جوړه دې داسې وي

جوړه دې داسې وي
۱۹ سرطان ۱۳۹۸ 114 0 نظر سرخط

جوړه دې داسې وي

په لیتوانیا کې یوې جوړې په هغه نړیواله سیالۍ نړیوال ریکارډ جوړ کړ چې خاوند به یې خپله مېرمن پر اوږو پورته کوله او بیا به یې په لیکه کې چټکه منډه وهله.

د نړیوالو رسنیو د مالوماتو له مخې، دا داسې سیالې ده چې یو خاوند خپله مېرمن پر اوږو پورته کوي او په کږلېڅ ډوله لارې منډه وهي.

په دې سیالې کې چې په فنلينډ کې وشوه د لیتوانیا تر څنګ اسټرالیا، فرانسې او جرمني هېوادونو وګړیو پکې برخه اخيستې وه، خو لیتوانیايۍ جوړې په ۲۵۳٫۵ مټره منډې سره نړیوال ریکارډ جوړ کړ.

د دې سیالې شرط دا و چې مېرمن به له ۱۷ کلونو پورته او تر ۴۳ کیلو ګرامه پورې وزن لرونکې وي او ګټونکې هغه جوړه ده چې په کمه موږده کې ډېره منډه ووهي.

په دې سیالې کې تر ټولو چټکه او ډېره منډه د لیتوانیا یوې جوړې طی کړې ده. دې جوړې په یوه دقیقه او شپږ ثانیو کې د ۲۵۳٫۵ مټره منډې په وهلو نړیوال ریکارډ جوړ کړ.

دې سیالې ته زرګونه کسان ورټول شوي وو او له نږدې یې ننداره کوله او له لیتوانیا وړاندې په دې سیالې کې تېر کال اسټرالیايۍ جوړې په يوه دقیقه کې ۲۲۵ مټره مزل طی کړی و. د دې سیالې ګټوونکیو ته سل زره ډالره ډالۍ هم ورکول کېږي چې سږ کال د لیتوانیا جوړې په برخه شوه.

د شاهد کپور فلم پنځه ريکارډونه جوړ کړل

Jul 17, 2019 29

څو اوونۍ وړاندې به مو د بالیووډ سېنما وتلي اداکار سلمان‌ خان د تازه راوتلي فلم «بهارت» د ریکارډونو په اړه اورېدلي وي چې په نړیوال کچه یې څومره پیسې وګټلې او د څومره خلکو د پام [...]

هالينډيان له مچيو سره هم مينه لري

Jul 17, 2019 29

زموږ په هېواد کې شاوخوا څلور لسیزې جګړې نه یوازې د افغانانو پر ژوند ناوړه اغېزه کړې ده، بلکې د ځنګل، اوبو او هوا پر حیواناتو یې هم نېغ په نېغه تاثیر اچولی دی.

د بالیووډ خانان خاني غواړي

Jul 16, 2019 29

د بالیووډ سېنما وتلي خانان سلمان، عامر او شارخ خان تېر کال دومره خوندور ثابت نه‌ شول، ځکه د دوی فلمونو له تمې خلاف کمې پیسې وګټلې.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې