احمد او مور يې
۱۳ سنبله ۱۳۹۸ 203 0 نظر سرخط

احمد او مور يې

احمد او مور يې

سلامونه يارانو!

 راځئ نن دغه کيسه سره ولولو چې د مور مهربانې پکې څرګندېږي چې زوی يې څومره ورته ګران دی؛

***

 احمد په کټ کې پروت و، ځکه نن هغه ناروغ و. ناڅاپه يې غږ وکړ!  مورې و مورې!!  دلته راشه !مور يې په منډه راغله. د احمد تر څنګ د کټ پر زۍ کېناسته او ويې ويل؛ څه وايې زويه؟  احمد وويل؛  زما کولمې چغې وهي، زه وږی يم ! مور يې اشپزخانې ته ﻻړه او د احمد لپاره يې يوه کېله راوړه .احمد ﻻ کېله نه وه خوړلې چې بيا  يې غږ وکړ!

 مورې دلته راشه !مور يې راغله او ويې ويل؛ څه وايې؟ احمد وويل؛ تږی يم ! مور يې بيا اشپزخانې ته ﻻړه او د احمد لپاره يې يو ګيلاس اوبه راوړې .ﻻ به څو شېبې نه وې تېرې  چې د احمد غږ بيا پورته شو .

مورې دلته راشه !

احمد چې مور وليده وې ويل؛ ټول ځان مې درد کوي، هيڅ پاڅېدای نه شم، ما تشناب ته بوځه ! مور يې احمد په غېږ کې جګ کړ او  تشناب ته  يې بوت. ﻻ يې مور تر کوټې نه وه را رسېدلې چې احمد نارې کړې؛

مورې دلته راشه !مور يې ورته وويل؛ څه وايې؟ احمد وويل؛ ما خپل کټ ته ورسوه .مور يې احمد په غېږ کې پورته کړ او په خپل کټ کې يې بېرته پرې يوست .

ﻻ يوه شېبه نه وه تېره چې احمد بيا غږ وکړ؛ مورې دلته راشه! مور يې کوټې ته راننوته او ويې ويل؛ څه خبره ده؟ بيا څه وايې؟ احمد وويل؛ ټوله ورځ په دې کټ کې پروت يم. نور مې زړه تنګ شو. ما ته خو يوه ښکلې کيسه ووايه !

مور يې کتاب را واخيست او تر ټولو اوږده کيسه يې پکې راواړوله. د کيسې په لوستو يې پيل وکړ او ورسره يې د احمد په وېښتانو کې ورو ورو ګوتې را تېرولې .

 

لږ وروسته يې مور له کوټې ووته او د کور په کارونو بوخته شوه . له ښه ځنډ وروسته يې پام شو چې دا احمد ولې ماته غږ نه کوي؟ په منډه کوټې ته راغله. د احمد په ليدو موسکۍ شوه او ويې ويل؛ زه وايم چې څنګه غلی شوې،  ته خو ويده يې!  ښه خوب او خدای دې راته ښه کړه    .

 

ځنګل او د زړې بیزو کیسه

Dec 18, 2019 29

اجمل تورمان لومړۍ برخه په ځنګله کې د تبرونو غږونو بیزوګان وېرولي وو. هغوی وارخطا وو چې که انسانان د ځنګله ونې ووهي موږ به چېرې ځو؟

د کتاب خوږې خبرې

Dec 16, 2019 29

سلامونه انډيوالانو! خدای دې وکړي چې روغ به یاست او ژمني کورسونه به مو له خيره پيل کړي وي او یا به تيار ورته نيسئ، خو راځئ نن کتاب ته غوږ ونيسو چې موږ او تاسې څه خبرې کوي؛

زه څوک يم؟

Dec 08, 2019 29

سلامونه ګلاليو ماشومانو! خدای دې وکړي چې ازموينې مو په خير تېرې شوې وي، نن راځئ د اغلې فرشتې صالحي دا شعر سره ولولو، خو تر لوستلو وروسته بیا د ټولګې کتابونه هم واياست؛

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې