د علماوو له وژلو ترهګر څه ترلاسه کوي؟
۱۹ سرطان ۱۳۹۸ 242 0 نظر سرخط

د علماوو له وژلو ترهګر څه ترلاسه کوي؟


د علماوو له وژلو ترهګر څه ترلاسه کوي؟

زبير افغان   

 څو ورځې وړاندې د علماوو شورا خبر ور کړ چې په تېرو ۱۵ کلونو کې ترهګرو د نظام ملاتړي ۱۰۰۰ کسه علما شهیدان کړي دي. دا په داسې حال کې چې په دې تېره روژه کې د مولوي ریحان او مولوي کامه‌وال ارقام هم پر ور زیات شول. موږ باید دا پوښتنه مطرح کړو چې ترهګر ولې علما وژني او اصلاً له دې څه تر لاسه کوي، که د جنګ لوری «طالبان» شعارونه او د دوی ادعا شوي اهدافو ته فکر وکړو؛ نو پوهېږو چې د علماوو له وژلو د هغوی څو اهداف دا دي؛

۱. په هېواد کې شته جنګ یو نیابتي جنګ دی، د دې تر شا چې کوم هېوادونه لاس لري هغوی زموږ د هېواد هر هغه قشر چې د هغو هېوادونو له اړتیا مو خلاصوي وهي، څو زموږ هېوادوال د زیات وخت لپاره د هغوی محتاج پاته شي. د افغان نوموتو علماوو له وژلو یو هدف دا دی چې دلته د هغو عالمانو تشه احساس شي چې زموږ ټولنه ورته اړتیا لري او موږ اړ شو چې د دې تشې د ډکولو لپاره دوی ته رجوع وکړو.

۲. زموږ هغه نظامونه چې د هېواد، ملت او ملي ګټو لپاره لږ یا ډېر کار کوي، هغه د ګاونډيانو نه دې خوښ. د دې لپاره دا جنګ روان دی او تر مختلفو نومونو لاندې زمینه‌سازي ورته کېږي. د همدې نظام تر چتر لاندې چې هر څوک را ټولېږي هغوی د ترهګرو په اند د وژلو وړ دي، خو علما بیا ځکه مهم دي چې د دوی موجودیت د نظام مشروعیت قوي کوي.

 ترهګر هڅه کوي چې د یوې نیابتي جګړې د غځولو لپاره له نظامه مشروعیت وتروړي او بیا يې پر ضد د ولس په منځ کې ځانو ته ځای پيدا کړي او خپلو لیکو ته خلک جذب کړي.

۳. ترهګرو د خپل جنګ لپاره یو دیني او مقدس پوښ جوړ کړی او تر دې نوم لاندې خپل ټول اعمال توجیه کوي. دا چې زموږ ولس په دې میدان کې زیاته پوهه نه لري، ترهګر په اسانې کولای شې چې د ناسم استدلال په کولو پر ولس خپلې خبرې او اعمال تېر کړي او د هغوی یوه لویه کتله له ځانو سره مل کړي؛ نو کله چې د دین یو عالم را مخ ته کېږي او د هغوی له څېرې نقاب پورته کوي، ولس ته يې اصلي موخې ور ښيي، د شریعت او د دوی تر منځ فاصله په ګوته کوي او ملت د هغوی له دامه را باسې؛ نو حتمي خبره ده چې ترهګر به عکس العمل ښيي.

 د یوه مخالف نظروال پر وړاندې ردعمل څو ډوله کېدای شي، مثلاً؛ ډیالوګ کولای شي، په رد کې يې کتابونه لیکلای شي، د ولس پر وړاندې يې مخامخ مناظرې ته را بللای شې او نور… خو که د مخالف پر وړاندې یو چا په هر ډګر کې خپله ماتې حتمي بلله، بیا نو له وژنې پرته بله لار هغوی نه ويني او همدا تګلاره به د ځان په اړه ګټوره بولي. ترهګر نن همدې پایلې ته رسېدلی دي، هغوی د علماوو پر وړاندې د استدلال او ډیالوګ میدان بایللی دی، د قلم او علم په میدان کې هغوی پاته دي.

 له دې امله يې یوازې زور او توپک ته پنا وړې ده؛ نو که يې هر څوک د اهدافو پر وړاندې خنډ کېدل، هغوی به له منځه وړي او علما چې په دې برخه کې تر نورو ښه کردار ادا کولای شې له دې امله به تر ټولو لومړی هدف وي.

۴. په افغانه ټولنه کې علما ښه ډېر اغېز لري. د علماوو همدې رول ته په کتو هغوی هغه چاته انګېزه ور کوي چې د ترهګرو د نیابتي جنګ پر وړاندې درېږي. د علماوو غږ پر افغانانو زیات تاثیر لري، هغه علما چې د وطن او ملت ساتنې لپاره د خپلو امنیتي دفاعي ځواکونو په ځنګ کې درېږي، روحیه ورکوي او له خپله وطنه دفاع د شریعت له مخې یو مشروع عمل بولي، ترهګر يې د خپلو موخو پر وړاندې تر ډېرو نورو مخالفو کسانو د ځانو لپاره زیات خطر بولي. له همدې امله په تېرو ۱۵ کلونو کې د علماوو له وژلو مخ نه اړوي او د ټولو جنګي اصولو خلاف يې د علماوو پر وژلو اقدام کړی او هيڅ ډول افغاني کلتور، شرعي اخلاق او اصول او نړيوال قوانین يې په پام کې نه دې نیولي او دوی فکر کوي چې د دوی هدف وسېله توجیه کوي؛ نو همدې اصل ته په کتو يې خپل هدف ته د لاسرسي په خاطر هر ډول وسایل وکارول.

۵. د علماوو له وژلو د هغوی بل هدف دا دی چې د خپل ځان پر وړاندې د علماوو مخالفت ختم کړي، څوک شهیدان کړي، څوک زخمي، څوک له وطنه فرار ته مجبور کړي او نور په زور دې ته اړ کړي چې د هغوی له مخالفته لاس واخلي او دوی اسانه خپلو موخو ته ځانونه ورسوي.

۶.د افغان نظام د ملاتړو علماوو وژل او کمېدل په ټولنه کې دا فرصت پيدا کوي چې خلک د ترهګرو د علماوو لور ته توجه وکړي او د هغوی اغېز ورو ورو په پراخېدو شې. په دې ډول هغوی خپلو اهدافو ته څانونه نږدې کوي.

۷. په افغاني رنګ د رنګېدلو علماوو وژل د دينپوهانو یوه لویه تشه را منځ ته کوي، د ډکولو لپاره يې یا د ترهګرو ملاتړي مدعي دین‌پوهان را مخ ته کېږي یا هم د دیني علومو زدهکونکي د علم لپاره خارج ته ځي. په دواړو حالاتو کې د هغوی ګټه ده. که خارج ته ولاړ شې له هغه لورې یو داسې فکر راوړي چې په یوه بله ټولنه کې تولید شوی وي، د هغوی د اړتیا له مخې پيدا شوی وي او د هغې ټولنې د کلتور رنګ يې اخیستی وي، کله چې زموږ ټولنې ته راځي؛ نو په ټولنه کې د منلو خاص چانس نه لري او د ټولنې او یوې ډلې علماوو تر منځ فاصله پيدا کېږي او دا اختلاف د زمانې په تېرېدو پراخېږي چې یو مهال په وسله‌وال خشونت هم بدلېدای شې. لکه دا نن داعشي او دیوبندي افکار چې یو له بل سره ښکر په ښکر دي. دا خو يې یو لوری دی، که بیا داسې وشې چې د علماوو تشه د ترهګرو ملاتړي پوهان ډکه کړي؛ نو هغوی په لوی لاس د ماشومانو اذهانو ته ترهګریز افکار ور انسټالوي چې دا زموږ د ټولنې لپاره د یوه خطرناک ایینده پيغام را کوي او دا حالت د ترهګرو او مغرضو ګاونډیانو په ګټه دی.

 

پارلماني مصوونیت

Oct 16, 2019 29

دين پال شاه واجب الاحترام، غير مسوول کس دی؛ د شاهي نظام په وخت کې همدا ذهنيت خلکو ته ور کول کېده.

د هېواد په ثبات کې د رسنيو رول

Oct 15, 2019 29

ډاکټر عطاالله زیارمل کېدای متوجه شوي به یاست چې زموږ افغاني رسنۍ تل په دې هڅه کې وي چې د ولس مشکلات واوري او د نورو خلکو غږ هم حکومت ته ورسوي، هغه په دې نیت چې ګویا خپله غاړه یې [...]

هغه جګړه چې هر څه یې له موږ واخيستل

Oct 14, 2019 29

ضمیر ساپی څو شپې وړاندې مې د دې خونړۍ جګړې یو قرباني چې نږدې یو درجن اولادونه یې ځوانې مېرمنې ته پاتې دي، په خوب ليده چې په ډېرې خوشالې د خپل انګړ پر دروازه قدم کېږدي دننه لاړ. [...]

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې