په کندهار کې دوو پولیسو خپل ۹ ملګري شهیدان کړي
۱۴ اسد ۱۳۹۸ 251 0 نظر sarkhat.af

په کندهار کې دوو پولیسو خپل ۹ ملګري شهیدان کړي

د کندهار د پوليسو ویاند جمال بارکزی وايي، د دغه ولایت په شاه‌ولي‌کوټ ولسوالي کې دوو نفوذي پولیسو خپل ۹ ملګري شهیدان کړي دي.

د هغه په خبره، یاده پېښه د کندهار– روزګان پر لویه لار د شاه‌ولي‌کوټ ولسوالي په تور کوتل سیمه کې شوې ده.

د بارکزي په باور، بریدګر پوليس له وړاندې له وسله‌والو طالبانو سره په اړیکه کې و او تر پېښي وروسته يې د کوتل پوستې وسلې هم له ځانه سره وړې دي.

د پوليسو په لیکو کې داخلي بریدونه یوه جدي ستونزه بلل کېږي او چارواکي وايي، د مخنیوي لپاره يې ځانګړې هڅې پيل کړې دي.

دا پېښه داسې مهال کېږي چې د کندهار امنیتي مسوولان د یاد ولایت په میوند ولسوالي کې د پولیسو په لیکو کې د وسله‌والو طالبانو د دوو نفوذي کسانو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.

وسله‌والو طالبانو د شاه‌ولي‌کوټ ولسوالي د تور کوتل برید مسوولیت منلی، خو په میوند ولسوالي کې د نفوذي کسانو د نیول کېدو په اړه یې څه نه‌دي ویلي.

په پروان کې د طالبانو برید ۲۴ کسان شهیدان کړل

Sep 17, 2019 29

په پروان ولایت کې د ولسمشریزو ټاکنو نوماند محمداشرف غني کمپایني غونډې ته نږدې د طالبانو ځانمرګي ۲۴ کسان شهیدان کړي او ۳۲ نور ټپیان دي.

په هلمند کې له ۲۰ ورځو راهیسې څه باندې ۶۵ طالبان وژل شوي

Sep 17, 2019 29

کورنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ادعا کوي چې امنیتي او دفاعي ځواکونو په تېرو شلو ورځو کې د هلمند ولایت په بېلابېلو برخو کې څه باندې ۶۵ وسله‌وال طالبان وژلي او ګڼ [...]

ټرمپ: پر طالبانو یې تر بل هر وخته ځپوونکي بریدونه پیل کړي

Sep 15, 2019 29

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، وسله‌وال طالبان دا مهال تر بل هر وخته ډېر تر سختو بریدونو لاندې نیول شوي دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې