فرهنګ څه دی؟ فرهنګي څوک دی؟

فرهنګ څه دی؟ فرهنګي څوک دی؟
۱۳ سنبله ۱۳۹۸ 81 0 نظر سرخط

فرهنګ څه دی؟ فرهنګي څوک دی؟

ايمل جلال

کلونه وړاندې چې به کله جلال‌اباد ته لاړم؛ نو د ننګرهار د دولتي ټلوېزیون په ماښامني خبري سرویس کې مې دا کلیشوي ترکیب ډېر اورېده؛

«د محمد اصف غمشریک په مشري د لوی ننګرهار یو شمېر فرهنګیانو نن په شاهي ماڼۍ کې د ننګرهار د والي محمد شفیق ګل اغا شېرزي سره وکتل...»

هغه مهال په دې نه پوهېدم چې دا څوک دي‌ او ولې ځانونه «فرهنګیان» بولي؟ کله چې په ترکیه کې د فرهنګي مطالعاتو محصل شوم، یو ځل بیا پورتنۍ پوښتنه را په زړه شوه. دا ځل راته مهمه وه چې پوه شم چې له فرهنګ سره زموږ چلند څه ډول دی؟ څومره پرې پوهېږو او تر کومه بریده ورته ارزښت ورکوو؟ دا لیکنه په افغانستان کې او په تېره بیا د پښتنو تر منځ د فرهنګ د ځای او پېژندګلوي په اړه د یوې نسبتاً اوږدمهالې هڅې پیل دی چې که خدای کول په راتلونکې کې به د همدې مجرا له لارې پرې بحثونه وکړو. راځئ دا لړۍ د «فرهنګ» د تعریف سره پیل کړو.

فرهنګ څه دی؟

که څه هم دا سخته پوښتنه ده. نه یوازې زما لپاره بلکې د فرهنګ، انټروپولوژي، ټولن‌پوهنې او نورو علمي برخو د متخصصانو تر منځ هم د دې پديدې د تعریف پر سر اوږدې ناندرۍ شته دی. مثلاً په ۱۹۵۲ کال کې دوو تنو امریکايي انټروپولېژسټانو د فرهنګ لپاره ۱۶۴ جلا تعریفونه را ټول کړي دي. فرهنګي مطالعات یو منځرښتیز ډیسپلین دی او تاریخ، ټولنې، هنر، انټروپولوژي، سیاست، سیاسي اقتصاد او حتا د ټېکنالوژي د برخو پوهانو د خپل مزاج مطابق ورته جلا جلا تعریفونه موندلي دي.

راځئ لومړی یې لنډ او عام‌فهمه اصطلاحاتو په واسیله تعریف کړو او بیا پرې نسبتاً ژور تیوریک بحث وکړو. فرهنګ یا په لاتیني اصطلاح کلتور د انساني ټولنې د ورځني ژوند د ټولو کړو وړو، عقایدو، افکارو او راکړې ورکړې مجموعه ده چې موږ ته هویت را کوي. يانې دا فرهنګ دی چې موږ پرې یو بل پېژنو. فرهنګ لکه دوه اړخیزه توره د انسان په لاس جوړېږي یا تولیدېږي او بیا بېرته انسان جوړوي. په بل ساده عبارت انسان د فرهنګ هم خالق دی او هم مخلوق. مثلاً د «کلتور» یا کلچر د لاتیني اصطلاح لغوي مانا کرنه یا د فعل په حالت کې کرل دي.

 مفهوم یې هم د ځاييتوب او یا د هغې مشخصې ځمکې اړوند ارزښتونه دي چې دی په کې کرل کېږي او نمو کوي. خلاصه هر هغه څه چې موږ پرې پېژندل کېږو او له نورو سره توپیر لرو، هغه فرهنګ دی. د فرهنګ تاریخ د بشري ټولنې د تاریخ هومره لرغونی دی. د دې تعریف د اسانتیا لپاره پوهانو په دوه برخو وېشلی دی؛

۱ . مادي فرهنګ؛

هر هغه څه چې خارجي وجود ولري او د بشري تاریخ له لومړیو تر ننه پورې یې انسان کاروي، هغه مادي فرهنګ دی. لکه کورونه، جامې او د ورځني ژوند هغه ټول مرستندوی وسایل چې د ټکنالوژي پر مټ یې موږ تر ننه کاروو. په بل عبارت د معمارې او ټکنالوژي ټول ابزار د مادي فرهنګ برخه ده چې موږ ورته سمبولونه هم وایو.

۲ . معنوي فرهنګ؛

افکار، عقاید، رسوم او رواجونه، دودونه، رواني حالت، توقعات، وېرې او امېدونه او هغه څه چې د تاریخ په اوږدو کې د انسان د فکري تولید زېږنده دي، د معنوي فرهنګ برخې دي. مثلاً د هنر او ادبیاتو په ګډون د ټولنیزو علومو نږدې ټولې رشتې د معنوي فرهنګ برخې دي چې د انسان په لاس تولید شوې دي.

د دې دواړو تر منځ تر ټولو مهمه اړیکه دا ده چې فرهنګ لکه نور تولیدي ابزار د انسان په لاس تولېدېږي، مصرفېږي او د دوام لپاره بیا بیا تولیدېږي. دا چې څنګه تولیدېږي؟ راځئ لږ ژور او تیوریک بحث وکړو.

د فرهنګ تولیدي بهیر؛

انسان د خپل فزیکي شتوالي او د نسل د بقا لپاره مجبور دی دوه کارونه وکړي او تکرار یې کړي. لومړی باید په ګروپي او مجموعي ډول د نورو انسانانو سره په ګډه ژوند وکړي چې موږ ورته ټولنیز ژوند وايو. دویم باید تولید وکړي. يانې تر ټولو ابتدايي مرحله کې باید د خېټې د مړولو او سرپناه لپاره خپل خواړه او استوګن‌ځای جوړ کړي. دا کار باید بیا بیا تکرار کړي، تر څو ژوندی پاتې شي او د خپل نسل بقا تضمین کړي. که مو پام کړی وي دلته تولید او بیا د دې تکرار له یوې خوا د انسان د فزیکي ژوند د دوام شرط دی او له بله پلوه دا کار په انفرادي ډول نه، بلکې په ټولنیز ډول کېږي.

 انسانان یا انساني ټولنه د نسلي بقا لپاره د کور، جامو، خوړو او نورو ضروري شیانو د تولید لپاره فکري تولید ته هم اړتیا لري تر څو پوه شي چې مثلاً کور څنګه جوړ کړي او خواړه څنګه ومومي. په دې ډول د بشري ټولنې د تکامل تاریخ هم د نسلي بقا او ورځني ژوند د تېرولو د څرنګوالي په موخه د تولید، مصرف او بیا د دوباره تولید د چلونو د زده کولو تاریخ دی چې تر ننه پورې تر موږ را رسېدلی دی.

لنډه دا چې هغه څه چې موږ یې ټکنالوژي بولو له ماقبل التاریخه پیل او تر ننه را رسېدلې ده چې یوازې یې بڼه بدله شوې. يانې پرمختګ یې کړی خو موخه یې چې د انسان د نسل د بقا تضمین دی، هيڅکله نه ده بدله شوې.

په دې تولیدي بهیر کې انسان په انفرادي ډول نه، بلکې په جمعي ډول برخه اخلي. مثلاً کورنۍ، بېلابېل جماعتونه او ګروپونه او بالاخره ټولنه په مجموعي ډول په تولید کې له یو بل سره مرسته کوي. دا فزیکي مرسته، اړیکي او همکاري په عین حال کې پر معنوي او روانې اړیکو هم اغېزه لري. د انسان روانې حالت، دیني او عقیدتي لېوالتیا، ایډیولوژیک موقف، له ژونده او د ټولنې له نورو غړو توقعات او داسې نور فکټورونه هم تولیدېږي او لکه د ځنځیر حلقې تکرارېږي. د تولید دغه ټوله مادي، معنوي او رواني پروسه په ټولنه کې جریان لري چې خالق یې انسان دی. فرهنګ هم په حقیقت کې د همدې پېچلې پروسې عمومي نوم دی.

د تولید پروسه یا په ټولنه کې د انسانانو تر منځ تولیدي اړیکې یوازې پر همکارې او همغږي ولاړې نه دي. په عین حال کې په ټولنه کې د مېشتو انسانانو تر منځ د تقابل او تضاد په پایله کې د تولید پروسه تاریخي او تکاملي بڼه غوره کوي. په دې اساس انسان چې له کله جمعي ژوند ته مخه کړې ده، د فرهنګ تاریخ هم له همدې ځایه پیل شوی دی. يانې انسان چې کرنه کشف کړه او په دې پوه شو چې د ښکار پر ځای په ځمکه کې د کرل شویو تخمونو له لارې د خوړو موندل او تولید اسانه کار دی، د فرهنګ د را منځ ته کولو په برخه کې یې لومړنی انقلاب بریالی شوی.

راځئ دا پروسه لکه تمثیلي پارچه داسې تشرېح کړو. مثلاً تا په دښته کې د کرکیلې لپاره یوه ټوټه ځمکه اباده کړه. که په ځمکه کې غنم کرې نو مجبور یې چې یو خو ورته همالته پاتې شې تر څو حاصل وکړي. دویم دا چې د کرکیلي په برخه کې له نورو انسانانو مرسته وغواړې، ځکه په یوازې ځان دا کار نهشې کولای. درېيم دا چې د حاصلاتو د زېرمې، ساتنې او پالنې لپاره باید سرپناه ولرې. ځکه که غنم کرې او ۵ – ۶ میاشتې ورته انتظار وباسې؛ نو باید په مناسب ځای کې یې زېرمه کړې او ترې ساتنه وکړې. دا پروسه د یو کس له وسې پوره نه ده. مجبور او مکلف یې چې په جمعي یا ټولیز ډول له یو بل سره همکارې وکړې یا اشر وکړې. د اشر کولو یا متقابلې همکارې همدا ابتدايي فکر د فرهنګ په نامه د پدیدې د را منځ ته کېدلو پیلامه ده.

اوس نو ستا په څېر نورو انسانانو چې غنم کرلي دي، یا هغوی چې نه دي کرلي او سترګې یې ستا غنمو ته نیولې دي، ته مجبور او مکلف یې چې د لومړۍ ډلې سره همکارې وکړې او له دویمې ډلې د خپلو غنمو د ساتنې لارې چارې ولټوې. په حقیقت کې د همکارې او تقابل دا پروسه د فرهنګ په بیا تولید، پرمختګ او راتلونکيو نسلونو ته د انتقال په برخه کې مرسته کوي.

 د غنمو د ساتنې د لارو چارو لټول بیا په دې مانا دي چې ته باید لومړی دا پروسه زده کړې او بیا راتلونکيو نسلونو ته یې هم انتقال کړې. مثلاً که د غنمو د ساتنې لپاره توره جوړوې او کسان ورته نیسې او یا هم داسې کلا جوړوې چې څوک ورته نه‌شې ننوتلای، دا ټول پوهې ته اړتیا لري. پوهه ټکنالوژي تولیدوي او دا ټکنالوژي بیا راتلونکيو نسلونو ته انتقالېږي. د انسان سره د فرهنګ انتقال هم په همدې ډول دی.

دا پورتنۍ پروسه له ننه شاوخوا ۱۵- ۲۰ زره کاله وړاندې پیل شوه او کله چې تر موږ را رسېدله؛ نو دومره یې پرمختګ وکړ چې تصور یې نه‌شې کېدلای، خو د فرهنګ تاریخي بهیر د دې لیکنې له وسې پوره نه ده خو په نړۍ کې د صنعتي انقلاب سره سم د فرهنګ د تولید، مصرف او بیا ځلي تولید کیسه ډېره پېچلې شوه. په دې اړه به په راتلونکيو لیکنو کې بحث وکړو.

پایلې او درسونه؛

د فرهنګ پورته تعریف ته په کتلو سره د لا اسانتیا لپاره دا موارد درسره نوټ کړئ.

بې‌فرهنګه ټولنه یا د انسانانو مجموعه ناشونې ده. هره انساني ټولنه باید فرهنګ ولري. دا که په نیویارک کې ژوند کوي، که په افغانستان کې او که د امازون په ځنګلونو کې.
فرهنګ د یوې ټولنې د پېژندګلوی تذکره ده. يانې کله چې یو څوک ګورئ او سمدستي وایئ چې دا پښتون دی، په حقیقت کې تاسې هغه فرهنګ ته اشاره کوئ چې دی یې استازیتوب کوي. یا مثلاً که د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو ۲۰ تنه لوڅ لغړ درته مخامخ ودرېږي، تاسې یې په پېژندګلوي کې پاتې راځئ. فرهنګ په ورځني ژوند کې د وسایلو په څېر د انسان په لاس بیا بیا تولیدېږي. دا پروسه به تر قیامته دوام لري.

رښتیا پاتې شوه د لوی ننګرهار د «فرهنګیانو» خبره. یا دا پوښتنه چې فرهنګي څوک دی؟ دا پوښتنې تاسې ته پرېږدم. د فرهنګ د پورتني تعریف په رڼا کې دا ستاسې کورنۍ دنده ده چې ومومئ چې فرهنګي څه مانا؟ موږ ولې خلک فرهنګیان بولو؟ ایا دا ډول تثبیت سم دی؟ که سم نه وي؛‌ نو ولې را منځ ته شوی دی؟

 

د حکمتیار مشکل

Sep 17, 2019 29

ایمل جلال ورځ دوه مخکې ملګري وصیل فیضي لیکلي و چې «ګلبدین داسې غږېږي لکه پر سر یې چې امریکا او ناټو نه، بلکې شوروي ناست وي.»

د کربوړي وژل ثواب که خطا؟

Sep 16, 2019 29

دويمه وروستۍ برخه زبیرافغان بل لور ته د دې حدیثونو مخالف کره روایات هم شته چې رسول الله يې د قتل امر نه دی کړی، حدیث کې دي؛

په ښوونيز سيسټم کې د بدلون اړتيا

Sep 15, 2019 29

ژباړه؛ محمد اغا ابراهیم خېل موږ په داسې یو هېواد کې ژوند کوو چې کلونه، کلونه د جګړې ډګر پاتې شوی، وګړي یې ناهیلي، ځوانان کډوال شوي، ښوونځي او پوهنتونونه وران شوي، د سوداګري [...]

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې