په افغانستان کې استخبارات ناروا دي؛ د پاکستاني ملایانو فتوا
۱۶ اسد ۱۳۹۸ 612 0 نظر سرخط

په افغانستان کې استخبارات ناروا دي؛ د پاکستاني ملایانو فتوا

په افغانستان کې استخبارات ناروا دي؛ د پاکستاني ملایانو فتوا

 صاحبزاده مشریقيوال

د پاکستان په لاس او حمایې جوړ شوي د طالبانو د اسلامي امارت په ضعیف حکومت کې د استخباراتو په نوم هم یوه ضعیفه اداره موجوده وه چې د هغې د هیڅ یو ولایت کوم امر او مامور له چا پټ نه وو او د همدغه استخباراتو په موجودیت کې په کابل کې درې نیم زره پنجابي کمانډو پراته وو چې د جنګ مراقبت او اکمال د هغوی په لاس وو او ډېرو ځایونو کې به د شپې له خوا دغه پېشرفت وکړ.

 سهار به یې ځای خپلو بړېڅو افغاني طالب مشرانو ته حواله کړ چې ډېرو بې‌چاره او ساده طالبانو او افغانانو فکر کاوه چې دا فتوحات د طالب دي او ګویا که د طالب د استخباراتو په نوم اداره هم د نورې نړۍ په شان داسې رښتیني استخبارات دي چې فقط د خپل هېواد لپارره کار کوي، خو دغه ضعیفه اداره هم پاکستاني استخباراتو ته د منلو وړ نه وه.

 کیسه داسې وه چې کله د طالبانو د استخباراتو مشر قاري احمدالله پاکستاني استخبارتو د سم کار نه کولو په جرم په داخل د کابل کې ترور کړ؛ نو طالبانو د خپلو استخباراتو مشر د غزني عبدالحق وثیق وټاکه چې زه یې له نږدې پېژنم او نسبتاً په طالبانو کې هوښیار او مخلص سړی وو هغه بېله خبره ده چې د یو ملک د استخباراتو مشر باید څومره تحصیلات ولري او څومره مسلکي روزنې ولري په دې خبرو خو نه طالبانو عقیده لرله او نه یې لري او پاکستان ته په افغانستان کې په هره شعبه کې همداسې غیر مسلکي خلک په کار دي تر څو هغوی دا وطن برباد او په غم لړلی او تر لاس لاندې وساتي.

 په اصل کې پاکستاني استخبارات د امریکا، برېټانیې او نورو نړیوالو نه اوامر، مشورې، پروژې او مصارف  اخلي او هغوی بیا غواړي چې افغانستان د نورو له دنیا قطع او د دوی تر لاس لاندې وي، نو ويلای شو چې د  طالبانو استخبارات د نورې نړۍ د استخباراتو استخبارات وو. خبره اوږدېږي راځو دې ته چې د طالبانو د دور د استخباراتو وروستي مشر عبدالحق وثیق سره څه وشول.

 عبدالحق وثیق چې اوس هم ژوندی دی او په دې وروستیو کې د یو امریکایي په بدل کې د څلورو نورو طالب مشرانو سره د ګوانټانامو له زندانه را خلاص شو او قطر کې مېشت شو هغه په افغانستان  د امریکايي یلغار په وخت کې د غزني شیعه‌ګانو ونیو او په امریکایانو یې خرڅ کړ، خو دلچسپه دا ده چې وثیق صاحب ته د طالبانو د استخباراتو د مشري پر مهال د پاکستاني ملایانو یو وفد کابل ته راغلی و  او وثیق صاحب ته يې له ځانه سره په تحفه کې له پاکستانه یوه دلچسپه فتوا راوړې وه او هغه دا چې له هغه یې په کلکه وغوښتل چې باید طالبان خپله د استخباراتو شعبه له منځه یوسي، ځکه چې په اسلام کې استخبارات ناروا دي حال دا چې دغه ملایان د پاکستاني استخباراتو بړېڅي وو او هغوی را لېږلي وو تر څو خپل هدف ته د فتوا له لارې ورسېږي.

کله چې وثیق صاحب دغه ملایانو ته وویل چې سمه ده؛ نو که داسې وي اول باید تاسې خپل حکومت ته دا فتوا ورکړئ او خپل استخبارات ختم کړئ؛ نو چونکه تاسې زموږ استادان یاست نو موږ به ستاسې  په نقش قدم لاړ شو، د همدغه مجلس عیني شاهدان وایي چې د دې خبرې سره پاکستاني ملایانو یو بل ته خړخړ وکتل او بې‌جوابه شول، خو کله یې چې خپلو استخباراتو ته خبر ورکړ؛ نو پاکستاني استخباراتو د وثیق صاحب د وژلو فیصله هم وکړه.

د همدغې کیسی په تسلسل کې وثیق ته څو ورځې وروسته د قاعدې د استخباراتو مسوولان راځي او ورته وايي چې زموږ استخباراتي مالومات دا دي چې پاکستاني استخباراتو ستا د وژلو لپاره کسان ګومارلي او ته باید احتیاطي تدابیر ونیسې. د قاعدې د استخباراتو مسوولان په تعجب وثیق صاحب ته وایي چې ته عادي سړی نه یې. ته د یوه هېواد د استخباراتو مسوول یې او ته باید همېشه د دغه پګړۍ او افغاني لباس سره و نه ګرځې.

 ته باید مسلسل لباس او د شپې ځای او ګاډي د تلو راتلو لارې بدلې کړې او داسې نور… وثیق صاحب وايي چې ما د هغې ورځې خپل تدابیر یو څه بدل کړل او یوه هفته پس پاکستاني استخباراتو زما د همېشني اوسېدو ځای ته بم را ورساوه او خوشبختانه زما شپه بل ځای کې وه چې د شپې ملګرو په مخابره کې خبر را کړ چې ستا د اوسېدو ځای په بم والوت.

وايي چې استخبارات د یوه ملک دماغ او د دغه استخباراتو کارمندان د یوه ملک غوږونه اوسترګې وي او په اسلام کې د مسلمانانو لپاره قوي او غښتلي استخبارات عین مطلوب دي، خو د افغانستان دوښمنان نه غواړي چې افغانستان دې دماغ، غوږونه او سترګې ولري او د هغوی غوښتنه دا ده چې افغانستان دې ړوند او کوڼ او لېونی او بالاخره تباه او برباد وي او یا دې هم د افغانستان زړه او دماغ، غوږونه او سترګې د دوی په واک کې وي.

دغه ټولې خبرې ماته د کابل د موجوده  نظام د ملي امنیت د مشرانو پر ضد د وروستیو حملو په تسلسل کې را یادې شوې. د افغانستان د ملي امنیت د پخواني مشر امرالله صالح پر ضد په کابل کې وروستۍ حمله او تر هغې مخکې په مخکني مشر رحمت الله نبیل او بیا د ملي امنیت په مخکني مشر اسدالله خالد او د افغانستان په تاریخ کې د افغاني استخباراتو په مشرانو مسلسل بریدونه  او وژنې د دوښمن ارادې ظاهروي او د طالبانو په وخت کې د پاکستاني ملایانو په ژبه استخباراتي فتوا دا ښايي چې د افغانستان دوښمنانو ته د افغانستان د زړه او دماغ او ژوندي احساسه ډېر تکلیف دی ولوکه دا زړه او دماغ ډېر ضعیف او کمزوري ولې نه وي.

موږ منو چې د افغانستان مخکني او اوسني استخبارات ډېرې نیمګړتیاوې لري او ډېر ځله د خپل ملت پر ضد مستعمل شوي، خو یوه خبره واضح ده چې د افغانستان پخوانی خاد او اوسنی ملي امنیت د منظور پښتون، تحریک طالبان پاکستان او ملت‌پالو ازادي غوښتونکيو بلوڅو په شان د پنجابي دوښمن لپاره یوه قبضيت کوونکي نومونه دي.

خو کاش چې زموږ په منځ کې په دیندارو او بې‌دینه قوارو کې د پردو جاسوسان او پردي‌پال نه وای. زموږ د غمیزي حل او له پردیو د خلاصون یوازنۍ لاره زموږ په وحدت کې ده. که موږ واحد ملت شو؛ نو هیڅوک نه‌شې کولای چې په موږ له غرضه ډکې  بې‌شرمه سیاسي او استخباراتي فتوې را وتپي او زموږ رښتينې دیني او ملي احساسات او قواوې را فلج کړي او یا زموږ بااحساسه قومي، ملي او دیني مشران ترور کړي او یا مو په منځ کې خپل هغه بړېڅي حمایه کړي چې په ډېره سپین‌سترګي د پردو ایجنډا مخ پر وړاندې وړي.

د جهاد د اعلان په هکله د فقهاوو نظرونه

Dec 11, 2019 29

 زبیر افغان شریعت هغو اعمالو ته چې په کولو يې خلک امر کړي دي خپل چوکاټونه ټاکلي، مثلاً؛ لمونځ یو فردي عمل دی،

واسطه کول مو کادرونه وژني

Dec 10, 2019 29

  طاهر صاحب زاده په هېواد کې د تحصیلي بنسټونو د ایجاد یوازېنۍ موخه د ټولنې د اړتیاوو په نظر کې نیولو سره د علم په ګاڼه سمبال، پوهو او اکاډمیکو کسانو روزل دي چې د پوهنې وزارت او [...]

ناكامورا، د سړیتوب د دین استازی

Dec 09, 2019 29

جاپانی ډاکټر اروښاد له تېرو څو ورځو راهيسې د هر افغان په اهونو کې دی، خو ایا موږ د هغه د کردار او کړنو پر ټولو اړخونو فکر کړی دی؟ ایا هغه یوازې د پروژو ماهر منېجر او یو امانتدار [...]

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې