په غزني کې اته وسله‌وال طالبان وژل شوي
۲۹ سرطان ۱۳۹۸ 182 0 نظر سرخط

په غزني کې اته وسله‌وال طالبان وژل شوي

په غزني کې اته وسله‌وال طالبان وژل شوي

د غزني د والي ویاند محمدعارف نوري د دغه ولایت په ناوې ولسوالي کې د اتو وسله‌والو طالبانو د وژل کېدو ادعا کوي.

نوري زیاتوي، دغه کسان د غزني په ناوې ولسوالي کې د افغان امنیتي ځواکونو د ځانګړیو عملیاتو پر مهال وژل شوي دي.

د هغه په خبره، د ملي پوځ ځانګړیو ځواکونو د ناوې ولسوالي په ملک‌الدین سیمه کې د دښمن پر مرکزونو عملیات کړي چې په پایله کې یې ۸ تنه طالبان وژل شوي او بېلابېلې وسلې او یوه اندازه تجهیزات یې د افغان امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

د نوري په خبره، په یادو عملیاتو کې افغان ځواکونو او ملکي وګړیو ته زیان نه‌دی اوښتی.

وسلهوالو طالبانو تراوسه دوی ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه څه نه‌دي ویلي.

په پروان کې د طالبانو برید ۲۴ کسان شهیدان کړل

Sep 17, 2019 29

په پروان ولایت کې د ولسمشریزو ټاکنو نوماند محمداشرف غني کمپایني غونډې ته نږدې د طالبانو ځانمرګي ۲۴ کسان شهیدان کړي او ۳۲ نور ټپیان دي.

په هلمند کې له ۲۰ ورځو راهیسې څه باندې ۶۵ طالبان وژل شوي

Sep 17, 2019 29

کورنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ادعا کوي چې امنیتي او دفاعي ځواکونو په تېرو شلو ورځو کې د هلمند ولایت په بېلابېلو برخو کې څه باندې ۶۵ وسله‌وال طالبان وژلي او ګڼ [...]

ټرمپ: پر طالبانو یې تر بل هر وخته ځپوونکي بریدونه پیل کړي

Sep 15, 2019 29

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، وسله‌وال طالبان دا مهال تر بل هر وخته ډېر تر سختو بریدونو لاندې نیول شوي دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې