ناټو: د سولې یوه تړون ته تر بل هر وخت نږدې یو

ناټو: د سولې یوه تړون ته تر بل هر وخت نږدې یو
۱۵ اسد ۱۳۹۸ 51 0 نظر sarkhat.af

د ناټو سازمان عمومي منشي ینس سټولټنرګ وايي، د سولې یوه تړون ته تر بل هر وخت نږدې یو او ناټو هم د خبرو له لارې یوه سیاسي حل ته د رسېدو لپاره له ټولو هڅو کلک ملاتړ کوي.

نوموړي نیوزیلنډ ته د سفر پر مهال ویلي، اوس تر بل هر وخت په افغانستان کې سولې ته د رسېدو لپاره حقیقي چانس ګوري.

د ناټو سازمان منشي دا خبرې داسې وخت وکړې، چې په قطر کې د امریکا او طالبانو اتم پړاو خبرې روانې دي.

د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو خاص استازي زلمي خلیل‌زاد پرون ماښام په‌دې خبرو کې د ډېر پرمختګ یادونه کړې.

تمه کېږي چې خلیل‌زاد او ټیم‌ یې له طالبانو سره دا ځل د سولې یوې هوکړې ته ورسېږي.

 

امریکايي پلاوی نن د افغان سولې په تړاو پاکستان ته ځي

Aug 05, 2019 29

راپورونه لیکي، د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیره الیس وېلز نن اسلام اباد ته ځي او له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان د سولې د پروسې په اړه خبرې کوي.

پاکستان: هند د افغان سولې پروسه ګډوډوي

Aug 05, 2019 29

د پاکستان د ملي امنیت شورا ویلي چې هند په داسې حال کې په جمو او کشمیر کې د تاوتریخوالي هڅه کوي چې پاکستان خپل ټول پام د افغان سولې خبرو ته اړولی دی.

سوله؛ د اوربند په اړه بین‌الافغاني ناسته کې خبرې کېږي

Aug 04, 2019 29

 په قطر کې د طالبانو د دفتر وياند سهيل شاهين وايي، د اوربند په  اړه به په بين الافغاني مذاکراتو کې خبرې وشي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې