خياطانو ته به نور ضرورت نه وي
۱۸ سرطان ۱۳۹۸ 348 0 نظر سرخط

خياطانو ته به نور ضرورت نه وي

خياطانو ته به نور ضرورت نه وي

تاسې به له سرخط ورځپاڼې د روبوټانو د ډېرو کمالونو په اړه اورېدلي چې په روغتونونو کې یې ډاکټري او ښوونځیو کې زده‌کړه ورکول پیل کړي و، خو نن درته داسې روبوټ در پېژونو چې ډېره چټکه خیاطي کوي.

نړیوالې رسنۍ لیکي، په نایجیریا کې یوه دولس کلن زده‌کوونکي داسې روبوټ جوړ کړی چې یوازې په څو دقیقو کې یو یخن‌قاق یا ټي‌شرټ ګنډي او په درې ثانیو کې ګنډل شوی لباس ډېر منظم قاتوي.

دې زده‌کوونکي له رسنیو سره په خبرو کې زیاته کړې، دا روبوټ کولای شي چې د کالیو ګنډلو په کمپنیو، له خیاطانو سره په هټیو او دوبیانو سره د کالیو په چمتو کولو کې مرستندویه ثابت شي، ځکه په ډېر لږ وخت کې لباس ګنډي او ډېر وخت سپما کوي.

زده‌کوونکي زیاته کړې، د دې روبوټ جوړولو اړتیا ورته هغه وخت محسوس شوه چې کله یې خیاطان او دوبیان په ډېر سخت حالت کې وليدل او د یوې جوړې جامو ګنډلو پر مهال یې ډېر وخت ضایع کاوه.

د رسنیو د مالوماتو په باور، په دې روبوټ کې یې د ای‌ وي تري برکس په نوم ټکنالوژي کارولې او تمه لري چې په بل پړاو کې یې بازار ته هم وړاندې کړي.

 

د مایکروسافټ غبرګېدونکی موبایل

Oct 09, 2019 29

څو اوونۍ وړاندې مو درته د ځیرکو موبایلونو مشهورې کمپنۍ سامسونګ د قاتېدونکي ځیرک موبایل په اړه مالومات در کړل، خو نن درته د مایکروسافټ د غبرګېدونکي ځیرک موبایل په اړه خبرې لرو.

مينه‌ناک روبوټ

Oct 08, 2019 29

مخکې مو د روبوټانو بېلابېلو دندو او ځیرکو کارونو په اړه درته ډېر مالومات درکړل، خو نن درته داسې روبوټ درپېژنو چې مینه در زده ‌کوي.

مجرمان دې خبر وي

Oct 07, 2019 29

د مصنوعي ځیرکتیا له ودې سره سم د ژوند په بېلابېلو برخو کې مختلفې اسانتیاوې رامنځ ‌ته کېږي چې ځینې یې ډېرې زیاتې ګټورې تمامېږي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې