زایره وسیم به په بګ باس کې ګډون وکړي؟
۱۸ سرطان ۱۳۹۸ 248 0 نظر سرخط

زایره وسیم به په بګ باس کې ګډون وکړي؟

زایره وسیم به په بګ باس کې ګډون وکړي؟

له هندي سېنما سره پرېکون کوونکې ممثلې زایره وسیم ته بلنه ورکړل شوې چې د هندوستان په مشهوره خپرونه بګ باس ۱۳م پړاو کې ګډون وکړي.

زایره وسیم چې څو ورځې وړاندې یې له بالیووډ سره په دې خاطر پرېکون اعلان کړ چې په باور یې ایمان یې په خطر کې دی، خو اوس ورته یو ځل بیا په هغه خپرونه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې چې پکې تر ډېره د همدې سېنما مشهور لوبغاړي ګډون کوي.

د هندي رسنیو د مالوماتو له مخې، د بګ باس مسوولینو له زایره وسیم سره په دې خپرونه کې د ګډون په خاطر اړیکه نیولې او ویل کېږي هغه له دې خپرونې سره ډېره  لېوالتیا لري، خو لا مالومه نه ‌ده چې هغه به د بګ باس مسوولانو بلنې ته مثبت ځواب ورکړي که منفي؟

د بګ باس خپرونه چې په هندوستان کې د فلمي اداکارانو تر منځ د شخړې په برخه کې ډېره مشهوره ده، خو ویل کېږي سږ کال به پکې ډېر تغیرات را وستل شي او په ۱۳م پړاو کې به یې هم د باولیووډ ډېر مشهور ممثلان ګډون وکړي.

یاده دې وي چې زایره وسیم، څو ورځې وړاندې پر خپله فېسبوک پاڼه له بالیووډ سره پرېکون اعلان کړ او دلیل یې دا را وستی و چې په هندي سېنما کې کار کولو له خپل مذهبه لرې ساتلې وه او ورځ تر بلې یې د جهالت لور ته بېوله چې په وینا یې ایمان یې هم په خطر کې و.

کتریه؛ بهارت ښه تجربه وه

Oct 16, 2019 29

د هندي سېنما وتلې فلمې ستورې کترینه کیف او د سلمان خان وروستی ګډ فلم به مو حتماً ليدلی وي چې په نړۍ کې د ډېرو کسانو خوښ شو.

ډېویډ ايسټ يوه کار ميليونر کړ

Oct 16, 2019 29

په اسټرالیا کې د پولیس په قتل تورن کس ډېويډ ایسټ عمري بندي و، خو له ۱۹ کاله بند وروسته له زندانه ازاد شو او اوس ميلیونر دی.

له بدمعاشي تر اتلوالي

Oct 15, 2019 29

په فلمونو کې د بدمعاش په پرتله د فلمونو هر کتوونکي په ډېرې مینې سره د فلم ستوری خوښوي، ځکه ستوری اصلي رول ادا کوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې