ملکیان مه وژنئ! د وردګو اوسېدونکي د حافظ غونډارو تر کابله را ورسول
۱ اسد ۱۳۹۸ 290 0 نظر سرخط

ملکیان مه وژنئ! د وردګو اوسېدونکي د حافظ غونډارو تر کابله را ورسول

که څه هم په هېواد کې روانه جګړه هره ورځ له افغانانو قرباني اخلي او له کبله یې لسګونه کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي، معلول کېږي او کورنۍ یې هم د دوی د غم پر ټغر کېني، خو د سولې خبرو اترو له ګرمېدو سره هم‌مهاله جګړې هم زور اخیستی او ښکېلو لوریو ته د مرګ‌ژوبلې اوښتو تر څنګ یې پر عامو خلکو هم اور بل کړی دی.

میدان وردګ ولایت، د هېواد د نورو ناامنه ولایتونو له ډلې دی چې اوسېدونکي یې روانې جګړې تر نورو ډېر ځورولي او لا هم دا خونړۍ او پردۍ جګړه په بېلابېلو نومونو د دغه ولایت له خلکو قرباني اخلي.

د میدان وردګو ګڼ ‌شمېر اوسېدونکيو، د ولایتي شورا غړیو او قومي مشرانو پرون خپل عرض کابل ته راوړی و او دلته یې له رسنیو سره په دغه ولایت کې د روان ناورین کیسې شریکې کړې.

دوی وویل، د ارام ژوند په ارمان دي، په هېواد، په تېره میدان وردګو کې روانې جګړې ستړې کړي او د جګړې له ښکېلو خواوو غواړي چې په خپلو کې سره سوله وکړي او روانه بدمرغه جګړه چې قرباني یې یوازې او یوازې افغانان ورکوي، پای ته ورسوي.

د میدان وردګو د اوسېدونکیو او د جګړې قربانیانو په وینا، په دغه ولایت کې پر عامو خلکو ناتار جوړ دی او هره ورځ د خپلو بچیانو، وروڼو او د کورنۍ د نورو غړیو د غم پر ټغر ناست وي.

په‌ دې ډله کې د جګړې یو قرباني مسيح‌الرحمان وايي چې شاوخوا نهه میاشتې وړاندې دی په ایران کې و او امریکايي ځواکونو یې دلته پر کور بمبار وکړ چې له کبله یې د مېرمنې په ګډون، اووه ماشومان او څلور د کاکا لورګانې شهیدان شول.

د هغه په وینا، سره له دې چې د ده د کورنۍ د غړیو له شهیدېدو نهه میاشتې تېرېږي، خو لا یې هم چا پوښتنه نه‌ ده کړې او کله چې ده هم اړوندو ادارو ته مراجعه کړې، غږ یې نه‌ دی اورېدل شوی.

مسيح‌الرحمان چې اوس د ټولې کورنۍ له ډلې یې یوازې دی پاتې دی، نه یوازې د خپلې مېرمنې، ماشومانو او د کاکا لورګانو د شهیدولو په اړه ځواب غواړي، بلکې د هغو ټولو ملکیانو لپاره عدالت غواړي چې په هېواد کې د روانې جګړې پر مهال ګور ته لېږل شوي دي.

په همدې حال کې د میدان وردګو ولایت د ولایتي شورا رییس اخترمحمد طاهري بیا په دغه ولایت کې د جګړې پر مهال د افغان او بهرنیو ځواکونو پر بې‌غوري نیوکه کوي.

دی وايي، که په میدان وردګو کې د عامو وګړیو د مرګ‌ژوبلې مخه و نه نیول شي، د دغه ولایت اوسېدونکي به راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې تحریم او دغه راز د کابل کندهار لویه لار به هم وتړي.

خو د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان وايي، ملکي وګړیو ته له نوي سلنې ډېره مرګ‌ژوبله د طالبانو له لورې اوړي.

د هغه په وینا، د امنیتي ځواکونو په ټولو عملیاتو او بریدونو کې هڅه کېږي چې ملکي وګړیو ته زیان و نه رسېږي.

امان زیاتوي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د خلکو د ځان او مال ساتنې مسوولیت لري او د همدې لپاره یې خپل سرونه په لاسونو کې اخیستي او په هېواد کې د ترهګرو پر وړاندې جنګېږي.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرې یوې میاشتې راهیسې د میدان وردګو ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال نه یوازې لسګونه ملکي وګړي شهیدان او ټپیان شوي، بلکې خلکو مالي زیانونه هم اوښتي دي.

خونړۍ لويې لارې؛ تېر نيم کال موټرو سلګونه مسافر بلې نړۍ ته رسولي

Jan 08, 2020 29

د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، د ۲۰۱۹ مېلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ۲۰۱۸ مېلادي کال د لومړیو ۶ میاشتو په پرتله په ټرافیکي پېښو کې ۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

امارت بیا په شمال کې؛ طالب ځريو په جوزجان کې پر ولس اسمان را ټيټ کړی

Dec 29, 2019 29

که څه هم وسله‌والو طالبانو له تېرې شاوخوا یوې نیمې لسیزې راهیسې په هېواد کې د جګړې له پیل سره هممهاله پر عامو وګړیو هم بېلابېل ظلمونه پیل کړي

د بې‌سوادي پر ګړنګ؛ ميليونونه ماشومان له مکتبه پاتې دي

Dec 25, 2019 29

د ښځو او ماشومانو د حقونو یوه څېړنیز بنسټ موندنې ښيي چې ۶۳ سلنه نجونې تر ۱۵ کلني وړاندې زده‌کړې پرېږدي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې