د زېوراتو غله

د زېوراتو غله
۱۴ اسد ۱۳۹۸ 93 0 نظر سرخط

د زېوراتو غله

ډېرې ښځې له زېوراتو په تېره بیا له سروزرو، سپینوزرو او نورو بېلابېلو ګاڼو او قېمتي ګاڼو سره د سينګار لپاره مینه لري، خو له سرو زرو سره د یوې ښځې مینې ټول خلک حیران کړل.

ښځې معمولاً سره‌زر په ګوته کې اچوي، د غوږوالۍ لپاره ترې ګټه اخلي او داسې نور سينګاري توکي ترې جوړوي، خو د هندي رسنیو د مالوماتو له مخې، په هند کې یوې مېرمنې په لکونو روپیو سره‌زر خوړلي وو.

په مغربي بنګال کې د روني په نوم ۲۲ کلنې ښځې ناببره طبېعت خراب شو او د هر څه خوړلو وروسته یې زړه بد بد کېده چې همدې ستونزې تر روغتونه ورسوله.

ډاکټرانو چې یې هلته ورته طبي معاینه وکړه، ډاکټران تر معاینې وروسته هک پک او ګوته په غاښ پاتې شول، ځکه د روني په خېټه کې د زېوراتو ذخیره پرته وه.

د هندي رسنیو د مالوماتو له مخې، د روني په خېټه کې تر عملیاتو وروسته د سروزرو نږدې ۷۰ ځنځیري غاړه‌کۍ، ۸۰ کړۍ لاس بندونه، ۸ لاکټونه، ۱۱ چارګلونه، ۵ پایزېبونه او یو ګړۍ پیدا شول.

د دې مېرمنې مور وايي، روني دا ټول زېورات د خپل ورور له زرګري تر لاسه کړي وو او هيڅکله یې باور هم نه کېده چې د هغې له خېټې دې داسې څه را ووځي.

د روني کورنۍ وايي، هر کله به چې په کور کې د سروزرو څه ورک شول، هغې به ترې ناخبري ښودله، خو په اصل کې له زېوراتو سره د هغې مینې داسې حالت ته راوستې وه.

ډاکټران وايي، کله چې یې روني روغتون ته یوړه، دومره کمزورې شوې وه چې هيڅ یې خوړلای نه ‌شول او د درېدو توان یې هم نه درلود او په وینا یې د عملیات پر مهال د هغې حالت هم د اندېښنې وړ و، ځکه وینې ته یې ډېره اړتیا پېښېدله.

عاطف اسلم ولې بې‌تفاوته دی؟

Aug 07, 2019 29

له هغه وروسته چې په هندي کشمیر کې پر هندي ځواکونو مرګونی برید وشو، دې پېښې نه یوازې د دواړو هېوادونو په سیاسي او اقتصادي اړیکو اغېزه وکړه، بلکې د سېنما لوبغاړي یې هم اغېزمن کړل.

په دوه ساعته کې ژوند بدلېدل

Aug 07, 2019 29

د الماسو موندلو پسې خلک سخت غرونه کيني او تر اوبو لاندې د ځمکې تل ته کته کېږي، خو په امریکا کې یوه کس ته دومره اسانه ور پيدا شول چې حیران به شئ.

سلمان خان بیا چا ته ګوتمۍ ډالۍ کړې

Aug 06, 2019 29

د باولیووډ سلطان خپلې نوې ملګرې ته د ګوتمۍ ډالۍ په ورکولو سره یو ځل بیا د خبرونو سرټکی شوی دی او د دې تر څنګ د هغه ۲۵ کلنه پخوانۍ پېښه یو ځل بیا را تازه شوه.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې