که سره ښکل کړئ دا ګټې به وکړئ
۱۹ سرطان ۱۳۹۸ 373 0 نظر سرخط

که سره ښکل کړئ دا ګټې به وکړئ

که سره ښکل کړئ دا ګټې به وکړئ

په تېره لیکنه يوازې د ښکلولو په ډولونو او ځانګړنو غږېدلي و، دا ځل غواړو چې له دې بې‌لګښته ډالۍ نورې پردې هم لرې کړو چې نورې څه ګټې او خوندونه پکې نغښتي دي. ګډ ژوند يوازې په دې ارزي چې زيات له همدې قانونه پوره ګټه پکې واخلو او هم دا څو ورځې تېرېدونکې شېبې يو بل ته پکې رنګينې کړو.

اوس په ټوله نړۍ کې زيات درمل د خوښې او روانې حال د ښه کولو لپاره نه کارول کېږي، ځکه ډاکټران وايي هغه روانې او تر ډېره جسمي روغتيا د ګډ ژوند په درشل کې د ښځې او مېړه په زياته مينه او ښکلولو کې موجود دی. ايا زموږ په ټولنه کې داسې کسان شته چې خپل د ژوند ملګري/ملګرې ته واقعي خوښې ور کړي؟ نو د دې قانونه په نه مراعتولو کې اوس ورځ تر بلې د کورنيو منځ ته جنجالونه ور ننوتلي دي چې په زياته اندازه يې ښځه او خاوند ځپلي دي، را ځو موضوع ته؛

 ځواني ساتي

 د ښکلولو تر ټولو مهمه ګټه دا ده چې له انسان سره مرسته کوي عضلات يې مړاوي پاتې نهشي، د عضلاتو د تاندوالي او نه خرابېدو په خاطر انسان ځوان پاتې کېږي او تازه ښکارېږي.

 د غاښونو او وريو د پاړسوب مخه نيسي

تر خوراک وروسته خوله پرېمنځل او بیا يو بل ښکلول. «په انګلستان کې د غاښونو ډاکټرانو اتحاديه وايي چې خوله له خوراکي موادو ډکېږي چې د غاښونو پر مخ بلاک پيدا کوي، د ښکلولو پر وخت په خوله کې ترشحي مواد زياتېږي او پرغاښونو د بلاک او ژېړې پردې مخه نيسي.»

د اندامونو تناسب پيدا کوي

د ښکلولو په وخت کې زړه تېز حرکتونه کوي، په دغه وخت کې ادرنالين هورمون ډېر ازادېږي او وينه په سرعت پمپېږي. ښکلول يانې د زړه يو ښه تمرين ګڼل کېږي.

سټريس کموي

په مينه‌ناک انداز د مقابل لورې ښکلول د خوشالتيا سبب ګرځي، د مايکل مکناب په نوم يو ارواپوه وايي؛ کله چې شونډې په ښکلولو لګيا وي خوله تقریباً د موسکا خندنی حالت پيدا کوي، دا چې احساسات او بدني حرکات يو له بل سره نږدې کېږي ذهناً ارامېږو نو؛ دا خبره ناممکنه ده چې انسان دې هم خاندې او بیا دې سټرس ولري.   

 وزن کموي

ښکلول په بدن کې د مېټابوليزم چټکتيا ډېروي او دا د دې سبب ګرځي چې په بدن کې قندي مواد په سرعت وسوځي، د کالورې د مصرف مېزان له ښکلولو سره کلکه اړيکه لري چې په منځنۍ کچه په هرو لسو دقيقو کې زیاته کالورې مصرفېږي.

پر نفس باور زياتوي

د مېرمن او خاوند تر منځ مينه‌ناک ښکلول مثبت خواږه احساسات په څپو راولي، د ښکلولو پر وخت انسان خوښ وي او کله چې خوشاله وي د مقابل لورې د خوښې اړيکه هم ورسره ټينګېږي چې همدا کار په دواړو کې پر نفس باور را منځ ته کوي.

غوسه له منځه وړي

هغه کسان چې تل يې پر تندي د غوسې او پرېشانۍ نښې وي، که هغوئ  په ګډ ژوند کې د ښکلولو قانون مراعت کړي، بیا ناشونې ده چې هغه کس دې غوسه‌ناک مالوم شي، تر ډېره هغه څوک چې خوښ او پر مخ يې د خوږې مسکا نښې وي، هرومرو به يې ښکلول د ژوند يوه برخه ګرځولي وي.

کورني کسبونه مو په پښو دروي

Oct 13, 2019 29

کورنی‌توب په دې مانا نه دی چې يوه مېرمن خامخا پيسې وګټي يا يې ګټه لږ وي، که تاسې يوه کورنۍ مېرمن ياست او غواړئ د نورو کارونو تر څنګ عايد هم ولرئ، ځينې لاندنې وړنديزونه په غور [...]

له بې‌اعتماده خاوند سره داسې وکړئ

Oct 09, 2019 29

هغو کسانو ته په ټولنه کې بدګومانه ويل کېږي چې د هر چا په اړيکو شکمن وي، داسې انګېرې لکه د ده لپاره چې پټه دسيسه جوړېږي، که مېلمستيا ته وبلل شي ګوښه کېني نه غواړي زیاتې خبرې [...]

د ماشوم ژبه مو څه وخت بندېږي؟

Oct 07, 2019 29

لکنت د عین حرف «توري» سېلاب او کليمې تکرارول دي، د غږېدلو او خبرو کولو په حالت کې، د ژبې بندېدل هغه ناتوانې ده چې ماشوم د توري، سېلاب او کليمې د سم تکرارولو وړتیا و نه لري. د ژبې [...]

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې