کرېکټ؛ له ۱۹ کلنو کم عمره لوبغاړي د اسیا جام لپاره چمتوالی نیسي
۱۰ سنبله ۱۳۹۸ 215 0 نظر سرخط

کرېکټ؛ له ۱۹ کلنو کم عمره لوبغاړي د اسیا جام لپاره چمتوالی نیسي

کرېکټ؛ له ۱۹ کلنو کم عمره لوبغاړي د اسیا جام لپاره چمتوالی نیسي

کرېکټ بورډ وايي، د سرېلانکا په پلازمېنې کولمبو کې له ۱۹ کلنو کم عمره کرېکټ ملي لوبغاړيو د اسيا جام سياليو لپاره په چمتووالي بوخت دي.

له دغه بورډه په خپرو شویو مالوماتو کې زیاته شوې، دوی د دريمې ورځې لپاره هم تمرينات وکړل چې د افغان لو‌‌‌‌‌‌بډلې د روزونکيو په غوښتنه د تمریناتو په جریان کې د سويلي افریقا پخوانى مشهور لوبغاړی جونټي رهو‌‌‌‌‌‌ډز هم د لوبغاړو لیدلو ته ورغلی و.

سرچینه زیاتوي، جونټي رهو‌‌‌‌‌‌ډز د غوره توپ نیونې په اړه له افغان لوبغاړيو سره خپلې تجربې او مشورې شریکې کړې.

دا سیالۍ د روانې مېلادي میاشتې په پنځهمه نېټه پیلېږي او د همدې میاشتې په ۱۴ پای ته رسېږي او لومړۍ لوبه به د هندوستان او کویټ لوبډلو تر منځ وي.

د بنګله‌دېش لوبډله د شل اوریزو سیالیو لپاره هم پاکستان ته نه شي تللی

Dec 29, 2019 29

د بنګله‌دېش کرېکټ بورډ د امنیتي ګواښونو له امله له پاکستان سره شل اوریزو سیالیو ته د شک په سترګه ګوري.

ویرنون پلينډر له نړیوال کرېکټ نه استعفا وکړه

Dec 25, 2019 29

د سوېلي افریقا الرونډر ویرنون پلينډر د نړیوال کرېکټ له هر فارمټ نه خپله استعفا اعلان کړه.

د نبي په لرې کېدو رنګپور رنجرز لومړۍ بریا خپله کړه

Dec 23, 2019 29

رانګپور رنجرز لوبډلې د بنګله‌دېش د کرېکټ غوره لیګ سیالیو په بهیر کې داسې مهال څلور لوبې سر پر سر بایلودې چې محمدنبي یې لوبډلمشري کوله.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې