افغان الف کرېکټ لوبډلې بنګله‌دېش ته ماته ورکړه
۱۸ سرطان ۱۳۹۸ 126 0 نظر سرخط

افغان الف کرېکټ لوبډلې بنګله‌دېش ته ماته ورکړه

افغان الف کرېکټ لوبډلې بنګله‌دېش ته ماته ورکړه

د افغانستان الف کرېکټ ملي لوبډلې په ټېست‌لوبه کې د بنګلهدېش الف لوبډلې ته د ۷ ويکټو په توپیر سره ماته ورکړه.

افغانستان د دې سیالي د ګټلو لپاره ۱۷۲ منډو ته اړتیا درلوده چې یاد هدف یې په ۵۷ اورونو کې د ۳ لوبغاړیو په سوځېدو ترلاسه کړ.

د افغانستان الف لوبډلې او د بنګلهدېش الف لوبډلې ترمنځ دا څلور ورځنۍ سیالۍ د بنګله‌دېش په وخولنا ښار کې ترسره شوه.

د دې سیالۍ د غوره لوبغاړي جایزه افغان توپ‌اچوونکي قیس‌احمد ته ورکړل شوه چې په دوه پاڼیو کې يې د بنګله‌دېش ۱۰ لوبغاړي سوځولي وو او ۴۶ منډې يې هم کړې وې.

افغان الف لوبډله اوس‌ د بنګله‌دېش په سفر بوخته ده او هلته به د بنګله‌دېش له الف لوبډلې سره پنځه یو ورځنۍ لوبې هم وکړي.

شپږیزه؛ د چهارشنبې په ورځ لومړۍ نیمه پای‌لوبه ده

Oct 16, 2019 29

د شپږيزې کرېکټ سیالیو په لړ کې د لومړي پړاو لوبې پای ته ورسېدې چې څلورو لوبډلو (د مس عینک اتلانو، بندامیر ښامارانو، کابل بازانو او د سپین‌غر پړانګانو) نیمه‌ پای‌لوبې ته لار [...]

شپږیزه؛ مس عینک امو نهنګانو ته ماتې ورکړه

Oct 15, 2019 29

د شپږیزې کرېکټ لیګ سیالیو د شپږم پړاو په څوارلسمې لوبې کې نن د امو نهنګانو او د مس عینک اتلانو لوبډلو سره سیالي وکړه چې مس عینک په درې منډو امو نهنګان لوبډلې ته ماتې ورکړه.

شپږیزه؛ د مس عينک اتلانو نیمه پای‌لوبې ته لار پیدا کړه

Oct 14, 2019 29

د شپږيزې کرېکټ ليګ په ۱۲مه لوبه کې د مس عينک اتلانو د کابل بازانو له لوري ورکړل شوی هدف په ډېرې اسانۍ سره پوره او په ۹ منډو يې په لوبه کې بريا خپله کړه چې له دې سره يې نیمه [...]

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې