د کمېسیون غبرګون: حکومت دې د ټاکنیز او کمپایني بهیر امنیت ته پاملرنه زیاته کړي
۱۵ اسد ۱۳۹۸ 236 0 نظر sarkhat.af

د کمېسیون غبرګون: حکومت دې د ټاکنیز او کمپایني بهیر امنیت ته پاملرنه زیاته کړي

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د وسله‌والو طالبانو د نوي خبرداري پر وړاندې غبرګون ښودلی او له حکومته یې د جدي امنیتي تدابیرو د نیولو غوښتنه کړې ده.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاند میرزامحمد حق‌پرست ویلي، د دې ډموکراتیکې پروسې امنیت ټینګول د حکومت مسؤلیت دی او پکار ده چې د کاندیدانو، رأی ورکوونکو او د انتخاباتو د کار کوونکو امنیت ونیول شي.

د افغانستان د جمهوري ریاست ټاکنې د میزان پهټ شپږمه نېټه دي.

وسله‌والو طالبانو په یوه تازه بیان کې د جمهوري ریاست د ټاکنو د تخریب خبرداری ورکړی دی.

 

څه باندې ۷۷ زره کسانو ته د ټاکنو د څارنې کارتونه ورکړل شوي

Sep 17, 2019 29

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د ولسمشریزو ټاکنو د څارنې لپاره تر اوسه ۷۷ زره او ۲۵۶ څارونکیو له دغه کمېسیون نه کارتونه ترلاسه کړي دي.

په لوګر کې د ټاکنو په اړه امنیتي غونډه جوړه شوه

Sep 17, 2019 29

کورنیو چارو وزارت وايي، د لوګر ولایت په امنیې قومنداني کې د ټاکنو د ولایتي کمېسیون له چارواکیو، ښځو او امنیتي مسوولانو سره د راتلونکیو ولسمشریزو ټاکنو په تړاو امنیتي غونډه [...]

کمیسیون: ښايي د غني او عبدالله ټاکنیزې سیالۍ وځنډول شي

Aug 31, 2019 29

ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون وایي، د ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله عبدالله ټاکنیزې ډلې یو بل ته سپکې سپورې وايي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې