د سولې په نوم د معاملې بل ګوزار؛ د کابليانو ورک جسدونه به څوک پلټي؟

د سولې په نوم د معاملې بل ګوزار؛ د کابليانو ورک جسدونه به څوک پلټي؟
۱۳ سنبله ۱۳۹۸ 234 0 نظر سرخط

د سولې په نوم د معاملې بل ګوزار؛

د کابليانو ورک جسدونه به څوک پلټي؟

په متحده عربي اماراتو او قطر کې د امریکا او طالبانو تر منځ پر افغان سولې د مخامخ خبرو اترو له پیلېدو سره هم‌مهاله په هېواد کې جګړې زور اخیستی او هره ورځ لسګونه افغان کورنۍ د غم پر ټغر ناستې وي.

امریکا او طالبان تازه پر افغان سولې هوکړې ته سره نږدې شوي او د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی افغان چارواکیو ته د دغه هوکړه‌لیک په اړه د جزیاتو ورکولو په موخه کابل ته راغلی دی.

که څه هم د دواړو لوریو تر منځ د کېدونکې هوکړې بشپړه جزیات نه ‌دي په ډاګه شوي، خو سرخط ته د رسېدلو مالوماتو له مخې، د هوکړه‌لیک په یوه ماده کې لیکل شوي چې په افغانستان کې به یوه اتلس میاشتنۍ انتقالي دوره جوړېږي او په همدې موده کې به نه یوازې د هېواد اساسي قانون تعدیلېږي، بلکې بهرني ځواکونه به هم له افغانستانه وځي.

دغه راز طالبان به تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې لا حضور ولري او د هېواد له بېلابېلو برخو نه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهال پر هغوی برید نه کوي. سره له دې چې دا لا نه‌ ده په ډاګه شوې چې په‌دې موده کې به کوم بین‌ الافغاني اوربند هم وي او که ‌نه، خو طالبانو له وړاندې ویلي چې له امریکا سره تر هوکړې وروسته به هم له افغان دولت سره جګړې ته دوام ورکړي.

په همدې حال کې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد وړمه شپه له یوه خصوصي ټلوېزیون سره په مرکه کې د لومړي ځل لپاره په ډاګه کړه چې د طالبانو په اړه هغه مخکینی تصور یې بدل شوی چې د نورو په واک کې دي. خلیلزاد داسې مهال د طالبانو پر ستاینه بوخت و چې کابل ښار یوې زوروې چاودنې ولړزاوه.

وروسته په ډاګه شوه چې طالبانو د یوه موټربم په وسیله د کابل د نهمې امنیتي حوزې اړوند په قابل‌بای سیمه کې د بهرنیانو یوه کمپ ته څېرمه برید کړی، پړه یې طالبانو ومنله او له کبله یې ۱۶ افغانان شهیدان او ۱۴۰ نور ټپیان شول.

د طالبانو موټربم چاودنه دومره زوروره وه چې نږدې ټول کابل ته یې ټکان ورکړ او د چاودنې په شاوخوا کې د عامو خلکو لسګونه کورونه، موټر، هټۍ او د تېلو پمپ ویجاړ او سوځول شو دی.

د راپورونو له مخې، په سیمه کې داسې کورونه هم وو چې ټول را غورځېدلي او اوسېدونکي یې نادرکه دي.

ولسمشر محمداشرف غني او د ملي امنیت شورا پر عامو خلکو د طالبانو د دغه برید د غندنې تر څنګ، هغوی د بهرنیو هېوادونو لاسپوڅي بللي او ټینګار یې کړی چې د تېر په څېر یې یو ځل بیا د پردیو د خوښې لپاره د افغانانو کورونه وران کړل او ګڼ ‌شمېر هېوادوال یې په وینو کې لت‌ پت کړل.

اوس یو شمېر کابل ښاریان وايي، طالبان د پردیو مزدوران دي او د هغوی په لارښوونه یې تل عام وګړي په نښه کړي او نه غواړي افغانان ارام ژوند وکړي.

د دوی په وینا، طالبان د دې لپاره چې پردي خوشحاله کړي او د افغان سولې په نوم روانه معامله کې ډېر امتیاز واخلي او د خپل هېواد او خلکو د ګټو پر ځای، د بهرنیو هېوادونو، په ځانګړې توګه د پاکستان موخې او ګټې په‌کې وساتي، پر عامو افغانانو بریدونه کوي او هغوی د غم پر ټغر کېنوي.

د چارو یو شمېر شنونکي بیا د افغان سولې په نوم د امریکا او طالبانو تر منځ پر روانو ګنګو مذاکراتو او په تړاو یې د امریکا پر دوه‌مخي دریځ نیوکه کوي او وايي، امریکایان له یوې خوا د ترهګرو پر وړاندې له افغانستان سره د همکارې ټټر وهي، خو بل خوا بیا پر افغانستان له پاکستان او طالبانو سره پر معاملې بوخت دي.

د سیاسي چارو شنونکی عبیدالله څرګند وايي، امریکا باید د افغانستان پر راتلونکي سرنوشت معامله و نه کړي او د سولې په نوم روانو مذاکراتو کې هره پرېکړه له افغان حکومت او افغانانو سره په همغږي او خوښه وکړي.

د ده په وینا، د امریکا او طالبانو تر منځ تېرې خبرې اترې له افغانانو پټې شوي او په ‌کار ده چې امریکا له افغانستان سره د سټراټېژیک او امنیتي تړون له مخې، وړاندې ګامونه واخلي، که‌ نه بدې پایلې لرلای شي.

څرګند زیاتوي، د افغانستان راتلونکی سرنوشت په افغانانو پورې اړه لري او د طالبانو په ګډون، هيڅ بهرنی هېواد او د هغوی لاسپوڅي نه‌شې کولای، پر سر یې معامله یا پرېکړه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا او طالبانو تر منځ د افغان سولې په نوم له شاوخوا لس میاشتو خبرو اترو وروسته دواړه لوري یوې نسبي هوکړې ته رسېدلي او ښايي تر لاسلیک وروسته یې بین ‌الافغاني خبرې اترې پیل شي.

 

 

د ای‌ايس‌ای دویم انتخاب؛ له طالبانو وروسته د پاکستان حکمتيار ته سترګې دي

Sep 16, 2019 29

پاکستان چې په سیمه کې د افغانانو ستر دوښمن دی او تل یې د افغانستان پر وړاندې داسې تګلاره غوره کړې چې له کبله یې هېواد د جګړې د ډګر په توګه ساتل شوی، لسګونه زره افغانان پکې [...]

نوماندان د خير په غوڼدۍ ناست دي؛ کمپاین یې نه‌شته، خو ځانونه بریالي بولي

Sep 14, 2019 29

که څه هم ولسمشري ټاکنو ته په شمار ۱۲ ورځې پاتې دي، خو ډېرو نوماندانو یې لا هم لازمې ټاکنیزې سیالۍ نه‌ دې کړې

د سولې خبرې؛ امریکا ځان او افغانان دواړه غلطوي

Sep 08, 2019 29

له هغه وروسته چې د امریکا او طالبانو تر منځ د افغان سولې په تړاو مخامخ خبرې اترې پیل شوې، د امریکا متحده ایالاتو لوړپوړي چارواکي هڅه کوي چې له افغانستانه د خپلو ځواکونو ايستلو [...]

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې