د طالبانو او چین عجیبه یارانه

  د طالبانو او چین عجیبه یارانه
۱۵ اسد ۱۳۹۸ 121 0 نظر سرخط


 د طالبانو او چین عجیبه یارانه

ژباړه؛ سعید شینواری

چین په لومړي وار نوي یمه لسیزه کې له طالبانو سره د خپلو ګټو د خوندیتوب لپاره یارانه وکړه او اوس دا دی دوې لسیزې وروسته تاریخ بیا تکرارېږي. په دې یارانه کې لومړی لوری یو کمونیسټ دولت خو له افراطي اسلامه په وېره او اندېښنه کې را ګير هېواد دی، دویم لوری هغه افراطي ډله ده چې په خپله غېږه کې یې القاعدې غوندې شبکه نیولې، خو بیا هم دا یارانه ورځ تر بلې د پیاوړتیا په حال کې ده. 

کله چې طالبان په افغانستان کې واک ته ورسېدل، چین یې اندېښمن کړ، ځکه طالبانو د چین ضد د شرقي ترکستان اسلامي جنبش سره اړیکې لرلې او په افغانستان کې یې دغې ډلې ته د ټریننګ کمپونو او فعالیتونو اجازه ورکړې وه.

همدا وجه وه چې په هغه وخت کې چین د دې هر کلی وکړ چې ملګرو ملتونو پر طالبانو بندیزونه وضع کول، خو بېجینګ لږ وخت وروسته د خپلو امنیتي او اقتصادي ګټو په خاطر له طالبانو سره بیا اړیکې جوړې کړې. د ۹۰ یمې لسیزې په پای کې چین په دې باوري شو چې له افغانستانه د امنیتي او ټروريسټي ګواښونو د مهار لپاره غوره دا ده چې له طالبانو سره معامله وشي او د ډيپلوماټیکو اړیکو د پاللو له لارې خپلې سوداګري ته هم لار پیدا کړي.

همدا و چې په ۱۹۹۹ کال چینايي چارواکيو ټول کنګلونه  مات کړل او کابل ته یې خپل ډيپلوماټان را ولېږل، چینایانو دلته له طالبانو سره اقتصادي اړیکې جوړې کړې او د کابل ـ ارومچي تر منځ پروازونه هم پيل شول.

د چین دمه پر دې هم و نه شوه، بلکې پاکستان کې د چین سفیر دا هڅې پیل کړې چې ملا عمر سره له نږدې وویني؛ نو یې د چینايي تېنک تانک له یو شمېر غړو سره کندهار ته د سفر موزې په پښو کړې.

په پاکستان کې د طالبانو د سفیر ملا سلام ضعیف په وینا د چین سفیر یوازنی بهرنی ډيپلوماټ و چې له طالبانو سره یې ښې اړیکې ساتلې وې. ضعیف په خپل کتاب کې د طالبانو د دیرینه یار پاکستان په تړاو دومره نرمه ژبه نه ده کارولې لکه د چین په اړه یې چې کارولې ده، وجه یې هم شاید دا وي چې ضعیف د سپټامبر له پېښې وروسته پاکستان په ډېر بدحالت ونیو او امریکا ته یې وسپاره.

خو اخیر پاکستان کې د چین سفیر بالاخره په ۲۰۰۰ مېلادي کال کې کندهار ته راغی، له ملا عمر سره یې ولیدل او له طالبانو یې وغوښتل چې د اویغور مسلمانانو غورځنګ ته نوره پناه او امکانات ور نه کړي، خو په بدل کې یې طالب مشران هیله‌من وو چې چین به یې حکومت په رسمیت وپېژني او ملګرو ملتونو کې به پر دوی د بندیزونو له لګولو سره مخالفت وښيي.

خو دا معامله هغسې و نه شوه لکه څنګه چې د دواړو لوریو زړه و، ملا عمر د شرقي ترکستان پر اسلامي جنبش بندیز ولګاوه، مګر له افغانستانه یې دا ډله و نه شړله، بل لوري چین هم په ملګرو ملتونو کې د طالبانو پر ضد د بندیزونو لګولو مخالفت و نه کړ، بلکې یوازې منفي رایه یې صندوق ته واچوله.

 له دې وروسته چینايي شرکتونو په افغانستان کې خپل فعالیتونه پراخ کړل، تر دې چې د ۲۰۰۱ کال د سپټامبر په یوولسمه چې د امریکا بریدونه کېدل، دلته چین او طالبانو د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا سندونه لاسلیکول.

له دې پېښې وروسته بېجينګ د ترهګري ضد جګړه کې خپله ګټه ولیده، له واشنګټن سره ودرېد او د کرزي د حکومت ملاتړ یې وکړ، مګر نه یې افغانستان ته سرتېري را واستول نه یې هم اقتصادي سرګرمې وښوده، ځکه دا وار چین په افغانستان کې د امریکا اوږدمهاله شتون ته اندېښمن شو. له همدې کبله چین له کابل سره خپلې اړیکې سړې کړې او طالبانو سره یې خپلې غیر رسمي اړیکې بېرته تازه کړې.

اینډرو سمال په خپل اثر «د چین او پاکستان محور» کې لیکي، چینايي چارواکيو ډېر پټ له طالبانو د سیندک کان د کیندنو په تړاو لیدنو کې استفاده وکړه. سیندک کان په بلوچستان کې دی او هغه وخت یې اداره د چین په لاس کې وه، چین او پاکستان یوازني دوه هېوادونه وو چې د سپټامبر د یوولسمې له پېښې وروسته یې له طالبانو سره خپلې اړیکې دوامداره وساتلې.

 سمال په خپل کتاب کې لیکي، د دې قوي احتمال شته چې طالبانو دې له چينه وسلې تر لاسه کړې وي، دغه راز یو بل باور هم موجود و او دی چې طالبان قصداً د چین تر لاس لاندې پروژو باندې په افغانستان کې برید نه کوي، تر دې چې له کومې ورځې راهیسې چین د کابل څو کیلو مټري ته لنډ د میس عینک د کان قرارداد واخیست، حقاني شبکې دغې سیمې ته شا واړوله او ان د ور نږدې کېدو جرات یې هم و نه کړ.

د چین بېطرفي او احتیاط

چین چې له افغانستان سره کوم سیاست کوي، کټ مټ همداسې پالیسې یې د منځني ختیځ لپاره هم ده، يانې هلته هم د سیمه‌یزو اختلافاتو لامل ښکېلو لوریو سره ناسته پاسته کوي.

جانتن فولټن په دې اړه خپل راپور کې اشاره کړې چې چین سره له دې چې له یوې خوا اسراييلو سره اړیکې ساتي، بله خوا فلسطین،  سعودي عربستان، اماراتو او ایران سره هم همکاري نه پرې کوي. فولټن که څه هم دا د چین بې طرفي بللې، خو داسې نه ده.

په افغانستان کې د امریکا د جګړې په لومړۍ لسیزه کې کابل سره د چین راکړه ورکړه ډېره کمه وه، فساد، بې‌ثباتي او ناامني د اقتصادي فرصتونو مخه نیولې وه، تر دې چې کله اوباما په ۲۰۱۴ له افغانستانه د سرتېريو ایستلو اعلان وکړ؛ نو بېجينګ دومره وارخطا شو چې افغانستان سره د خپلې پولې ساتنې ته حیران و.

له افغانستانه د ترهګریزو ګواښونو له ډاره چین بیا فکر وکړ چې له خپل دغه ګاونډي افغانستان سره لا زیاتو عمیقو اړیکو ته ور کته شي، همدا وجه وه چې چینايي ډيپلوماټانو له کابل سره د طالبانو د سیاسي جوړجاړي په نوم د څو غونډو نوښت وکړ او په ۲۰۱۵کال یې د افغانستان، چین، امریکا او افغانستان لومړۍ څلور اړخیزه ناسته را وبلله.

چین په ۲۰۱۷ کال د ولسمشرغني په نوښت د کابل پروسې  کنفرانس برخه هم و، تر دې چې په ۲۰۱۸ کال کې یې د افغان سیاستوالو او طالبانو  د مسکو ناستې ته هم خپل ډيپلوماټان واستول.

 له دې را وروسته څو کلونو کې د چینايي او طالب مشرانو څو دوه اړخیزې ناستې هم وشوې، دا ناستې پټې وې او چین هیڅکله تایید نه کړې، خو په جون میاشت کې یې علني اعلان وکړ چې بېجينګ د ملا برادر په مشري د طالبانو د پلاوي کوربه دی، هغه ملابرادر چې د طالبانو د اوسنۍ رهبري مرستیال او اته کاله تر ۲۰۱۸ پورې د پاکستان زنداني و.

 چین په دې سربېره له روسیې او امریکا سره هم دوه ځلې درې اړخیزې ناستې کړې دي، تر دې چې په ۲۰۱۷ کال یې د دوه دیرینه دوښمنانانو پاکستان او افغانستان تر منځ هم په خپل کوربه‌توب د پاکستان، افغانستان او چین درې اړخیزه غونډه جوړه کړه.

 چین ډارېږي که افغانستان بې‌ثباته وي؛ نو اویغور او له سوریې تښتېدلیو جنګیالیو ته به پکې د فعالیت ښه زمینه برابره وي، دغه راز چین له دې کبله هم اندېښمن دی چې پاکستان، منځني ختیځ او نورو هغو سیمو کې چې دا هېواد اقتصادي پروژې لري، خو له افغانستانه ورته ګواښ متوجه کېدای شي، باید خطر یې رفع او دفع شي.

 په دې سربېره په افغانستان کې دا مهال د چین اقتصادي رول هم په پیاوړي کېدو دی، ځکه دا هېواد اوس افغانستان کې تر ټولو لوی پانګه اچوونکی دی، تر دې چې له نښو نښانو ښکاري چین به افغانستان پورې د یو کمر بند او یوې لارې پروژه هم را ورسوي، هو که څه هم په افغانستان کې د پاکستان په پرتله د چین د پانګونې ګراف ډېر ټیټ دی خو که جګړه نه وي، افغانستان کېدای شي چې د چین د پانګونې لپاره په لویه سرچینه بدل شي.

پېچلې معامله

چین د افغان سولې منځګړتوب لپاره په ډېر ښه موقعیت کې پروت دی، دا هېواد د افغان جګړې له ښکېلو غاړو سره ډېر ښه روابط لري، چین پر طالبانو تر پاکستان زیات نفوذ شاید ولري، ځکه پاکستان د سپټمبر د یوولسمې له پېښې وروسته طالبان ډېر زیات وځورول.

بل خوا طالبان هم انزوا ته د تلو د مخنیوي هلې ځلې کوي، دغې ډلې ۹۰ یمه لسیزه ښه تجربه کړې ده، هغه وخت یوازې درې هېوادونو پاکستان، متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان دوی په رسمیت پېژندلي وو، طالبان په دې هم پوهېږي چې بهرنۍ پانګونې ته اړ دي، د مثال په ډول یې وایم طالبانو له ازبکستان سره هم د زېربناوو په تړاو خبرې کړې دي او د ټاپي پروژې نه یې تر همدې لیدنې وروسته ملاتړ اعلان کړ.

دا مهال طالبان د افغانستان له طبېعي منابعو زیاته ګټه کوي، پیټر فرانکو پان په خپل تازه کتاب «د ورېښمو نوې لار» کې لیکي طالبان په دې باور دي چې د افغانستان کانونه د دوی جېبونه لا زیات ډکولای شي.

 د نیویارک ټایمز د یو راپور په حواله، طالب استازي بېجینګ ته په خپل وروستي سفر کې د ټکنالوژي له پرمختګه خورا متاثره وو، تر دې چې یو طالب خپل چینايي کوربه ته وویل، طالبانو لا په دې اړه تصور هم نه و کړی.

خو له دې هر څه سره سره احتیاط لازم دی، طالبانو سره د چین یارانه شاید د ۹۰ مې لسیزې په څېر ماته وخوري، طالبانو د اوس په څېر هغه مهال هم کټ مټ ژمنه کړې وه چې ترهګرو ډلو ته به له افغانستانه د نورو هېوادونو د ګواښلو اجاز ور نه کړي، په داسې حال کې چې طالبانو هغه مهال هم نړۍ سره د سوداګري او انزوا نه د وتلو غوښتنه لرله، تر دې چې د سپټمبر یوولسمې یې هر څه تش نس کړل.

اوس هم که امریکا افغانستان له یوې واقعي هوکړې پرته پرېږدي؛ نو د یو تېر تور تاریخ د تکرار وېره شته.

 

په افغانستان کې استخبارات ناروا دي؛ د پاکستاني ملایانو فتوا

Aug 07, 2019 29

صاحبزاده مشریقيوال د پاکستان په لاس او حمایې جوړ شوي د طالبانو د اسلامي امارت په ضعیف حکومت کې د استخباراتو په نوم هم یوه ضعیفه اداره موجوده وه چې د هغې د هیڅ یو ولایت کوم امر [...]

نېکمرغي ته د رسېدو لار

Aug 05, 2019 29

  نېکمرغي داسې څه نه ده، چې په یوه فرد پورې تړاو ولري؛ موږ ټول په یوه نه یوه ډول نېکمرغه یو، مګر کېدای شي د دې نېکمرغۍ د درک او لمس له پاره، چې زموږ په بدن کې د ډالۍ په توګه ایښودل [...]

ايا خلجيان او غلجيان يو ټبر دی؟

Aug 05, 2019 29

اياخلجيان او غلجيان يو ټبر دی؟ ايا خلجيان، ترکان دي؟ د تاريخ په بهير کې د خلجيان موقعيت او کړنې. خلجيان د افغانستان کوم ولايت پورې اړوند دي؟ د خلجيانو په هکله د نړيوالو او [...]

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې