په غزني کې د مېرمنو لپاره لومړنی کافي‌‌شاپ جوړ شو

په غزني کې د مېرمنو لپاره لومړنی کافي‌‌شاپ جوړ شو
۳ سنبله ۱۳۹۸ 93 0 نظر sarkhat.af

په غزني ولایت کې د مېرمنو لپاره د مېرمنو له لوري کافي شاپ جوړ شو.

د دغه کافي شاپ مسؤلې معصومې زرین په سیمه کې خبریالانو ته ویلي دي چې د دغه ډول کوچنیو کاروبارونو په جوړولو سره د مېرمنو په اقتصادي وضعیت کې پراخه بدلون رامنځته کېدای شي.

 زرین دا هم ویلي چې په غزني ښار کې دا لومړنی کافي شاپ دی چې د مېرمنو له لوري د مېرمنو لپاره ځانګړی جوړېږې.

هغې دا هم ویلي چې په دې کافي شاپ ټول نږدې څلور زره ډالر لګښت راغلی دی او دا تمه لري چې په اقتصادي وضعیت کې به يې بدلون رامنځته شي.

 

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې