د طالبانو ټپي قومندان په پاکستان کې ساه ورکړه
۱۰ سنبله ۱۳۹۸ 1241 0 نظر sarkhat.af

د طالبانو ټپي قومندان په پاکستان کې ساه ورکړه

د غزني چارواکو تائید کړه چې د قره باغ په ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو قاضي عبدالحی مدثر د سختو ټپونو له امله ساه ورکړې ده.

د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري پرون د اګست په ۳۱مه ویلي، په قره باغ ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو مشهور قوماندان او په قضايي برخه کې مهم غړی عبدالحی مدثر وژل شوی دی.

عارف نوري وویل چې قاضي مدثر څو ورځې وړاندې د قره باغ ولسوالۍ په ګاومېشک سیمه کې ټپي شوی و او د درملنې لپاره پاکستان ته لېږدول شوی و.

د غزني د والي د ویاند په وینا، هغه د شنبې په شپه د پېښور ښار په نشتراباد روغتون کې مړ شوى دی.

خو وسله والو طالبانو ویلي چې په دې نامه د دوی کوم غړی نه دی وژل شوی.

 

قوماندان عليپور د چاپېريال ساتنې موټرونه او سړي تښتولي

Jan 16, 2020 29

سرخط ته سرچينو ويلي دي چې د ميدان وردګو ولايت په بهسودو ولسوالۍ کې ځایي زورور قوماندان عليپور د چاپېريال ساتنې دوه موټر او يو لوډر برمته کړي دي.

په پروان کې د طالبانو برید ۲۴ کسان شهیدان کړل

Sep 17, 2019 29

په پروان ولایت کې د ولسمشریزو ټاکنو نوماند محمداشرف غني کمپایني غونډې ته نږدې د طالبانو ځانمرګي ۲۴ کسان شهیدان کړي او ۳۲ نور ټپیان دي.

په هلمند کې له ۲۰ ورځو راهیسې څه باندې ۶۵ طالبان وژل شوي

Sep 17, 2019 29

کورنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ادعا کوي چې امنیتي او دفاعي ځواکونو په تېرو شلو ورځو کې د هلمند ولایت په بېلابېلو برخو کې څه باندې ۶۵ وسله‌وال طالبان وژلي او ګڼ [...]

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې