عاطف اسلم ولې بې‌تفاوته دی؟
۱۶ اسد ۱۳۹۸ 340 0 نظر سرخط

عاطف اسلم ولې بې‌تفاوته دی؟

عاطف اسلم ولې بې‌تفاوته دی؟

له هغه وروسته چې په هندي کشمیر کې پر هندي ځواکونو مرګونی برید وشو، دې پېښې نه یوازې د دواړو هېوادونو په سیاسي او اقتصادي اړیکو اغېزه وکړه، بلکې د سېنما لوبغاړي یې هم اغېزمن کړل.

خو نامتو پاکستانی سندرغاړی او اداکار عاطف اسلم وايي، د هندوستان له لوري پرې بندیزونو هيڅ اغېزه نه ‌ده کړې.

هغه له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، له هغه وروسته چې هندوستان پرې په بالیووډ سېنما کې بندیز لګولی، په ژوند کې يې هيڅ تغیرات نه‌ دې راغلي.

هغه زیاته کړې، د عاید سرچینه یې یوازې د هند فلمي صنعت نه‌ دی او په خبره یې اصلي مالي سرچینه یې خپل کنسرټونه دي.

اسلم په ورته وخت کې یې له خدایه شکر ادا کړی چې اوس‌مهال یې هم کنسرټونه روان دي او زیاته کړې یې ده چې څه موده مخکې یې هم په نیروبي کې کنسرټ لاره او تازه بېرته پاکستان ته ستون شوی دی.

هغه زیاته کړې، په هندوستان کې چې یې له کومې میوزیک کمپنۍ سره کار کاوه، د سندرو له لرې کولو وروسته یې بېرته د هغه سندرې ويب‌پاڼې ته پورته کړې دي.

یاده دې وي چې په هندي کشمیر پلوامه کې پر هندي ځواکونو برید وشو او تر دې خونړي برید وروسته هندوستان پر ټولو پاکستاني هنرمندانو هندوستان په ورتګ بندیز ولګاوه.

رنویر سنګهـ ؛ ما ووژنه!

Dec 11, 2019 29

دیپیکا په خپل انسټاګرام پاڼه کې ۴۱ میلیونه فالورز لري

د يو لک ۲۰ زره ډالرو کېله

Dec 11, 2019 29

د میامي په یوه ګالري کې دغه کیله په یو لک او شل زره ډالره وپلورل شوه چې څه کم سل لکه افغانۍ کېږي. بله يې لا دا چې له دې وروسته یوه بله کېله هم په همدې بیه وپلورل شوه.

 دیپکا به په هاليووډ کې ولوبېږي؟

Dec 09, 2019 29

د بالیووډ مشهورې ستورې دیپکا پاډوکون په اړه له څو ورځو راهیسې دا خبره کېږي چې ګواکې هغې هالیووډ ته د تلو تابیا نيولې.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې