
بشپړ ښیښهيي موبایل
بشپړ ښیښهيي موبایل
د ځیرکو موبایلونو مشهورې نړیوالې کمپنۍ په خپل منځ کې سیالې کوي چې یو بل پسې داسې تولید بازار ته وړاندې کړي چې د ټولو توجه ځان ته جلب کړي.
که څه هم اوس مهال د موبایلونو هيڅ نړیواله کمپنۍ په دې نه ده توانېدلې چې بشپړ ښیښهيي موبایل جوړ کړي او دلیل یې دا راوړل شوی چې په دې سيسټم کې لګول شوی سينسر او سيسټم دومره ځیرک نه دی چې په یو وخت کې څو سينسرې ولري.
خو په چین کې د لومړي ځل لپاره یوې کمپنۍ د دې ستونزې د حللارې لپاره او ښايي په یو وخت کې څو سينسرونه کار وکړي او له بېزله پاکه ښیښه لمس شي.
د ویوو په نوم چینايي کمپنۍ مسوولان وايي، د دې ټکنالوژي په مرسته به هڅه وکړي داسې موبایل جوړ کړي چې بشپړ ښیښه وي او په باور یې په دې یې د ډيزاین ابتدايي هڅې هم پیل کړې دي.
0 نظرونه