له ديپکا د شهرت لار ورکه ده
۱۹ سرطان ۱۳۹۸ 296 0 نظر سرخط

له ديپکا د شهرت لار ورکه ده

له ديپکا د شهرت لار ورکه ده

د بالیووډ سېنما وتلې اداکارې کنګنا رناوت خور رنګولي چاندي رناوت د دې سېنما له وتلیو ستوریو ورون دهون او تاپسي پنو وروسته دپیکا پډوکون هم و نه‌ بښله.

د هندي سېنما مشهوره ستورې دپیکا پډوکون د روانې ناروغانو د درملنې لپاره یو مرکز جوړ کړی چې څو ورځې وړاندې هغه ورغلې وه او له ناروغانو سره یې تر کتنې وروسته په یوه ناسته کې خپلې تجربې شریکولې.

د همدې خبرو جوړه شوې ویډیو هغې پر خپل یوټیوب چینل هم پورته کړې چې تر دې مهاله شاوخوا یو ميلیون کسانو کتلې ده او بېلابېل نظرونه پرې ورکړل شوي دي.

خو د اداکارې کنګنا رناوت خور رنګولي چاندي رناوت د دپیکا پډوکون دا کار ناوړه عمل بللی او زیاته کړې یې ده چې هغه له روانې ناروغانو په ناوړه ګټې اخيستنې سره غواړي خپل ځان مشهور کړي.

تر دې وړاندې چاندي رناوت د بالیووډ په مشهورو لوبغاړیو لکه ادتتیا پنچولي، ورون دهون او تاپسي پنو هم ورته نیوکې کړې وې او پر دوی یې تور پورې کړی و چې د خپل شهرت لپاره له نورو ناوړه ګټه اخلي.

د کريتي او ورون دهون جنجال

Oct 14, 2019 29

د هندي سېنما د وتلیو ستوریو تر منځ ډېر وخت جنجالونه راپورته کېږي، خو د دوی تر منځ عادي خبرې هم د ډېرو خلکو په خولو کې وي.

خدای مو له دې ماهي ساته

Oct 14, 2019 29

د امریکا په جورجیا ایالت کې د چاپېریال ساتنې ادارې اعلان کړی دی چې په هلته په ځنګل کې کب ته ورته مار پیدا شوی چې په وچه کې ګرځي او ډېر زیاته خطرناک بلل شوی دی.

د سونم کپور مشوره

Oct 13, 2019 29

د بالیووډ سېنما مشهوره فلمي ستورې سونم کپور چې په دې وروستیو کې په فلمونو کې ډېره زیاته بوخته ده وايي، هنرمندان باید یوازې په فلمونو کې خپل ژوند تېر نه ‌کړي. هغې له رسنیو سره [...]

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې