په غزني کې چاودنې شاوخوا سل تنه زخمي او شهيدان کړي
۱۶ سرطان ۱۳۹۸ 360 0 نظر سرخط ورځپاڼه

په غزني کې چاودنې شاوخوا سل تنه زخمي او شهيدان کړي

 

نن سهار په اته بجې او دېرش دقيقې د غزني ښامير کلا سيمه کې د ملي امنيت پر درېيمه حوزه موټر بم ځانمرګی بريد شوی دی چې له امله يې تر اتيا زيات کسان ژوبل شوي او يو شمېر نور شهيدان دي.

سرچينې وايې، چاودنه په بمونو د بار يوه مازدا موټر د چاودېدو له امله شوې ده.

سرخط ته سرچينو ويلي دي چې په دغه چاودنه کې د ملي امنيت دوه تنه شهيدان شوي او پنځه نور ژوبل دي.

په دې سربېره، په چاودنه کې شاوخوا اتيا تنه نور ژوبل شوي دي چې زيات يې عام وګړي دي.

خو د غزني ولايت مقام بيا وايي، تر اوسه په پېښه کې دوولس تنه شهيدان او نهه څلوېښت نور ژوبل دي.

تر اوسه د بريد مسووليت کومې ډلې نه دی منلی.

په پروان کې د طالبانو برید ۲۴ کسان شهیدان کړل

Sep 17, 2019 29

په پروان ولایت کې د ولسمشریزو ټاکنو نوماند محمداشرف غني کمپایني غونډې ته نږدې د طالبانو ځانمرګي ۲۴ کسان شهیدان کړي او ۳۲ نور ټپیان دي.

په هلمند کې له ۲۰ ورځو راهیسې څه باندې ۶۵ طالبان وژل شوي

Sep 17, 2019 29

کورنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ادعا کوي چې امنیتي او دفاعي ځواکونو په تېرو شلو ورځو کې د هلمند ولایت په بېلابېلو برخو کې څه باندې ۶۵ وسله‌وال طالبان وژلي او ګڼ [...]

ټرمپ: پر طالبانو یې تر بل هر وخته ځپوونکي بریدونه پیل کړي

Sep 15, 2019 29

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، وسله‌وال طالبان دا مهال تر بل هر وخته ډېر تر سختو بریدونو لاندې نیول شوي دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې