د کرينې ارمان
۱۴ اسد ۱۳۹۸ 333 0 نظر سرخط

د کرينې ارمان

د کرينې ارمان

د هندي سېنما وتلې ستورې کرینه کپور چې اوس‌ مهال د هندوستان په حقیقي خپرونې «ډانس انډیا ډانس» کې د پرېکړه کوونکې په حيث بوخته ده، وايي ډېر احتمال شته چې په راتلونکي فلم کې ورته ډبل رول ورکړل شي.

د هندي رسنیو د مالوماتو له مخې، کرینه کپور په فلمونو کې د ډبل رول ادا کولو ته دومره لېواله ده چې د بالیووډ سېنما مشهورې ممثلې سرې دیوي «چالباز» فلم یې ۳۵ ځله کتلی دی.

کرینه چې په بالیووډ کې پراخه تجربه لري، خو تر دې مهاله یې ډبل رول نه ‌دی ادا کړی او ډېره زیاته تمه لري چې یو ځل یې دا ارمان هم پوره شي.

هغې زیاته کړې، حیرانه ده چې ولې ورته په فلم کې د ډبل رول ادا کولو وړاندیز نه ‌دی شوی، په داسې حال کې له دې کار سره ډېره زیاته لېوالتیا لري.

یاده دې وي چې کرینه کپور او‌س‌ مهال د «انګري مېډیم» په انځور اخيستنې بوخته ده او تمه ده چې څه موده وروسته پر سېنماګانو نندارې ته وړاندې شي.

رنویر سنګهـ ؛ ما ووژنه!

Dec 11, 2019 29

دیپیکا په خپل انسټاګرام پاڼه کې ۴۱ میلیونه فالورز لري

د يو لک ۲۰ زره ډالرو کېله

Dec 11, 2019 29

د میامي په یوه ګالري کې دغه کیله په یو لک او شل زره ډالره وپلورل شوه چې څه کم سل لکه افغانۍ کېږي. بله يې لا دا چې له دې وروسته یوه بله کېله هم په همدې بیه وپلورل شوه.

 دیپکا به په هاليووډ کې ولوبېږي؟

Dec 09, 2019 29

د بالیووډ مشهورې ستورې دیپکا پاډوکون په اړه له څو ورځو راهیسې دا خبره کېږي چې ګواکې هغې هالیووډ ته د تلو تابیا نيولې.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې