د پل‌علم د لومړۍ امنیتي حوزې د سمت امر شهید شوی
۳ سنبله ۱۳۹۸ 314 0 نظر sarkhat.af

د پل‌علم د لومړۍ امنیتي حوزې د سمت امر شهید شوی

د لوګر چارواکي وايي، د وسله والو طالبانو په بريد کې د پل علم ښار د لومړۍ حوزې د سمت امر شهید شوى او يو بل پوليس ټپي دى.

د لوګر د والي وياند ديدار لونګ ویلي، وسله والو طالبانو تېر ماښام د مرکز پل علم اړوند د شکر کلا په سيمه کې د پوليسو پر پوستې بريد کړى دى.

هغه وايي، په دغه بريد کې د پل علم ښار د لومړۍ حوزې د سمت امر لومړى څارن محمد اصغر قريشي شهید شوى او يو بل پوليس ټپي دى.

دغه راز د شکر کلا سيمې یوه اوسېدونکي زاهدالله ویلي، تېره شپه د دوى په سيمه کې د پوليسو او طالبانو ترمنځ يو ساعت جګړه وشوه.

هغه زياته کړه: ((کله چې نور کومکي پوليس راغلل نو طالبان وتښتېدل.))

بل لور ته طالبان هم دغه جګړه تاييدوي.

په دې اړه د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد مني، چې طالبانو تېره شپه په يوه تاکتيکي بريد کې د پل علم ښار د لومړۍ حوزې امر محمد اصغر شهید کړی دی.

 

قوماندان عليپور د چاپېريال ساتنې موټرونه او سړي تښتولي

Jan 16, 2020 29

سرخط ته سرچينو ويلي دي چې د ميدان وردګو ولايت په بهسودو ولسوالۍ کې ځایي زورور قوماندان عليپور د چاپېريال ساتنې دوه موټر او يو لوډر برمته کړي دي.

په پروان کې د طالبانو برید ۲۴ کسان شهیدان کړل

Sep 17, 2019 29

په پروان ولایت کې د ولسمشریزو ټاکنو نوماند محمداشرف غني کمپایني غونډې ته نږدې د طالبانو ځانمرګي ۲۴ کسان شهیدان کړي او ۳۲ نور ټپیان دي.

په هلمند کې له ۲۰ ورځو راهیسې څه باندې ۶۵ طالبان وژل شوي

Sep 17, 2019 29

کورنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ادعا کوي چې امنیتي او دفاعي ځواکونو په تېرو شلو ورځو کې د هلمند ولایت په بېلابېلو برخو کې څه باندې ۶۵ وسله‌وال طالبان وژلي او ګڼ [...]

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې