ولاء او برا‌ء

ولاء او برا‌ء
۱۷ سرطان ۱۳۹۸ 63 0 نظر زبیر افغان

ولاء د لغت له مخې دوستي او مینې ته وايي، لسان العرب تر «موالاة» لاندې همدا ترجمه کړې ده. المولی بیا په خورا زیاتو ماناوو کارېږي چې زیات وخت د مرسته کوونکي او دوست لپاره کار شوی دی. ولایة په زور د نسب، نصرت او ازادي«عتق» په مانا دی؛ نو موالاة د معاداة «دوښمني» او ولي د عدو «دوښمن» ضد دي.

 ولي د نږدېکت او موالاة بیا د متابعت «پيروي» لپاره هم استعمالېږي. تولي کله د مخ اړولو په مانا وي او کله د پيروي، قران کریم کې دي؛ «وان تتولوا یستبدل قوما غیرکم» بل ځای وايي؛ «ومن یتولهم منکم فانه منهم» په لومړي ايت کې د مخ اړولو مانا ور کوي او په دویم کې د پيروي او مرستې.«لسان العرب د ابن منظور؛ ۳/ ۹۸۵- ۹۸۶، القاموس المحیط مخ؛ ۲۹۴»

ابن العرابي د براء په اړه ویلي چې د خلاصون، پاکي، لرې والي او ډار په مانا دی. براء او بریء په یوه مانا دي.«لسان العرب؛ ۱/ ۱۸۳، القاموس المحیط؛ ۱/۸» د دې دواړو اصطلاحاتو په اړه شرعي یا اصطلاحي تعریف کې پخوا ډېر عمومیت شوی دی. که اوس هم د افراطي ډلو تعریفونه وکتل شي؛ نو ترې مالومېږي چې د قران کریم له دې اصطلاحاتو سره يې ظلم کړی دی او تر خپل هغه مفهوم يې ډېر عمومیت ور کړی چې د قران په ایت کې له کوم سیاق او سباق سره راغلي دي.

زه په دې لیکنه کې د نورو پخوانیو یا اوسنیو افراطیانو تعریف نه را اخلم، لومړی د قران کریم یو ایت را اخلم او هغه ایت د دې دواړو سم شرعي تعریف وړاندې کړی دی چې وروسته يې تشریح کوم؛

اللّهُ وَلِيُّ الَّذِينَ آمَنُواْ يُخْرِجُهُم مِّنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّوُرِ وَالَّذِينَ كَفَرُواْ أَوْلِيَآؤُهُمُ الطَّاغُوتُ يُخْرِجُونَهُم مِّنَ النُّورِ إِلَى الظُّلُمَاتِ «البقره؛ ۲۵۷» ژباړه؛ الله د هغو کسانو دوست دی چې ایمان يې راوړی، له تاریکیو يې رڼا ته باسي او هغوی چې انکار يې کړی دی، د طاغوت دوستان دي چې له رڼا يې تیارې ته بیايي.

له دې ایته په ډېره اسانې د ولاء او براء تعریف مالومولای شو. قران کریم دلته مومنان د الله دوستان او کافران د طاغوت ولیان ګڼلي دي. له دې ښکاري چې په قران کریم کې هر ځای د ولاء یا براء یادونه کوي؛ نو ديني او مذهبي دوستي يې هدف وي. قران کریم اصلاً د لغت پوهنې کتاب نه دی چې د الفاظو پر مانا یا تعریف خبرې وکړي، خو د اصطلاحاتو له کارونې سیاق او سباقه يې موږ تعریف مالومولای شو.

قران کريم یو بل ځای هم د دې وضاحت کړی دی؛ لَا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ لَمْ يُقَاتِلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَلَمْ يُخْرِجُوكُمْ مِنْ دِيَارِكُمْ أَنْ تَبَرُّوهُمْ وَتُقْسِطُوا إِلَيْهِمْ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ (8) إِنَّمَا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ قَاتَلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَأَخْرَجُوكُمْ مِنْ دِيَارِكُمْ وَظَاهَرُوا عَلَى إِخْرَاجِكُمْ أَنْ تَوَلَّوْهُمْ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ فَأُولَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ «الممتحنة: ۸، ۹»

ژباړه؛ چا چې له تاسې سره د دین پر سر جنګ نه وي کړی او نه يې له خپلو سیمو پسي اخیستي یاست الله مو له دې نه منعه کوي چې نېکې او انصاف ور سره وکړئ؛ بې‌شکه الله انصاف کوونکي خوښوي، بلکې د هغه چا له دوستي مو الله بندوي چې له تاسې سره يې د دین پر سر جنګ کړی وي او تاسې يې له خپلو سیمو شړلي یاست او ستاسې پر ایستلو يې کومک کړی وي، که چا له دوی سره دوستي وکړه؛ نو هماغوی ظالمان دي. په دې ايت کې دا په ډاګه شوه چې څوک له مسلمان سره د دین پر سر شخړه کوي؛ نو هغه د دوستي وړ نه دی، ځکه په اسلام کې اصل دادی چې «لا اکراه في الدین» نو څوک چې دې اصل ته درناوی نه لري هغه ګواکي اسلامي او انساني ارزښتونه نه‌شي پاللای له دې امله د مسلمانانو د دوستي وړ هم نه دی.

خو بل پلو هغه کسان چې دا کار يې نه وي کړی د هغوی له نېکي او انصافه الله تعالی منعه نه ده کړې، بلکې مسلمانان يې دې ته هڅولي دي چې نېکي او انصاف وکړي، د الله همدا کسان خوښېږي.

رسول الله په مدينه کې له یهودو سره تړون وکړ چې موږ او تاسې به سره حلیفان یو، مسلمانان او یهود يې یو سیاسي ايتلاف بللي دي او له مدينې د دفاع په خاطر يې له یهودو سره سیاسي او دونیوي دوستي در لوده، د یهودو په بازارونو کې مسلمانانو پير او پلور کا و او د ځينو مسلمانانو تجارتي کاروانونه د روم او فارس تر ولکې لاندې سیمو ته تلل. د رسول الله په ټوله لس کلنه نظامي سیاسي رهبري کې هغه له دې  منعه نه ده کړې او له ځينو عربي قبایلو سره چې يې د تجارت راکړه ور کړه بنده کړې وه هغه هم د دین پر سره د شخړې له امله یو مجبوریت و چې مکیان د دې ډلې په لومړي کتار کې ولاړ وو، خو کله چې هغوی د مسلمانانو له لاسه رسول الله ته شکایت وکړ چې زموږ د تجارت لار د بنوحنیفه قبېلې یو مشر ثمامه بن اثال بنده کړې ده؛ نو رسول الله هغه ته امر وکړ چې لار خلاصه کړه ځکه زه خلک له لوږې نه وژنم. د بخاري په کتاب المغازي او فتح الباري کې يې پوره تفصیل راغلی دی.

د ولاء او براء په اړه یو حدیث هم ډېر راوړل کېږي چي خلک له هغه هم ناسم فهم اخلي، حدیث دا دی؛

«مَنْ أَحَبَّ فِي اللَّهِ، وَأَبْغَضَ فِي اللَّهِ، وَأَعْطَى لِلَّهِ، وَمَنَعَ لِلَّهِ فَقَدِ اسْتَكْمَلَ الْإِيمَانَ» «المعجم الاوسط باب المیم باب من اسمه مسلمة ح؛ ۹۰۸۳» ژباړه؛ که چا مینه او کینه دواړه دالله لپاره وکړل، ورکړه او منعه يې هم د الله له کبله وي؛ نو هغه ایمان بشپړ کړ. دا او دې ته ورته روايات هم واضح دي زموږ له پورته تشریح سره  ضدیت نه لري، ځکه د الله لپاره مینه او کینه هم په دین پورې تړلې وي.

 همدا راز ورکړه او منعه هم. په دې خاطر چې الله د دین را لېږونکی دی، ديني چارې را ښيي؛ نو موږ چې د الله له امله له یو چا سره دوستي یا دوښمني کوو حتمي خبره ده چې هغوی به پر دین را سره شخړه کوي، که نه په دنیوي امورو کي خو هيڅ ځای الله امر نه دی کړی چې له چا سره دوستي او له چا سره دوښمني وکړو؟

د الله لپاره هر څه یوازې تر دین پورې محدود دي، ځکه الله ديني لارښود دی، لومړی شارع دی، ديني چوکاټونه او حدود هغه ټاکلي دي، له دې امله به د خدای لپاره خپګان او خوشالې د هغه د دین پر سر وي نه د هغه څه پر سره چې الله يې په اړه هيڅ نه دې ویلي.

 له دې ښکاره مالومېږي چې دین د سیاسي، اقتصادي، کلتوري او نورو دنیوي چارو په اړه هيڅ نه دې ویلي، بلکې په دين کې اړینه ده چې په ديني چوکاټ کي دننه به د هغه لارښوونې عملي کېږي، له دې امله که څوک خپه کېدل خپه دې شي او که څوک خوشالېدل خوښ دې شي. د همدې دين د پياوړتیا لپاره ورکړه د الله لپاره او د دېن د دفاع په خاطر يې بندول هم د الله لپاره دي.

د ولاء او براء تعریف داسې کول چې له نامسلمانو سره ټولې دنیوي اړيکې باید پرې کړل شي، نه کوم ديني بنسټ لري او نه يې ځمکني واقعیتونه مني. رسول الله په خپل وخت کې د مدینې له یهودو نیولې بیا د فارس تر اورپرستانو او د ورم تر اهل کتابو له ټولو سره اړیکې ساتلې وې، د  مسلمانانو تجارتي قافلې همدې لویو نامسلمانو امپراتوریو ته تلې را تلې او د رسول الله د مرګ مهال هم د هغه زغره د یوه یهود سره ګرو وه، د خیبر ځمکې يې یهودو ته د یو معاملې له مخې ورکړې وې او داسي نور مثالونه.

 قران کریم هم یادونه کوي چې که مسلمان له تاسې مسلمانانو د دین پر سر مرسته طلب کړي؛ نو تاسې به مرسته ورسره کوئ، خو نه د هغه قوم خلاف چې له تاسې سره تړون ولري.«النساء: ۹۰، ۹۲، الانفال؛ ۷۲»

زما په اند له مکیانو او یهودو سره د جنګ مهال ځينې احکام رسول الله د سیاست او د وخت د غوښتنې له امله هم ورکړي چې په دې ډول يې د خپلو پيروانو تر منځ له دوښمنه نفرت پيدا کا و او د هغوی اتحاد هم په دې ډول مضبوط کېده. د جنګ مهال د بریالي مشر یوه ځانګړنه دا ده چې د خپلو کسانو تر منځ دوښمن بدنام کړي او هغوی باید سخت نفرت ترې وکړي، په دې ډول نه دوښمن ته د نږدېکت، همکارې او جاسوسې هڅه کوي او خپل‌منځي اتحاد ته هم ډېره ګټه رسوي.

له مکیانو او یهودو سره د جنګ مهال همدا د حالاتو غوښتنه وه، جګړه‌یز حالات یو ډول احکام لري او د امن وخت بل رقم، د سختي مهال یو ډول اوامر وي او د سوکال پر وخت تغییر کوي، د ضعف حالت بیا د قوت له حال سره په ډېرو شیانو کې توپیر کوي. له دې امله د ولاء او براء یوازې یو تعریف او هغه هم د قران او سنت پر نصوصو او اصولو برابر نه وي نه معقول کار دی او نه يې د وخت غوښتنې ایجابوي.

نن اړتیا ده چې موږ ځينې فقهي اصطلاحات له نوي سره تعریف کړو، ځينې فقهي قواعد د وخت له حالاتو سره سم اپډيټ کړو او ځينې بیا نوي را منځ ته کړو. په دې ډول موږ کولای شو چې د دین د سم فهم لپاره لار هواره کړو او هغه ناسم پوهاوی چې اوس موجود دی ممکن تر ډېره بریده يې ګراف را کم شي.

د پخوانيو تعریفونو یوه ستونزه دا هم وه چې د یوه کس له لورې کېدل، هلته داسې یوه اداره موجوده نه وه

چې د یوې قاعدې یا تعریف ټول اړخونه وسنجوي او بیا يې په اړه پرېکړه وکړي، بلکې د یوه کس د هڅو محصول و چې ګوره په خپل وخت کې به يې سمه نتېجه ورکړې وي نه؟ خو اوس حالات بدل شوي دي، هغه تعبیرونه چې له دینه پخوا یوه کس یا یوې وړې ډلې کړي دي نن زموږ غوښتنې نه پوره کوي، ځکه هغوی خپله د اوس له وخت له انکشافاتو خبر نه ول، دا مسالې ورته مالومې نه وې، زموږ د وخت له غوښتنو سره په هيڅ صورت هغوی نه وو خبر، له دې امله يې حل لار هم نه ده ټاکلې، د همدې لپاره باید نن هڅې وشي او د یوې مسالې ادارې له لورې وشي چې د نورو علومو ماهر پوهان يې هم غړیتوب ولري څو يې د جانبي عوارضو په اړه هم فکر او سنجش وکړي.

 

۱۹ کلنه ‌‌‌‌‌‌ډیموکراسي او جنسي بډې

Jul 20, 2019 29

فیض محمد ځدراڼ ډیموکراسي د یوناني کلمې ډيموسه اخیستل شوې چې خلک مانا ورکوي او مفهوم یې د خلکو حق، د خلکو له خوا، د خلکو لپاره. په دې مانا چې د ‌‌‌‌‌‌ډیموکراسي محوري عنصر خلک [...]

په غم لړلې ښادۍ

Jul 17, 2019 29

سپين روان نورزی لکه د اختر شپه، خو په دې توپير چې د ماشومانو پر ځای لويان پکې خوشاله وو، هر چا پاک کالي اغوستي وو او کتارونه کتارونه ولاړ وو تر څو د مېلې ځای ته له امنيتي فلټر [...]

د دارالامان اداري کمپلکس څه شی دی؟

Jul 15, 2019 29

د دارالامان اداري کمپلکس د کابل ښار په اوومه ناحیه کې د دارالامان ماڼۍ ختیځ لورې ته د ده دانا سړک ته څېرمه د بېلابېلو دولتي کلیدي ادارو لپاره رغول کېږي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې