سږ کال تر اوسه ۲۵۵ ټنه تازه مېوه بهر ته صادره شوې

سږ کال تر اوسه ۲۵۵ ټنه تازه مېوه بهر ته صادره شوې
۱۵ اسد ۱۳۹۸ 64 0 نظر sarkhat.af

 د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وایي، سږ کال تر اوسه ۲۵۵ ټنه تازه مېوه بهرنیو هېوادونو ته صادره شوې، چې د تېر کال په پرتله د تازه میوو په صادراتو کې ۳۰ سلنه ډېروالی ښيي.

 د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند سمیر رسا وايي، د افغانستان د تازه مېوو صادرات سږ کال هند، چین، اروپا، اماراتو او ترکیې ته د هوايي دهلېزونو د پرانیستې له کبله زیات شوي دي.

 د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، په هوايي ډګرونو کې د سړو خونو نشتوالی هغه ستونزه ده چې د افغانستان د تازه میوو د صادراتو په مخه کې خنډ جوړوي.

خو سوداګر بیا وایي، هوایي دهلېزونه د صادراتو ډېرولو حل لاره نه ده، بلکې حکومت باید د ځمکني ټرانزیټ په برخه کې د دوی د صادراتو پر وړاندې ستونزې حل کړي.

 

په کندز کې د خټکیو او هندواڼو حاصلات ۱۵ سلنه لوړ شوي

Aug 05, 2019 29

د کندز د سوداګرۍ خونې ویاند مسعود وحدت وايي، سږ کال په کندز ولایت کې د خټکیو او هندواڼو تولیدات د تېر کال په پرتله ۱۵ فیصده لوړ شوي دي.

په کندهار کې د انګورو حاصلات ډېر شوي

Jul 22, 2019 29

د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي وايي، په کندهار ولایت کې د تېر کال په پرتله د انګورو حاصلات پنځلس سلنه زیات شوي دي.

کرنې وزات: د غنمو په حاصلاتو کې ۴۲ سلنه زیاتوالی راځي

Jun 26, 2019 29

د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي وايي، د وروستۍ سروې له مخې، سږ کال به د غنمو په حاصلاتو کې ۴۲ سلنه زیاتوالی راشي چې د غنمو د حاصلاتو د زیاتوالي دا کچه به د ۴۰۰ میلیونه [...]

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې