د شپږیزې لیګ سیالیو لپاره لوبغاړي وټاکل شول
۱۳ اسد ۱۳۹۸ 165 0 نظر سرخط

د شپږیزې لیګ سیالیو لپاره لوبغاړي وټاکل شول

د شپږیزې لیګ سیالیو لپاره لوبغاړي وټاکل شول

د کرېکټ بورډ له‌خوا د شپږیزې لیګ د شپږم پړاو سیالیو لپاره د لوبغاړیو د پېر مراسم په کابل کې ترسره شول او د شپږو لوبډلو د مسوولانو له‌خوا هرې لوبډلې ۱۶ـ ۱۶ لوبغاړي واخیستل.

په دې مراسمو کې د شپږیزې لیګ روان پړاو سیالیو لپاره سلګونه افغان لوبغاړي په بېلابېلو کټګوریو کې بولۍ ته وړاندې شول.

پر يادو ۱۶ لوبغاړیو سربېره هرې لوبډلې د دې حق درلود چې يو ـ يو لوبغاړی د تېر پړاو له سیالیو نه له ځانه سره وساتي او دوه ایمرجنګ لوبغاړي هم په خپله خوښه غوره کړي.

د شپږیزې لیګ سیالۍ چې له ۲۰۱۳ کال راهیسې هر کال کېږي، تېر کال د يو لړ ستونزو له امله و نه ‌شوې او د روان پړاو سیالیو دوه لوبډلې هم تر دې مهاله نه‌دي پلورل شوې.

د کرېکټ بورډ د مالوماتو له مخې، ټاکل شوې د شپږیزې لیګ د راتلونکي پړاو سیالۍ د روان ۲۰۱۹ میلادي کال د سپټمبر په ۲۶مه پيل او د اکټوبر میاشتې په اوومه نېټه پای ته ورسېږي.

د کرېکټ بورډ درې غړي په لندن کې پنا غواړي

Dec 11, 2019 29

د کرېکټ بورډ درې کارکوونکي له اجازې پرته غير رسمي لندن ته تللي او هلته یې د پناه اخیستو غوښتنه کړې.

د احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس سياليو ١٨مه لوبه وشوه

Dec 07, 2019 29

د احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس سیالیو ۱۸مه سیالي د بندامير او سپين‌غر زونونو د لوبډلو ترمنځ د ننګرهار په غازي امان‌الله خان لوبغالي کې وشوه چې د ۴ ویکټو په توپیر د سپین‌غر په [...]

کرېکټ؛ افغان لوبډله له وېسټ‌انډيز سره ټېسټ سیالۍ کوي

Nov 27, 2019 29

افغان کرېکټ ملي لوبډلې د وېسټ‌انډيز خلاف له شل اوریزو او یو ورځنېو سیالیو وروسته د کرېکټ بورډ غوراوي کمېټې د وېسټ‌انډیز پر وړاندې له درې ورځنۍ تمریناتي لوبې وروسته د یادې [...]

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې