په لغمان كې چاڼیز عمليات پیل شوي

په لغمان كې چاڼیز عمليات پیل شوي
۱۴ اسد ۱۳۹۸ 60 0 نظر sarkhat.af

د لغمان د والي وياند اسدالله دولتزی وايي، افغان ځواکونو د دغه ولايت په الينګار ولسوالي کې د ملي اردو په مشرۍ چاڼیز عمليات پیل کړي دي.

د هغه په خبره، دا عمليات د دوشنبې سهار پيل شول چې پر ملي اردو سربېره ملي او سيمه‌ييز پوليس او همدارنګه د ملي امنيت ځواكونه هم په‌كې ګډون لري.

د ده په وينا، د يادو عملياتو له پيلېدو يې هدف په سيمه کې راتلونکیو جمهوري رياست ټاکنو ته د امنيت ټينګښت او د وسله‌والو ډلو ځپل دي.

د لغمان په الينګار ولسوالي كې د ګډو افغان ځواكونو چاڼیز عمليات داسې مهال پيلېږي چې د ياد ولايت په يو شمېر سيمو کې خلک د وسله‌والو ډلو له موجودیت نه سر ټكوي.

په کندهار کې دوو پولیسو خپل ۹ ملګري شهیدان کړي

Aug 05, 2019 29

د کندهار د پوليسو ویاند جمال بارکزی وايي، د دغه ولایت په شاه‌ولي‌کوټ ولسوالي کې دوو نفوذي پولیسو خپل ۹ ملګري شهیدان کړي دي.

په هلمند كې د طالبانو پر پټنځايونو بريدونه شوي

Aug 05, 2019 29

په هلمند كې د ۲۱۵ ميوند قول‌اردو وايي، د افغان ځواكونو په هوايي بريدونو كې ۸ وسله‌والو طالبانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

په فاریاب کې ۳۶ طالبان وژل شوي

Aug 05, 2019 29

کورنیو چارو وزارت وايي، طالبانو د فاریاب ولایت په بلچراغ ولسوالي کې ترهګریز بریدونه کړي چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو له‌خوا پر شا تمبول شوي دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې