سوله به راشي؟ حکومت په دوو میاشتو کې له طالبانو سره د لومړنۍ هوکړې خبر ورکړی
۱۶ سرطان ۱۳۹۸ 213 0 نظر سرخط

سوله به راشي؟ حکومت په دوو میاشتو کې له طالبانو سره د لومړنۍ هوکړې خبر ورکړی

که څه هم په د افغان سولې په اړه د امریکا او طالب استازیو تر منځ د مخامخ خبرو اترو له پیل سره سم، په هېواد کې د روانې جګړې د پای ته رسېدو د سولې راتلو لپاره د افغانانو هیلې ډېرې شوي، خو د ښکېلو لوریو دریځونه کله کله دا هیلې پر ناهیلې بدلې او د سولې له روانې پروسې د خلکو تمه وشکوي.

اوس چې د له یوې خوا په قطر کې د امریکا او طالبانو د استازیو تر منځ اووم پړاو خبرې پیل شوي او بل ‌خوا هم نن په دغه هېواد کې بین‌ الافغاني غونډه هم جوړېږي چې یوازې له کابله ۵۲ کسان ورغلي، افغان حکومت په راتلونکیو دوو میاشتو کې له طالبانو سره د لومړنۍ هوکړې خبر ورکوي.

که څه هم په ښکاره ویل کېږي چې د قطر په بین ‌الافغاني خبرو اترو کې نه د حکومت او نه هم د طالبانو په استازولې څوک خبرې کوي، خو دې غونډې ته ورغلي کسان، د مدني ټولنې، ښځو، سیاسي ګوندونو او رسنیو د استازیو په ګډون، یو شمېر لوړپوړي حکومتي چارواکي او د سولې عالي شورا غړي دي. دغې غونډې ته پرون له کابله ۵۲ کسان ورغلل او په دوحه کې به د دوو ورځو لپاره د طالبانو له استازیو سره پر افغان سولې غږېږي.

بل ‌خوا دلته په کابل کې د سټراټېژیکو اړیکو په چارو کې د ولسمشر سلاکار وحید عمر وايي، افغان حکومت د نړیوالو همکارانو په مرسته د سولې خبرو اترو د بریا لپاره جدي کار کوي او ټاکل شوې په راتلونکیو دوو میاشتو کې د حکومت او طالبانو تر منځ د سولې لومړنۍ هوکړه وشي.

د ده په وینا، حکومت به له طالبانو سره د سولې تر لومړنۍ هوکړې وروسته، له دې ډلې سره د سولې جدي خبرې اترې پیل او دا پروسه بریا ته ورسوي.

وحید عمر وايي، افغانان هغه مهال تلپاتې او رښتینې سولې ته رسېدای شي چې د سولې په خبرو اترو کې د خلکو منتخب حکومت د هغوی استازولي وکړي، خو په وینا یې، د سولې تر څنګ د تلې میاشتې په شپږمه نېټه د ولسمشري ټاکنو کول هم حتمي دي او حکومت به دا دواړه پروسې په بشپړ جدیت سره پر مخ یوسي.

داسې ښکاري چې د افغان سولې پروسه اوس د تېر پر خلاف څه نا څه خپل اصلي لورې ته سیخه شوې او همدا لامل دی چې امریکا او افغان حکومت تر بل هر وخته اوس ورته هیله‌منه برېښي.

د پوهنتون استاد او د سیاسي چارو شنونکی عبیدالله وردګ که څه هم د افغان سولې پروسې په برخه کې وروستیو پرمختګونو او هلو ځلو ته خوشبین دی، خو وايي، که امریکا او پاکستان په ټوله مانا وغواړي چې په افغانستان کې روانه جګړه پای ته ورسوي او سوله تامین کړي، دا پروسه به هرو مرو د بریا خوا ته ځي، خو که داسې و نه شول، د افغان سولې خبرې به لازمې پایلې ته و نه رسېږي.

د هغه په وینا، د سولې لپاره د امریکايي او افغان چارواکیو وروستیو څرګندونو ته په کتو داسې ښکاري چې د سولې پروسه پر مثبت لوري روانه ده او امریکا هم په ټول توان هڅه کوي چې دا پروسه نوره یوې خوا ته کړي.

بل ‌خوا مدني فعال حامد رسولي بیا باور لري، تر هغې چې طالبان خپل دریځ نرم نه کړي او د سیمې هېوادونو، په تېره بیا د پاکستان له خوښې او لارښوونې پرته په افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسولو او د سولې بریا لپاره عملي اقدام و نه کړي، دا پروسه تر منزله نه‌شې رسېدای.

رسولي زیاتوي، که دا پروسه خپل اصلي پړاو ته چې د حکومت په ګډون د بین‌ الافغاني خبرو اترو پیل او دوامداره اوربند دی، ورسېږي، افغان حکومت او امریکا یې باید په ښه ډول مدیریت او درې واړه اړخونه هم پکې پوره انعطاف وښيي او دا پروسه چې د افغانانو تر ټولو لویه هیله او یوازنۍ غوښتنه ده، بریالۍ کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم داسې راپورونه خپاره شوي وو چې د افغان سولې پروسه بریا ته نږدې شوې، خو وروسته بیا نه یوازې د بریا خوا ته لاړه نه، بلکې نوره هم له خنډ او ځنډ سره مخ شوه. اوس به ولیدل شي چې د بین ‌الافغاني خبرو اترو له دوه ورځنۍ غونډې او دغه راز د امریکا او طالبانو تر منځ اووم پړاو خبرې چې اتمې ورځې ته غځېدلي، وروسته د افغان سولې روانه پروسه پر کوم لوري ځي؟

وکیلان ملامت دي؛ ولس اوس په هره لانجه کې د سرتېريو تر شا ولاړ وي

Oct 13, 2019 29

کورنیو چارو وزارت د کابل په ګډون په ټولو ولایتونو کې د ناقانونه وسلو او وسایطو د ټولولو کمپاین پیل کړی، څو له نامسووله وسله‌والو نه ناقانونه وسلې او موټر را ټول کړي.

د کمېسیون ټنبلي؛ د ټاکنو پايلې که پر خپل وخت اعلان نه کړي لانجمني به شي

Oct 09, 2019 29

د ټاکنو خپلواک کمېسیون یو کميشنر مولانامحمد عبدالله وايي، د دغه کمېسیون د مالوماتو مرکز ته د بایومټریک دستګاوو د مالوماتو د ورو بهیر له کبله ښايي د ولسمشري ټاکنو لومړنۍ پایلې [...]

د امارت بله نادوده؛ طالبانو په تخار کې لسګونه کورونه لوټلي

Oct 07, 2019 29

یو شمېر تخاریان وايي، طالبانو د دغه ولایت په هغو ولسوالیو او سیمو کې چې دغې ډلې نیولې وې، له جګړې وروسته یې د عامو خلکو کورونه لوټلي او په خپله مخه تللي دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې