د ۵۰ ډالرو غل ۳۵ کاله وروسته ازاد شو
۱۳ سنبله ۱۳۹۸ 363 0 نظر سرخط

د ۵۰ ډالرو غل ۳۵ کاله وروسته ازاد شو

د ۵۰ ډالرو غل ۳۵ کاله وروسته ازاد شو

د امریکا په الباما ایالت کې قاضي هغه کس چې ۳۵ کاله وړاندې یې د نانوای له یوۍ هټۍ د چاقو په زور ۵۰ ډالره غلا کړي وو، له بنده ازاد کړ.

د نړیوالو رسنیو د مالوماتو له مخې، هغه ته ۵۰ ډالرو غلا په بدل کې د ټول عمر قید سزا ورکړل شوې، خو د ۵۰ ډالرو په بدل کې یې ۳۵ کاله خپل ژوند په زندان کې تېر کړ او بالاخره خلاص شو.

د الوین کېنارډ په نوم کس د ۱۹۸۳ مېلادي کال چې هغه وخت ۲۲ کلن و، له خپل ملګري سره یو ځای یې چاقو وباسته او له یوه هټیواله یې ۵۰ ډالره واخيستل چې دومره کمو پیسو ۳۵ کاله زندان ته ورسوه.

دا ۵۸ پخوانی ترکاڼ د هغه د وخت د الاباما سختو قوانینو مطابق د دې جرم د بیا تکرارولو په پلمه په عمري بند محکوم شوی و، خو تر ۳۶ کلن بند تېرولو وروسته د هغه د خوشې کولو لپاره د قاضي نظر د بندي د کورنۍ او ملګرو له مثبتو غبرګونونو سره مخامخ شو.

 

انيل کپور هم د بالييوډ ځوان بوډا دی

Dec 29, 2019 29

د بالیووډ نامتو ستوری انيل کپور ۶۳ کلن شو، خو د هغه څېرې ته په کتو په عمر يې د چا شک راشي چې ډېر دي وي.

غلا شوې پيسې پر خلکو وشيندل شوې

Dec 29, 2019 29

په امریکا کې یو سړي بانک لوټ کړ او غلا کړي ډالر یې بهر پر خلکو وشیندل، وروسته یې ټولو ته د کرسمس مبارکي وویله.

پر سېنما ميين خلک

Dec 25, 2019 29

هند له ډېره پخوا په دې هڅه کې دی چې خپل اقتصاد پیاوړی کړي او هندوان هم په دې لټه کې دی چې د پيسو سپمول زده کړي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې