ټاکنې سړې دي؛ نوماندان د ډګر لوبولو پر ځای کور ناست دي

ټاکنې سړې دي؛ نوماندان د ډګر لوبولو پر ځای کور ناست دي
۱۳ اسد ۱۳۹۸ 103 0 نظر سرخط

که څه هم نن د ولسمشري نوماندانو د ټاکنیزو سیالیو اتمه ورځ ده، خو لا هم د دغو سیالیو ډګر کم‌رنګه دی.

پر ټاکنو د څار بنسټونه او عام وګړي وايي، د ولسمشري ټاکنو د تېرو دورو په پرتله په دې دوره کې د ولسمشري نوماندانو ټاکنیزې سیالۍ کم‌رنګه دي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ یا فېفا رییس یوسف رشید وايي، د ولسمشري ټاکنو د تېرو ټاکنو په پرتله، د سږ کال ټاکنو د نوماندانو ټاکنیزې سیالۍ کم‌رنګه دي.

د هغه په وینا، د افغان سولې روانو خبرو اترو، ناامنیو، له ټاکنیزو سیالیو د یو شمېر نوماندانو پر شا تګ، د نوماندانو اقتصادي ستونزې او له دولتي امکاناتو د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ناسمه ګټه اخیستل هغه لاملونه دي چې له کبله یې د ولسمشري نوماندانو ټاکنیزې سیالۍ کم‌رنګه شوې دي.

په همدې حال کې د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ یا فېفا رییس نعیم ایو‌ب‌زاده هم وايي چې د ولسمشري ټاکنو لپاره د نوماندانو د ټاکنیزو سیالیو ډګر سپېره او کم‌رنګه دی.

یو شمېر کابل ښاریان هم وايي چې له ولسمشر محمد اشرف غني، عبدالله عبدالله او رحمت‌الله نبیل پرته بل هيڅ نوماند په بشپړ ډول د ټاکنیزو مبارزو میدان ته نه ‌دې را وتلي او ان ډېر یې لا خلک نه پېژني.

دوی وايي، ټول نوماندان باید د ولسمشري لپاره پروګرامونه خلکو ته وړاندې او په اړه یې وضاحت وکړي، څو خلک پوه شي چې چا ته او ولې رایه وکاروي.

د کابل اوسېدونکی حبیب حسام وايي، ډېر نوماندان د هېواد او خلکو لپاره کوم ځانګړی پروګرام نه لري یا هم د ځینو نورو لاملونو له کبله تر اوسه د سیالې ډګر ته نه ‌دې را وتلي.

د ده په باور، که نوماندان خلکو ته خپل پروګرامونه تشريح نه کړي، هغوی نه‌شې کولای په ډاډه زړه په راتلونکیو ولسمشریزو ټاکنو کې ګډون وکړي او د خپلې رایې حق‌دار مالوم کړي.

حسام زیاتوي، د ولسمشري نوماندان باید ژر تر ژره د ټاکنیزو سیالیو ډګر ته را ودانګي او له نورو نوماندانو سره سالم رقابت وکړي، که ‌نه خلک به د اوسنیو نوماندانو تر منځ چې ټاکنیزې سیالۍ یې پیل کړې، یو غوره او لپاره یې خپله رایه وکاروي.

د ولسمشري ځینو نوماندانو له دې کبله چې د ټاکنو پر روڼتیا، په ټاکنیزو سیالیو کې د مشخصو نوماندانو له لوري د دولتي امکاناتو پر نه کارولو او د ټاکنیزو کمېسیونونو په چارو کې پر نه لاسوهنې د باور نه لرلو له کبله خپلې ټاکنیزې سیالۍ ځنډولې وې او ان د ټاکنو د تحریم خبرداری یې ورکړی و.

خو مدني فعال مطیع‌ الله ستانکزی باور لري چې ځینې هغه نوماندان چې لا هم د سیالیو ډګر ته نه ‌دې را وتلي، د ټیم په منځ کې پر اختلافونو، ناندریو یا هم نورو معاملو بوخت دي.

د هغه په وینا، که نوماندانو پر ټاکنو او ټاکنیزو کمېسیونونو باور نه درلود، هيڅ به یې نوم‌لیکنه نه کوله، خو اوس یې چې دا کار کړی، ټېمونه یې جوړ کړي او ان له وخته مخکې کمپاینونه یې کړي، باید اوس هم خپلې ټاکنیزې سیالۍ پیل او خلکو ته د خپلو راتلونکیو پروګرامونو او د هغو د عملي کولو څرنګوالي په اړه مالومات ورکړي.

د راپورونو له مخې د محمد حنیف اتمر په مشري د سولې او اعتدال ټیم په خپلو کې د صدارت څوکۍ پر سر لانجه لري، داسې چې د دغه ټیم غړی عطا محمد نور او مرستیال محمدیونس قانوني ټینګار کوي چې باید د سیالیو په پیل کې باید عطامحمد نور د خپل راتلونکي حکومت د صدراعظم په حيث اعلان کړي، خو محمد حنیف اتمر بیا وايي چې دا موضوع به یې یوازې په خپل منشور کې وي او که بریالي شول، عملي به یې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا او طالبانو د استازیو تر منځ په دوحه کې د افغان سولې اتم پړاو خبرې پیل شوي او باور دا دی، که د دواړو لوریو تر منځ هوکړه وشي، ښايي ټاکنې وځنډېږي، خو افغان حکومت، سیاستوال، د ملي شورا ډېر غړي او خلک بیا ټینګار کوي چې د ولسمشري ټاکنې دې پر خپل وخت وشي او ورسره هم‌مهاله دې د افغان سولې پروسه هم پر مخ لاړه شي.

 

ورک برخليک؛ د سولې په تمه ځان له ټاکنو ايستل په کار دي؟

Aug 06, 2019 29

که څه هم له تېرو شاوخوا نهو میاشتو راهیسې د افغان سولې په اړه د امریکا او طالبانو تر منځ مخامخ خبرې پیل شوې او اوس یې اتم پړاو خبرې هم په دوحه کې روانې دي، خو لا هم دواړې خواوې [...]

د ټاکنيزو منډو ترړو پيل؛ نوماندانو پر لومړۍ ورځ پر يو بل د ژبې پرهارونه جوړ کړل

Jul 29, 2019 29

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د مهالوېش له مخې پرون، د زمري میاشتې په شپږمه د ولسمشري نوماندانو ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې او شپېته ورځې به دوام وکړي.

ملکیان مه وژنئ! د وردګو اوسېدونکي د حافظ غونډارو تر کابله را ورسول

Jul 23, 2019 29

که څه هم په هېواد کې روانه جګړه هره ورځ له افغانانو قرباني اخلي او له کبله یې لسګونه کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي، معلول کېږي او کورنۍ یې هم د دوی د غم پر ټغر کېني، خو د سولې خبرو [...]

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې