ستونزمن کار
۱ اسد ۱۳۹۸ 176 0 نظر سرخط

ستونزمن کار

ستونزمن کار

سورګل د کوټې له کړکۍ خپله خور ولیده چې له کوټې بهر يې د کور په انګړ کې پر توپ لوبې کولې. سورګل په جګ اواز ور غږ کړ «تورپېکۍ… تورپېکۍ، څه کوې؟»  تورپېکۍ چې په توپ پسې يې منډې وهلې پرته له دې چې ورور ته وګوري ویې ویل؛ لالا فوټبال کوم.

سورګل په خندا وپوښتل؛ نو له چا سره یې کوې؟ دې وویل له ځان سره، سورګل ور ناره کړه زه در شم؟  دې په تلوار وویل نه مه راځه چې بیا ما ته توپ نه را کوې»

نه،  تا ته هم توپ درکوم، خو ته یې باید زده کړې چې څنګه له نورو توپ واخلې، تورپېکۍ وویل ښه ده راشه او ما ته یې را زده کړه، خو ګوره چې یوازې به ته توپ اخوا دې خوا نه کوې، ما ته به هم توپ پرېږدې، سور ګل ويل سمه ده.

خو سورګل د کور انګړ ته په رسېدو توپ پر پښه وواهه او له خوره یې واخیست، خور یې په ژړغوني غږ ورته وویل؛ تا خو ویل چې ما ته به یې را زده کوې خو اوس تا بیا توپ واخیست،  سورګل په خندا ‎خور ته وویل؛ ښه ... ښه  مه ژاړه  ته اوس منډه کړه او له ما توپ واخله او ځان ورنږدې کړه، بیا یې په پښه ووهه او بلي خوا ته یې واچوه او بیا ورپسی منډه کړه او په پښه یې ووهه تورپېکۍ ویل ښه! خو بیا څه وکړم؟ ده وویل بیا منډه کړه توپ په پښه ووهه او د ګول خوا ته یې ورسوه.

تورپېکۍ وویل؛ زه خو یوازې دا ټول کارونه نه‌شم کولای، سورګل وویل که په ټيم کې لوبه کوې؛ نو ستا ملګري به هم راشي او له تا سره به مرسته وکړي، دې وویل خو که هغوی را نه‌شي بیا؟ که هغوی را نهشي او له تا سره مرسته و نه کړي؛ نو د لوبې ګټل اسان نه دي.

تورپېکۍ وویل؛ ښه ښه اوس پوه شوم چې یوازې فوټبال نه‌شم کولای، بلکې په دنیا کې هر کار په یوازې سر مخ ته وړل ستونزمن کار دی.

زه څوک يم؟

Dec 08, 2019 29

سلامونه ګلاليو ماشومانو! خدای دې وکړي چې ازموينې مو په خير تېرې شوې وي، نن راځئ د اغلې فرشتې صالحي دا شعر سره ولولو، خو تر لوستلو وروسته بیا د ټولګې کتابونه هم واياست؛

په مني کې د پسرلي سندره

Dec 04, 2019 29

سلامونه يارانو! که څه هم د ژمي موسم دی، پاڼې ژېړې دي او يخ را روان دی، خو موږ نن داسې يوه سندره درته راوړې چې د پسرلي يادونه پکې شوې ده. دا سندره ښاغلي نور الحبیب نثار درته ليکلې [...]

داسې نه وي چې سينې مو سرطان وي

Dec 03, 2019 29

تورپېکۍ سادات د سينې سرطان نه زوکام دی، نه عادي تبه، بلکې دا ناروغي هر کال زرګونه افغان مېرمنې هم د مرګ کومې ته ور ټېل وهي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې