سوله که ټاکنې؛  نوماندان دې پر سوله کمپاین نه کوي
۹ سنبله ۱۳۹۸ 421 0 نظر سرخط

سوله که ټاکنې؛ نوماندان دې پر سوله کمپاین نه کوي

سوله که ټاکنې؛

 نوماندان دې پر سوله کمپاین نه کوي

که څه هم د سولې او ټاکنو روانې پروسې دوې بېلې او ملي پروسې دي، خو اوس چې دواړه په یوه وخت کې سره یو ځای شوي، پر یوې او بلې یې خپل سیوری غوړولی او افغانان یې په دوو کې حیران کړي چې کومه یوه غوره او لومړیتوب ورکړي.

ځینې پر دې باور دي چې ټاکنو ته دې پر سولې لومړیتوب ورکړل شي، ځینې وايي، سوله مهمه ده او په‌ کار ده چې لومړی یې په تړاو روانه پروسه بریالۍ شي او ور پسې دې ټاکنې وشي، خو یو شمېر نور خلک بیا ټینګار کوي چې یادې دواړه ملي پروسې د افغانانو لپاره مهمې دي او د هېواد راتلونکی ورسره تړلی؛ نو په ‌کار ده چې هم ټاکنو ته لاړ شو او هم ورسره هم‌مهاله د سولې پروسه پر مخ بوځو.

دغه وضعیت نه یوازې خلک، چارواکي او ان د ولسمشري نوماندان سره وېشلي، بلکې نوماندان د نورو مسایلو تر څنګ، اوس د سولې پروسه هم په خپلو ټاکنیزو کمپاینونو کې د وسیلې او شعار غوندې کاروي چې نه یوازې دغې ملي او مهمې پروسې ته دوی ژمن نه ‌دي، بلکې د دوی ناسمه استفاده دا پروسه له خنډ او ځنډ سره مخ کولای شي.

تېره اوونۍ د ولسمشري نوماند عبدالله عبدالله چې ټول سیاسي ژوند یې په لانجو او مخالفتونو کې تېر شوی او کلونه کلونه یې په هېواد کې د سولې پروسې په مخ کې په یو ډول نه یو ډول خنډ ګرځېدلی او عملاً یې مخالفت کړی، وویل چې د سولې لپاره تیار دی له نوماندي یا هم څوکۍ تېر شي، خو هغه مخینه ښيي چې د څوکۍ څومره شوقي دی او تر اوسه یې لپاره څه نادودې نه‌ دې کړي.

په همدې حال کې د ولسمشري یوه بل نوماند رحمت‌الله نبیل هم پرون په یوه کمپایني غونډه کې وویل، که داسې رښتینې سوله راځي چې په هېواد کې روانه جګړه ورسره پای مومي؛ نو تیار دی چې له ټاکنو تېر او ځنډ یې ومني، خو په وینا یې، دا کار د هغې سولې لپاره باید و نه‌ شي چې له پردیو چینلونو افغانستان ته راځي.

خو د چارو یو شمېر شنونکي که څه هم د یوې رښتینې او تلپاتې سولې لپاره د ټاکنو ځنډ یو ښه ګام بولي، خو زیاتوي چې د سولې روانې پروسې ته په کتو، دا تضمین ناشونی دی په افغانستان کې دې د روانې جګړې د پای لامل شي.

د سیاسي چارو شنونکی محمدالله تړون وايي، افغانان د سولې تږي دي او ورته رسېدل یې یوازېنۍ هيله او غوښتنه ده، خو په وینا یې، افغان حکومت، سیاستوال او عام خلک باید نه یوازې د سولې روانې پروسې د بریا لپاره کار وکړي، بلکې ورسره هم‌مهاله باید ټاکنې هم وشي، څو په هېواد کې یو مشروع او قانوني حکومت جوړ شي او بیا په یوه پیاوړي دریځ له طالبانو سره د سولې خبرو اترو مېز ته کېني.

په همدې حال کې مدني فعال شېرشاه حفیظ وايي، د ولسمشري نوماندان دې د سولې له ملي او مهمې پروسې دې د وسيلې او شعار کار نه اخلي او نه دې هم په‌ دې سره د خلکو سترګو ته خاورې ور شیندي.

د ده په وینا، د ولسمشري نوماندانو ته په ‌کار ده چې اوس د ټاکنو لپاره خپل چمتووالی ونیسي، خلک یې ګډون ته وهڅوي او دا ملي او ولسواکه پروسه په خپل پراخ ګډون او څارنې سره بریالۍ کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې په اړه د امریکا او طالبانو مخامخ خبرې اترې له تېرو شاوخوا لس میاشتو راهیسې د قطر په پلازمېنې دوحه کې روانې دي او لا هم بین‌ الافغاني خبرو اترو ته لار نه‌ ده هواره شوې او نه هم تمه کېدای شي چې په هېواد کې د روانې پردۍ جګړې د پای ته رسېدو او د سولې راتلو په اړه د افغانانو را ټوکېدلې هیلې ژر او په اسانې یوې ښې پایلې ته ورسېږي.

 

خونړۍ لويې لارې؛ تېر نيم کال موټرو سلګونه مسافر بلې نړۍ ته رسولي

Jan 08, 2020 29

د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، د ۲۰۱۹ مېلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ۲۰۱۸ مېلادي کال د لومړیو ۶ میاشتو په پرتله په ټرافیکي پېښو کې ۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

امارت بیا په شمال کې؛ طالب ځريو په جوزجان کې پر ولس اسمان را ټيټ کړی

Dec 29, 2019 29

که څه هم وسله‌والو طالبانو له تېرې شاوخوا یوې نیمې لسیزې راهیسې په هېواد کې د جګړې له پیل سره هممهاله پر عامو وګړیو هم بېلابېل ظلمونه پیل کړي

د بې‌سوادي پر ګړنګ؛ ميليونونه ماشومان له مکتبه پاتې دي

Dec 25, 2019 29

د ښځو او ماشومانو د حقونو یوه څېړنیز بنسټ موندنې ښيي چې ۶۳ سلنه نجونې تر ۱۵ کلني وړاندې زده‌کړې پرېږدي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې