هوايي برید د لوګر لپاره د طالبانو والي وژلی
۳ سنبله ۱۳۹۸ 430 0 نظر sarkhat.af

هوايي برید د لوګر لپاره د طالبانو والي وژلی

 

 د لوګر چارواکي وايي، د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې د دغه ولايت لپاره د طالبانو د والي په ګډون ٢٢ طالبان وژل شوي دي.

په لوګر کې د څلورمې پلې لوا وياند احمد شکيل تسل ویلي، بهرنيو ځواکونو تېره شپه د مرکز اړوند په چوڼۍ سيمه کې د دغه ولايت لپاره د طالبانو د والي پر موټر بريد کړى دى.

هغه وايي، په دغه بريد کې د لوګر لپاره د طالبانو د والي حاجي لالا په ګډون پنځه کسان وژل شوي او موټر يې له منځه تللى دى.

د نوموړي په وينا، په همدې شپه بهرنيو ځواکونو په بره کي برک ولسوالۍ کې د طالبانو پر يوه مهم مرکز بريد کړى چې په ترڅ کې یې د طالبانو د قوماندان قاري منير په ګډون ١١ کسان وژل شوي دي.

د تسل د معلوماتو له مخې، تېره شپه د مرکز په پادخاب شانه او د محمد اغې ولسوالۍ په دهنو سيمو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې شوې دي.

هغه وايي، په دغو جګړو کې اووه وسله وال طالبان وژل شوي او دوه نور ژوندي نيول شوي دي.

 وسلهوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه مياشتې وړاندې د ملي دفاع وزارت رسنيو ته ويلي چې د لوګر لپاره د طالبانو والي حاجي لالا يې په څرخ ولسوالۍ کې وژلى دى.

 

قوماندان عليپور د چاپېريال ساتنې موټرونه او سړي تښتولي

Jan 16, 2020 29

سرخط ته سرچينو ويلي دي چې د ميدان وردګو ولايت په بهسودو ولسوالۍ کې ځایي زورور قوماندان عليپور د چاپېريال ساتنې دوه موټر او يو لوډر برمته کړي دي.

په پروان کې د طالبانو برید ۲۴ کسان شهیدان کړل

Sep 17, 2019 29

په پروان ولایت کې د ولسمشریزو ټاکنو نوماند محمداشرف غني کمپایني غونډې ته نږدې د طالبانو ځانمرګي ۲۴ کسان شهیدان کړي او ۳۲ نور ټپیان دي.

په هلمند کې له ۲۰ ورځو راهیسې څه باندې ۶۵ طالبان وژل شوي

Sep 17, 2019 29

کورنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ادعا کوي چې امنیتي او دفاعي ځواکونو په تېرو شلو ورځو کې د هلمند ولایت په بېلابېلو برخو کې څه باندې ۶۵ وسله‌وال طالبان وژلي او ګڼ [...]

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې