
یمین احمدزي د ویکټو سلیزه پوره کړه
یمین احمدزي د ویکټو سلیزه پوره کړه
د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، یمین احمدزی لومړی افغان چټک توپاچوونکی دی چې په فرسټ کلاس سیالیو کې یې د ویکټو اخیستلو سلیزه پوره کړه.
له یاد بورډ نه په خپرو شویو مالوماتو کې زیاته شوې، یمین دغه کارنامه د بنګلهدېش پر وړاندې په دویمه څلور ورځنۍ لوبه کې ترسره کړه او په ۳۱ سیالیو کې یې تر اوسه ۱۰۲ ويکټې اخیستې دي.
د افغانستان او بنګلهدېش الف لوبډلو تر منځ پنځمه او وروستۍ یو ورځنۍ لوبه د بنګلهدېش لوبډلې وګټله او افغان لوري ته یې د ۶۲ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
افغان لوبډلې لومړۍ دوه یو ورځنۍ لوبې ګټلې وې، ورپسې درېیمه بنګلهدېش وګټله، څلورمه لوبه د باران اورښت له امله بېپایلې شوه او پنځمه او وروستۍ لوبه هم بنګلهدېش وګټله چې پهدې سره یاده لوبلړۍ په مساوي ډول پای ته ورسېده.
0 نظرونه