم خېل موږ په داسې یو هېواد کې ژوند کوو چې کلونه، کلونه د جګړې ډګر پاتې شوی، وګړي یې ناهیلي، ځوانان کډوال شوي، ښوونځي او پوهنتونونه وران شوي، د سوداګري [...]

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې