په دوه ساعته کې ژوند بدلېدل

په دوه ساعته کې ژوند بدلېدل
۱۶ اسد ۱۳۹۸ 126 0 نظر سرخط

په دوه ساعته کې ژوند بدلېدل

د الماسو موندلو پسې خلک سخت غرونه کيني او تر اوبو لاندې د ځمکې تل ته کته کېږي، خو په امریکا کې یوه کس ته دومره اسانه  ور پيدا شول چې حیران به شئ.

د لوېدیځو رسنیو د مالوماتو له مخې، د جان لېنک په نوم د پوهنتون یو استاد چې د ساعتېرې لپاره یو تفریحي پارک ته تللی و، هلته یې دوه ساعته تېر کړل، خو دې دوه ساعتونو یې ژوند بدل کړ.

شپږ دېرش کلن جان ته په دې پارک کې چې د خپلې رخصتي وخت یې پکې تېراوه، د ۲٫۱۲ قیراطه په اندازه الماس په لاس ورغلي دي.

جان لېنک له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، په پارک کې یې قدم واهه چې په دې مهال کې یې ځلانده څه تر سترګو شول او چې کله یې را پورته کړل، داسې ګومان یې نه‌ کېده چې دا به دومره ګران بیه الماس وي.

د قېمتي ډبرو ماهران وايي، دا الماس چې د ګریټر اف ډایمنډز په نوم له ډوله دي، په ډېره ګرانه بیه پلورل کېږي.

عاطف اسلم ولې بې‌تفاوته دی؟

Aug 07, 2019 29

له هغه وروسته چې په هندي کشمیر کې پر هندي ځواکونو مرګونی برید وشو، دې پېښې نه یوازې د دواړو هېوادونو په سیاسي او اقتصادي اړیکو اغېزه وکړه، بلکې د سېنما لوبغاړي یې هم اغېزمن کړل.

سلمان خان بیا چا ته ګوتمۍ ډالۍ کړې

Aug 06, 2019 29

د باولیووډ سلطان خپلې نوې ملګرې ته د ګوتمۍ ډالۍ په ورکولو سره یو ځل بیا د خبرونو سرټکی شوی دی او د دې تر څنګ د هغه ۲۵ کلنه پخوانۍ پېښه یو ځل بیا را تازه شوه.

د سيل مشهور ځای

Aug 06, 2019 29

په اسټرالیا کې یوې کوچنۍ سیمې د لسګونه زرو سیلانیانو زړه وړی دی، خو په دې سیمه کې یوازې ۸۰۰ کسان ژوند کوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې