فوټ‌بال؛ د افغانستان بانک روشن لوبډلې ته ماتې ورکړه

فوټ‌بال؛ د افغانستان بانک روشن لوبډلې ته ماتې ورکړه
۱۵ اسد ۱۳۹۸ 43 0 نظر سرخط

فوټ‌بال؛ د افغانستان بانک روشن لوبډلې ته ماتې ورکړه

د افغانستان بانک او روشن مخابراتي کمپنۍ د فوټبال لوبډلو ترمنځ د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ د فوټ‌بال دوستانه لوبه وشوه.

په دې لوبه کې چې د کابل ښار په غازي سټدیوم کې وشوه، د افغانستان بانک لوبډلې د روشن مخابراتي کمپنۍ لوبډلې ته د پنځه دوه په مقابل کې ماتې ورکړه.

د افغانستان بانک د فوټبال لوبډلې د سیالې لوبډلې په وړاندې غوره لوبه وکړه او لومړی ګول د دې لوبډلې د تکړه لوبغاړي مبین له لوري ووهل شو. په لوبه کې مبین دوه ګوله، زاهد، راشد او اصف خادمي یو ـ یو ګول وکړ.

بله‌خوا د روشن مخابراتي کمپنۍ له لوري هم د سیالې لوبډلې په وړاندې دوه ګولونه وشول. د روشن مخابراتي کمپنۍ فوټ‌بال لوبډلې له ځواکمنو لوبډلو شمېرل کېږي چې په ډېری نړیوالو دوستانه لوبو کې یې ګډون کړی او سیالۍ یې ګټلې دي.

د شاهین اسمايي فوټ‌بال لوبډلې ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې

Jul 16, 2019 29

د فوټ‌بال فدراسیون وايي، د فوټ‌بال غوره‌لیګ د اتم پړاو سیالیو په موخه یې د کابل ښار په غازي سټډیوم کې د شاهین اسمايي فوټبال لوبډلې ټاکنیزې سیالۍ پیل کړې دي.

کوپا فوټبال؛ په پای‌لوبه کې برازیل او پېرو لوبېږي

Jul 06, 2019 29

ټاکل شوې د امریکا کوپا فوټبال سیالیو په پای‌لوبه کې د دوشنبې په ورځ برازیل د پېرو فوټبال ملي لوبډلې په وړاندې د سیالي ډګر ته وځي.

کوپا سیالي؛ ارجنټاین د برازیل په وړاندې

Jul 03, 2019 29

ټاکل شوې د شمالي امریکا د فوټبال سیالیو په لومړۍ نیمه پای‌لوبه کې د چهارشنبې په ورځ د ارجنټاین او برازیل د فوټبال ملي لوبډلې د یو بل په وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې