په کندز کې د تصفیوي عملیاتو پر مهال ۳۶ طالبان وژل شوي
۱۰ سنبله ۱۳۹۸ 197 0 نظر sarkhat.af

په کندز کې د تصفیوي عملیاتو پر مهال ۳۶ طالبان وژل شوي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د کندز ښار په بشپړ ډول د دولت له وسله والو مخالفانو تصفیه شوی دی.

د کورنیو چارووزارت ویندوی نصرت رحیمي وايي، د کندز ښار او لمنو په تصفیوي عملیاتو کې یې ۳۶ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

رحیمي ویلي، د کندز د چوک د تېر ماښام په انتحاري حمله کې د کندز د امنیې قوماندانۍ ویندوی سید سرور حسیني وژل شوی دی.

د ده په وینا، په دې برید کې د کندز امنیه قوماندان منظور ستانکزی ټپي شوی، خو روغتیايي حالت یې ښه دی.

د کندز په دې انتحاري حمله کې لږترلږه ۱۰ تنه ووژل شول او ۵ نور ژوبل شول.

 

په پروان کې د طالبانو برید ۲۴ کسان شهیدان کړل

Sep 17, 2019 29

په پروان ولایت کې د ولسمشریزو ټاکنو نوماند محمداشرف غني کمپایني غونډې ته نږدې د طالبانو ځانمرګي ۲۴ کسان شهیدان کړي او ۳۲ نور ټپیان دي.

په هلمند کې له ۲۰ ورځو راهیسې څه باندې ۶۵ طالبان وژل شوي

Sep 17, 2019 29

کورنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ادعا کوي چې امنیتي او دفاعي ځواکونو په تېرو شلو ورځو کې د هلمند ولایت په بېلابېلو برخو کې څه باندې ۶۵ وسله‌وال طالبان وژلي او ګڼ [...]

ټرمپ: پر طالبانو یې تر بل هر وخته ځپوونکي بریدونه پیل کړي

Sep 15, 2019 29

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، وسله‌وال طالبان دا مهال تر بل هر وخته ډېر تر سختو بریدونو لاندې نیول شوي دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې