پاسورډونه ژر ژر بدلوئ

پاسورډونه ژر ژر بدلوئ
۱۱ سنبله ۱۳۹۸ 82 0 نظر سرخط

پاسورډونه ژر ژر بدلوئ

په انلاین یا پر لیکه نړۍ کې د پټ نوم یا پاسورډ خوندي ساتل یو له مهمو برخو ګڼل کېږي، ځکه څومره چې پاسورډ خوندي وي، په هماغه کچه د کاروونکي مالومات خوندي ساتل کېږي.

خو اوس د انټرنيټ تر ټولو مشهور لټون ماشین ګوګل خبرداری ورکړ چې په نړۍ کې سلګونه زه کسان هغه پاسورډ کاروي چې مخکې غلا شوی دی.

ګوګل په یوه خپور شوي راپور کې ویلي، دوی دا مالومات له ګوګل کرومه تر لاسه کړي او هکرانو چې د دې براوزر له لارې څومره پاسورډونه غلا کړي، هغه اوس هم ډېر خلک کاروي.

راپور زیاتوي، دا کسان چې غلا شوي پاسورډونه کاروي، ګوګل کروم ورته په ځلونو خبرداری هم ورکړی دی چې مالومات او ډېټا یې په خطر کې ده، خو دوی بیا هم هماغه غلا شوي پاسورډونه کاروي.

ګوګل وايي، د دوی مالومات ښيي چې څه باندې ۸۱ زره کاروونکي د ناپامې او ټنبلې له کبله غلا شوي پاسورډونه کاروي چې دا د دوی انلاین یا پر لیکه نړۍ محرمو مالوماتو ګواښ پېښولای شي.

د نړۍ چټک موټر

Sep 17, 2019 29

له سرخطه به مو د چټکې بې‌پیلوټه الوتکې، موټرسایکل او نورو وسایطو په اړه ډېر اورېدلي وي، خو نن درته داسې موټر درپېژنو چې د نړۍ تر ټولو چټک هغه بلل شوی دی.

تودوخه بېټرۍ هم چارجوي

Sep 16, 2019 29

په نړۍ کې اوس‌ مهال له یو اربه ډېر خلک د برېښنا له نعمته بې‌‌برخې دي، خو د برېښنا غم خوړولو لپاره انجینیران په دې لټه کې دي چې نوې تجربې او لارې چار ولټوي.

ښځو ته يو بل زېری

Sep 15, 2019 29

د ځیرکو موبایلونو نړیواله مشهوره کپمنۍ اپل د خپل نوي ځیرک موبایل تر څنګ نوې لاسي ګړۍ هم بازار ته راباستلې چې مخکېنیو په پرتله ډېره ځیرکه بلل کېږي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې