پولیسو په کاپیسا کې یو سلاکوټ کشف کړی
۱۴ اسد ۱۳۹۸ 428 0 نظر sarkhat.af

پولیسو په کاپیسا کې یو سلاکوټ کشف کړی

کورنیو چارو وزارت وايي، د ملي پولیسو ځانګړیو ځواکونو د دوشنبې په شپه د کاپیسا ولایت په نجراب ولسوالي کې یو لړ عملیات کړي چې په ترڅ کې یې یو سلاکوټ کشف کړی دی.

له یاد وزارت نه په خپرو شویو مالوماتو کې زیاته شوې، په دغه سلاکوټ کې یو شمېر سپکې او درنې وسلې او مهمات کشف او ضبط شوي دي.

سرچینه زیاتوي، د عملیاتو په لړ کې یو میل پیکا، یو میل کلاشینکوف، درې میله تمانچې، اووه لاسي بمونه او د سپکو او درنو وسلو یو شمېر مهمات او تجهیزات د پولیسو لاس ته ورغلي دي.

کورنیو چارو وزارت وايي، دا وسلې او مهمات په یوه کور کې دننه ځای پر ځای شوي وو چې په تړاو یې دوه شکمن کسان هم نیول شوي دي.

خو وزارت نه‌دي ویلي چې دا وسلې او مهمات کوم ځای ته قاچاق کېږي یا د څه مقصد لپاره په دغه کور کې ځای پرځای شوي وو.

په پروان کې د طالبانو برید ۲۴ کسان شهیدان کړل

Sep 17, 2019 29

په پروان ولایت کې د ولسمشریزو ټاکنو نوماند محمداشرف غني کمپایني غونډې ته نږدې د طالبانو ځانمرګي ۲۴ کسان شهیدان کړي او ۳۲ نور ټپیان دي.

په هلمند کې له ۲۰ ورځو راهیسې څه باندې ۶۵ طالبان وژل شوي

Sep 17, 2019 29

کورنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ادعا کوي چې امنیتي او دفاعي ځواکونو په تېرو شلو ورځو کې د هلمند ولایت په بېلابېلو برخو کې څه باندې ۶۵ وسله‌وال طالبان وژلي او ګڼ [...]

ټرمپ: پر طالبانو یې تر بل هر وخته ځپوونکي بریدونه پیل کړي

Sep 15, 2019 29

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، وسله‌وال طالبان دا مهال تر بل هر وخته ډېر تر سختو بریدونو لاندې نیول شوي دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې