ناسم اعلانونه دا ستونزې هم لري
۱۷ سرطان ۱۳۹۸ 216 0 نظر سرخط

ناسم اعلانونه دا ستونزې هم لري

ناسم اعلانونه دا ستونزې هم لري

په اسټرالیا کې یو کمېسیون د ځیرکو موبایلونو مشهورې کمپنۍ سمسونګ پر خلاف قضیه پرانيستې چې دې کمپنۍ په خپل نوي ماډل ځیرک موبایل ايس لس کې د اعلاناتو پر مهال مبالغه یا زیاتی کړی دی.

د اسټرالیا د سیالې او پېرودونکیو کمېسیون پر سمسونګ کمپنۍ تور پورې کړی چې دوی په خپلو اعلاناتو کې خلک تېر ايستلي، ځکه سمسونګ په یوه اعلان کې یو ځیرک مبایل ښيي چې یو لامبوزن یې د سمندر په مالګینو اوبو کې دننه کوي.

خو کمېسیون وايي، سمسونګ په دې اعلان کې زیاتی کړی دی، ځکه په وینا یې، ښايي د سمسونګ دا ځیرک موبایل به د اوبو پر وړاندې مقاومت ولري، خو د سمندر مالګینو یا د لامبو لپاره اوبو پر وړاندې مقاومت ادعا یې ناسمه ده.

سمسونګ پر خپله ویب‌پاڼه مشتریانو ته سپارښتنه کړې چې نوی ماډل موبایل دې په لامبو ځایونو او سمندر غاړو کې نه‌ کاروي، ځکه دې شرکت نوی موبایل بشپړ نه ‌دی ازمایلی، خو وايي کمپنۍ د مشتریانو د جلبولو لپاره داسې کار کړی چې په خبره یې باید داسې یې نه وای کړی.

سمسونګ زیاته کړې، دوی په خپل اعلان ولاړ دي او د محکمې پر وړاندې به ترې دفاع وکړي، خو که په محکمه کې سمسونګ دا دوسیه وبایلي، ښايي غټه جریمه پرې ولګول شي.

د مایکروسافټ غبرګېدونکی موبایل

Oct 09, 2019 29

څو اوونۍ وړاندې مو درته د ځیرکو موبایلونو مشهورې کمپنۍ سامسونګ د قاتېدونکي ځیرک موبایل په اړه مالومات در کړل، خو نن درته د مایکروسافټ د غبرګېدونکي ځیرک موبایل په اړه خبرې لرو.

مينه‌ناک روبوټ

Oct 08, 2019 29

مخکې مو د روبوټانو بېلابېلو دندو او ځیرکو کارونو په اړه درته ډېر مالومات درکړل، خو نن درته داسې روبوټ درپېژنو چې مینه در زده ‌کوي.

مجرمان دې خبر وي

Oct 07, 2019 29

د مصنوعي ځیرکتیا له ودې سره سم د ژوند په بېلابېلو برخو کې مختلفې اسانتیاوې رامنځ ‌ته کېږي چې ځینې یې ډېرې زیاتې ګټورې تمامېږي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې