ښکلول د ګډ ژوند تر ټولو بې‌مصرفه ډالۍ

ښکلول د ګډ ژوند تر ټولو بې‌مصرفه ډالۍ
۱۷ سرطان ۱۳۹۸ 130 0 نظر سرخط

ښکلول د ګډ ژوند تر ټولو بې‌مصرفه ډالۍ

د اروايې ناروغيو متخصصان وايي چې سهار مخکې له دې چې له کوره ووځئ، د ښځې ښکلول يا مچو کول د هغو ناروغيو مخه نيسي چې د روحي فشار لامل کېږي. ډاکټران وايي چې د مېرمن/خاوند ښکلول په بدن کې د هغه هورمونونو د توليد سبب کېږي چې د روحي فشار په کنټرول کې مرسته کوي.

 له دې وړاندې نورو څېړنو کې دا هم راغلي دي د مېرمنې/خاوند ښکلول د هغې/هغه د ښکلا سبب ګرځي. ډاکټر جان فري په خپل کتاب «عشق او جنسي اړيکې» کې وايي چې ښکلول يو هنر دی او د مينې ښکاره کولو يو ډول دی. دلته د ښکلولو په ډولونو باندې لنډ غږېږو؛

د مخ ښکلول

دا ډېر عام او پاک ښکلول دي د مېړه «خاوند» سربېره د دوو کسانو تر منځ هم اخیستل کېږي، دا ډول ښکلول کومه ځانګړې مانا نه لري، خو يوازې د ملګرتيا او درناوي په موخه استعمالېږي.

د تندي ښکلول

دا ډول ښکلول د بل هر رنګ ښکلولو په پرتله ډېر ارزښت لري، کله چې خاوند خپله مېرمن پر تندي ښکل کړي دا پيغام لري چې زما ملکه يې. ايا داسې کومه مېرمن به وي چې د خپل خاوند له خولې دا ډول کليمه يا خبره يې خوښه نهشي!؟ 

د لاس ښکلول

 د مېرمنو له انده غوره ښکلول دي، په دې ښکلولو کې سړی دا پيغام لېږي چې زما لپاره ډېره مهمه يې د لاس ښکلولو مانا همدا ده، ځينې وخت مېرمن د خپل خاوند لاس ښکلوي چې مانا يې درناوی او احترام وي. 

د ورغوي ښکلول

د ښځو د لاس ورغوی ډېر حساس وي، کله چې سړی د ښځې ورغوی ښکل کړي دا کټ مټ د خولې ښکلولو په څېر دی، دلته يې مانا عاطفي وي او سړی ور څخه غوښتنه کوي چې مينه ورکړي.

د سترګو ښکلول

 د کوم خاوند او مېرمنې تر منځ چې اړيکې ډېرې پياوړي وي؛ نو دا رنګ ښکلول را منځ ته کېږي. دا ښکلول له روانې اړخه ډېر اغېز لري او مقابل لورې ته دا پیغام رسول وي چې زما مينه او ژوند يې.

د پوزې ښکلول

دا ډول ښکلول يوه لوبه اوساعتېرې وي مانا يې د مقابل لورې خندول او خوشالتيا وي.  د غاړې ښکلول

دا تر ټولو پارونکي ښکلول دي، ځکه له حساس ځايه اخیستل کېږي، د غاړې ښکلول دا مانا لري چې دواړه لورې به ښه وخت سره تېروي او په عامه مانا د کوروالي لپاره د سريزې په مانا ده. 

د شونډو ښکلول

دا عادي او پاسته ښکلول دي چې دواړه لورې يې له يو بله اخلي د مېرمن او خاوند يې مانا د ژورو اړيکو موجوديت دی. احترام، باور او ځينې وخت د ځواک ترلاسه کولو لپاره سرچينه وي. مېرمن او خاوند د يو بل پر وړاندې خپله عاطفه او احساس څرګندوي او د ښکاره مينې اعتراف دی.

يادونه؛ دا هر څه په ګډ ژوند پورې تړلي او په کورني ژوند کې زیات اغېز لري باید یو له بله يې و نه سپموي.

په انتخاب کې ښه پام کوئ

Jul 16, 2019 29

لومړۍ برخه د ګډ ژوند د برخي متخصصان ټولن‌پوهان په دې باورې دي چې د انتخاب په هکله تصميم تر ټولو ګران کار دی؛ نو په دې کې بايد د کومو ځانګړنو نارينه انتخاب کړئ! حال دا دی چې تر [...]

په مېړه څنګه ګرانې شو؟

Jul 14, 2019 29

په ژوند کې ځينې مقررات او نکتې پېژندل نه يوازې يو بل سره ګرانوي، بلکې نور يې هم يو بل ته مينه څو چنده ډېرېږي چې تر زړبودنه لا يو بل ته خواږه وي.

که سره ښکل کړئ دا ګټې به وکړئ

Jul 10, 2019 29

په تېره لیکنه يوازې د ښکلولو په ډولونو او ځانګړنو غږېدلي و، دا ځل غواړو چې له دې بې‌لګښته ډالۍ نورې پردې هم لرې کړو چې نورې څه ګټې او خوندونه پکې نغښتي دي. ګډ ژوند يوازې په دې [...]

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې