له طالبانو سره سوله به هېواد ارام کړي؟
۱۹ سرطان ۱۳۹۸ 216 0 نظر سرخط

له طالبانو سره سوله به هېواد ارام کړي؟

له طالبانو سره سوله به هېواد ارام کړي؟

که څه هم له شاوخوا نهو میاشتو راهیسې د افغان سولې په اړه د امریکا او طالبانو او دغه راز د یو شمېر افغانانو او طالبانو تر منځ د سولې خبرې روانې دي چې په هېواد کې د روانې جګړې د پای ته رسېدو لپاره یې د افغانانو هیلې زیاتې کړي او تمه ده چې په بریا سره به یې افغانانو نور ارام ژوند ولري.

خو په هېواد کې د طالبانو ځینو ډلو په ګډون، له شلو د زیاتو ترهګرو ډلو حضور او فعالیت ته په کتو داسې ښکاري چې که له طالبانو سره د سولې روانې خبرې اترې پایلې ته هم ورسېږي، افغانستان به بشپړ په امن نه‌شي او نه به هم افغانانو د دوی له ګوزارونو بې‌غمه شي.

تازه د ملا رسول په مشري د طالبانو یوې انشعابي ډلې له هېواده بهر، په قطر، متحده عربي اماراتو، مسکو او ځینو نورو هېوادونو کې د افغان سولې خبرو اترو مخالفت کړی او ټینګار یې کړی چې په مسکو کې ناست طالب استازي د طالبانو استازولي نه‌شې کولای.

د دې ډلې یوه مشر ملا عبدالمنان نیازي ویلي، د ملا هبة‌الله په مشري طالبانو د ګاونډیانو په خوښه او لارښوونه خپل مشران وواژه او اوس هم د طالبانو پر سر له پاکستان، ایران، روسیې، چین او امریکا سره معاملې کوي.

 هغه د بهرنیو هېوادونو پر ځای، په افغانستان کې د افغان سولې په اړه پر خبرو اترو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې که قطر ته له پاکستانه ورغلیو کسانو سره د سولې هوکړه وشي، دوی ته د منلو نه ‌ده.

د طالبانو د انشعابي ډلې څرګندونې ښيي چې ټول طالبان هم په یوه خوله نه‌ دي او تر منځ یې ښه ډېر اختلافات شته او که د سولې په روانو خبرو اترو کې له دې ډلې ټولې بېلې شوې ډلې ور ګډې نه‌شي، د هېواد د راتلونکي امنیت لپاره ګواښ پېښولای شي.

دغه راز د طالبانو د دې انشعابي ډلې له دریځه او څرګندونو داسې ښکاري چې دا ډله په قطر، اماراتو، مسکو او یا هم کوم بل هېواد کې چې د افغان سولې په اړه کېدای شي پکې غونډې وشي، خوښ نه‌ دي او په یو ډول غواړي، دوی هم په دغو خبرو اترو ور ګډ شي.

کېدای شي د طالبانو جلا شوې ډلې د کمیت له اړخه هغومره سترې او پیاوړې نه وې، خو که ورته پام و نه‌شي، د سولې خبرو اترو له بریا وروسته د افغان حکومت، افغانانو او ان امریکا لپاره په یوه سرخوږي بدلېدای شي.

د دې تر څنګ، د افغان امنیتي چارواکیو له قوله، د طالبانو د انشعابي ډلو په ګډون اوس په هېواد کې له شلو ډېرې ترهګرې ډلې فعالیت کوي؛ نو که د افغان سولې روانه پروسه بریالۍ هم شي، ښايي په افغانستان کې روانه جګړه او ترهګریزې پېښې و نه درېږي او نه به هم افغانان ارام ژوند ته پرېږدي، خو په ټوله کې له طالبانو سره د روانو خبرو اترو بریا په هېواد کې د جګړې او تاوتریخوالي کچه را ټیټولای شي.

اوس په ‌کار ده چې لومړی د سولې روانې پروسې د بریا لپاره کار وشي او که شونې وي، د طالبانو هغه انشعابي ډلې دې هم په ‌دې پروسه کې ور ګډې شي چې د افغانانو تر منځ پر سولې ټینګار کوي.

خو باید په هېواد کې د نورو ترهګرو ډلو پر وړاندې مبارزه هم له یاده و نه ايستل شي. افغان حکومت او د امریکا په ګډون نړیواله ټولنه باید د دغو ډلو د ځپلو لپاره په ګډه کار وکړي او تر هغې چې نه وي ورکې شوې، نړیوالو ته په ‌کار ده چې د افغان حکومت تر څنګ ودرېږي او د نظامي ملاتړ تر څنګ یې، سیاسي او اقتصادي ملاتړ هم وکړي.

 

طالبان دې د سولې را روان فرصت نه ضايع کوي

Oct 16, 2019 29

له هغه وروسته چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه ټویټ له طالبانو سره د دغه هېواد د سولې خبرې اترې لومړی ودرولې او بیا یې لغوه اعلان کړې، په هېواد کې د سولې د راتګ په اړه [...]

مسوولان دې د ترور مخه ونیسي

Oct 14, 2019 29

که څه هم په هېواد کې د روانې جګړې له پیل سره هم‌مهاله د وسله‌والو نښتو، بریدونو او چاودنو تر څنګ، د حکومتي، په تېره بیا امنیتي ادارو د کارکوونکیو، دیني عالمانو، کادرونو، قومي [...]

کمېسیون دې د خلکو رایې وساتي

Oct 12, 2019 29

که څه هم په تېرو ولسمشريزو ټاکنو کې د خلکو ګډون د تېرو ټاکنو په پرتله کم‌رنګی و، خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون دا پروسه تر ډېره ښه مدیریت کړه او د مخکېنیو ټاکنیزو پروسو په پرتله دا [...]

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې