ځمکه په ما ګرانه ده

ځمکه په ما ګرانه ده
۱۱ سنبله ۱۳۹۸ 73 0 نظر سرخط

ځمکه په ما ګرانه ده

سلامونه يارانو! کله کله چې خوشاله ياست طبېعت ته شعرونه واياست؟ لکه په شپه کې سپوږمۍ ته، ستورو ته او سهارني لمر ته، خو نن راځئ د اجمل تورمان کاکا دغه شعر چې ځمکې ته يې ويلی په ګډه سره ولولو؛

***

 

ستوري به بيا شمارمه

شپه چې ښه پـــــخه شي بيا

 

اوس اسمان ته نه ګــــــورم

 ځمکه به خــــپه شي بيا

 

ځمکه په ما ګرانه ده

 ځمکې په ســــر کــــور لــرم

 

يو مــــې دی دادا پکــــې

 بل ادکه مـــور لـــــرم

 

پلار زما ګنډونکی دی

 ښه ډولـي خولۍ ګنډي

 

مور مې پې خامک کوي

 په څنډو يې مرۍ ګنډي

 

خـــــولۍ به مې پر ســــر کړمـــه

 ښکلـــی به ښکارېږمه

 

ﻻس به مـــــې پرې ايښی وي

 ډېر به پې ډارېږمه.

 

 

شپې او ورځې ولې ۲۴ساعته دي؟

Sep 16, 2019 29

سلامونه يارانو! نن غواړو دا مهم مالومات تاسې ته وړاندې کړو، خو په دې شرط چې ګټه ترې واخلئ!

چرګه

Sep 14, 2019 29

سلامونه يارانو! تاسې چرګه پېژنئ؟ چرګه هګۍ اچوي چې خوراک يې ډېرې ګټې لري، کله کله په کورنو کې سپين‌سارې چرګې په هيګو کېنوي او بیا واړه بچيان له هګيو را وځي، نن غواړو د نګينې [...]

هېرجن خو به نه یاست؟

Sep 08, 2019 29

سلامونه يارانو! خوږو ماشومانو! دغه مالومات ولولئ چې بدن مو روغ او حافظه مو قوي شي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې