په کندز کې د خټکیو او هندواڼو حاصلات ۱۵ سلنه لوړ شوي
۱۴ اسد ۱۳۹۸ 231 0 نظر sarkhat.af

په کندز کې د خټکیو او هندواڼو حاصلات ۱۵ سلنه لوړ شوي

د کندز د سوداګرۍ خونې ویاند مسعود وحدت وايي، سږ کال په کندز ولایت کې د خټکیو او هندواڼو تولیدات د تېر کال په پرتله ۱۵ فیصده لوړ شوي دي.

وحدت زیاتوي، د خټکیو او هندواڼو حاصلات لوړ شوي؛ خو د مناسب بازار نشتون هغه اندېښنه ده، چې بزګران یې خپلو تولیداتو ته ناهیلي کړي دي.

د وحدت په خبره، د طبعي امراضو اغېز هغه ټکي دي چې د دې ولایت خټکي یې په سلو کې اتیا فیصده له  خرابېدو سره مخ کړي او بزګران په دې برخه کې جدي اندېښنه لري.

په کندز کې د خټکیو او هندواڼو د تولیداتو د حاصل د زیاتېدو خبره داسې مهال مطرح کېږي چې د افغانستان د کرنې وزارت وايي، سږ کال د هېواد په اکثره ولایتونو کې د زیاتو ورښتنو له امله د کرنیزو محصولاتو ګراف لوړ دی.

 

سږ کال تر اوسه ۲۵۵ ټنه تازه مېوه بهر ته صادره شوې

Aug 06, 2019 29

 د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وایي، سږ کال تر اوسه ۲۵۵ ټنه تازه مېوه بهرنیو هېوادونو ته صادره شوې، چې د تېر کال په پرتله د تازه میوو په صادراتو کې ۳۰ سلنه ډېروالی ښيي.

په کندهار کې د انګورو حاصلات ډېر شوي

Jul 22, 2019 29

د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي وايي، په کندهار ولایت کې د تېر کال په پرتله د انګورو حاصلات پنځلس سلنه زیات شوي دي.

کرنې وزات: د غنمو په حاصلاتو کې ۴۲ سلنه زیاتوالی راځي

Jun 26, 2019 29

د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي وايي، د وروستۍ سروې له مخې، سږ کال به د غنمو په حاصلاتو کې ۴۲ سلنه زیاتوالی راشي چې د غنمو د حاصلاتو د زیاتوالي دا کچه به د ۴۰۰ میلیونه [...]

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې