کرېکټ؛ له ۱۹ کلنو کم‌عمره لوبډلې کولمبو کولټ ته ماتې ورکړه
۱۳ سنبله ۱۳۹۸ 202 0 نظر سرخط

کرېکټ؛ له ۱۹ کلنو کم‌عمره لوبډلې کولمبو کولټ ته ماتې ورکړه

کرېکټ؛ له ۱۹ کلنو کم‌عمره لوبډلې کولمبو کولټ ته ماتې ورکړه

له ۱۹ کلنو کم‌عمره افغان لوبډلې د اسیا جام سیالیو لپاره د تمریناتو په لړ کې د کولمبو کولټ لوبډلې ته د ۷۴ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

کرېکټ بورډ وايي، د دې تمریناتي لوبې په پیل کې افغان لوري د لوبې پچه وګټله او لومړی یې د توپ‌وهنې پرېکړه وکړه چې په ۴۶م اور کې یې د ټولو لوبغاړیو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۱۹۳ منډو هدف وټاکه.

د افغان توپ‌وهونکیو له لوري فرهان زاخېل ۴۸ زیاتې، عابد تڼيوال ۳۵، ننګیالي ۱۹ او رحمان‌الله ځدراڼ ۱۶ منډې وکړې.

ورپسې کولمبو کولټ لوبډلې خپله پاڼۍ پیل کړه، خو تر ۳۶ اورو یې زیات مقاومت و نه‌کړای شو او د ټولو لوبغاړیو په سوځېدو سره یې یوازې ۱۱۸ منډې وکړې.

د افغان توپ‌اچوونکیو له منځه شفیق‌الله غفاري او نوراحمد هر یوه درې ـ درې، جمشېد دوه، عابد تڼيوال او ننګیالي بیا یوه ـ یوه ویکټه ترلاسه کړه او خپله لوبډله یې بریا ته ورسوله.

د بنګله‌دېش لوبډله د شل اوریزو سیالیو لپاره هم پاکستان ته نه شي تللی

Dec 29, 2019 29

د بنګله‌دېش کرېکټ بورډ د امنیتي ګواښونو له امله له پاکستان سره شل اوریزو سیالیو ته د شک په سترګه ګوري.

ویرنون پلينډر له نړیوال کرېکټ نه استعفا وکړه

Dec 25, 2019 29

د سوېلي افریقا الرونډر ویرنون پلينډر د نړیوال کرېکټ له هر فارمټ نه خپله استعفا اعلان کړه.

د نبي په لرې کېدو رنګپور رنجرز لومړۍ بریا خپله کړه

Dec 23, 2019 29

رانګپور رنجرز لوبډلې د بنګله‌دېش د کرېکټ غوره لیګ سیالیو په بهیر کې داسې مهال څلور لوبې سر پر سر بایلودې چې محمدنبي یې لوبډلمشري کوله.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې