ځانګړو ځواکونو پر کندز ښار د طالبانو برید پر شا تمبولی
۹ سنبله ۱۳۹۸ 281 0 نظر sarkhat.af

ځانګړو ځواکونو پر کندز ښار د طالبانو برید پر شا تمبولی

ځایي چارواکي وایي چې د کندز پر ښار د ورسله والو طالبانو د تېرې شپې برید پر شا تمبول شوی.

د چارواکو په خبره چې د کندز ښار پر امنیتي پوستو له څو خواوو د وسله والو طالبانو پیل شوی برید د شپې له یوې نیمې بجې پیل او تر ۴نیمو یې دوام وکړ.

د کندز د امنیې قوماندانۍ ویاند سید سرور حسیني ویلي، چې برید پر شا تمبول شوی او او په سیمه کې تازه دمي ځواکونه ځای پرځای شوي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

اخوا وسله وال طالبان د کندز ښار په برید کې د امنیتي پوستو د نیولو او د وسلو د لاسته راوړلو ترڅنګ د ګڼو افغان ځواکونو د وژلو او نیولو ادعا کوي.

 

قوماندان عليپور د چاپېريال ساتنې موټرونه او سړي تښتولي

Jan 16, 2020 29

سرخط ته سرچينو ويلي دي چې د ميدان وردګو ولايت په بهسودو ولسوالۍ کې ځایي زورور قوماندان عليپور د چاپېريال ساتنې دوه موټر او يو لوډر برمته کړي دي.

په پروان کې د طالبانو برید ۲۴ کسان شهیدان کړل

Sep 17, 2019 29

په پروان ولایت کې د ولسمشریزو ټاکنو نوماند محمداشرف غني کمپایني غونډې ته نږدې د طالبانو ځانمرګي ۲۴ کسان شهیدان کړي او ۳۲ نور ټپیان دي.

په هلمند کې له ۲۰ ورځو راهیسې څه باندې ۶۵ طالبان وژل شوي

Sep 17, 2019 29

کورنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ادعا کوي چې امنیتي او دفاعي ځواکونو په تېرو شلو ورځو کې د هلمند ولایت په بېلابېلو برخو کې څه باندې ۶۵ وسله‌وال طالبان وژلي او ګڼ [...]

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې